ولې اسمانڅکالی د کورونا او نورو وژونکو ناروغیو لامل دی؟

ډاکټر انتظار احمد همدرد

0 922

کله چې موږ ماشومان وو، مشرانو به ویل: له اسمانڅکالي څخه ځان ساتئ، ورته مه نږدې کیږئ ځکه د ډیرو ناروغیو د انتقال سبب کېږي، زموږ په ټولنه کې له نیکه مرغه ډیری خلک له اسمانڅکالي څخه ځان ساتي، له بلې خوا اوسنی پرمختللې ساینس ثابتوي چې له دې ژوي څخه ځان وساتو او باید د انسانانو ټولنیز ژوند ته داخل نشي! 

اسمانڅکالی د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو  وژونکو ناروغیو د رامنځته راتګ لامل ګڼل کیږي، نه یوازې د کورونا ویروس اصلي لامل دی بلکې تر دې وړاندې د نورو وژونکو ناروغیو لکه ایبولا، سارس، لیوني سپي، سیپا، هینیپا او نورو مرګونو ناروغیو لامل شوې وو . 

هر هغه ژوندی موجود چې د ژوند ډول یې د انسانانو ټولنیز ژوند سیسټم سره توپیر ولري، باید نوموړي حیوانات د انسانانو ایکو سیسټم ته داخل نشي ځکه کولی شي چې د ټول بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړي، د انسانانو د نابودۍ لپاره لوی ګواښ او د خطر زنګ وي .

له بده مرغه ځینې هیوادونه وحشي حیوانات خپل ټولنیز ژوند ته داخل کړي چې د بشر له ایکو سیسټم سره کاملا په ټکر کې دي او د ډیرو ناروغیو لامل شوي دي ښه بیلګه یې د سارس یا کورونا ویروسونو منځته راتګ د اسمانڅکالي په وسیله یادولی شو؛ چې د ځینو انسانانو په وسیله په مستقیم ډول ځینې  وحشي ځناوران د انسانانو ایکو سیسټم ته داخل شوي وو او دهغوی له غوښو څخه ان تر نن ورځې پورې دورځنیو خوړو په توګه کار اخلي ! 

اسمانڅکالی یوازینی تیوال (پستاندار) ژوی دی چې الوځي، خوراک یې حشرې او ځینې ډولونه یې ان  د لویو حیواناتو وینه څښي، کله چې کوم نوي ویروس د دوی د بدن جنټیکي جوړښت (ډي ان ای) ته راشي نو بدن یې د الفا انټرفرون په نوم ځانګړي ساتونکي سیسټم لري او له هغه څخه یې په امن کوي مګر له  بده مرغه ویروسونه ددوی په بدن کې د ډیر وخت لپاره پاتې کیږي او نورو حیواناتو ته یې انتقالوي.

که څه هم یو څه مودې وړاندې چینایي ساینسپوهانو اسمانڅکالی د سارس ناروغۍ (هغه ناروغۍ چې له اسمانڅکالی څخه اوښ او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو او د منځنۍ ختیځ د تنفسي ناروغۍ په نوم  مشهور دی) اصلي لامل ګڼلي وو، دوی وړاندوینه کړې وو چې نږدې وختونو کې به نړۍ د کورونا ویروس له یوې نوي ډول ناورین سره مخ شي چې له بده مرغه همداسې وشو!

د کورونا ویروس د جنټیکې جوړښت له مخې د (ار ان ای) یو ریښه يي جوړښت او ۲۶-۳۲ کیلو بایسه وزن لري چې د اسمانڅکالۍ په وسیله میږي خوړونکې او بیا انسانانو ته انتقال شوې وو. 

د یوسي بیرکلي پوهنتون څیړنې ښیې چې د اسمانڅکالۍ د بدن ځانګړې معافیتي سیسټم داسې جوړ شوې چې د ډیرو ناروغیو دمنځته راتګ سبب ګرځي، دوی اسمانڅکالۍ او شامپازا (هغه بیزو چې جوړښت یې انسانانو ته نږدیوالۍ لري)  ته د وینه لرونکې تبې ویروس انتقال کړ، دغه ویروس د بیزو په بدن کې په ډیر سرعت سره زیاتیده او د هغه معافیتي سیسټم یې کمزوري کاوه مګر په اسمانڅکالۍ یې هیڅ اغیزه نه درلوده، اسمانڅکالۍ د کورونا ویروس ته پخپل ځان کې نوده ورکوي او تکثیروي یې.

اوس پوښتنه دا رامنځته کیږې چې ایا انسانان له ټولو حیواناتو څخه ځان وساتي؟ 

نه، د ځینو حیواناتو شتون د انسانانو لپاره زیانمن نه دي یا کم څه کم  بشر له ډیر وخت راهیسې ورسره په اړیکه کې دی لکه غوا، پسه، سپی، پیشو او نور.

د ځینې اهلي حیواناتو غوښې هم ځینې حیواني ناروغۍ رامنځته کوي چې له نیکه مرغه په اسانۍ د درملنې وړ دي چې د هغوی له جملې څخه بروسیلوزس (هغه ناروغۍ چې له لبنیاتو څخه انسانانو ته انتقالیږي) ، دچرګانو انفلوانزا، د کدودانۍ چینجنۍ، د پیشو ناروغۍ (ټوکسوپلازموسس) …نور. 

د نړۍ مشهور فزیکپوه سټیفن هاوکنګ څخه پوښتل شوې وو چې څه شی به د نړۍ د نابودۍ لامل شي ؟ هغه ویلې وو: تر ټولو مهم او خطرناک عامل یې هغه نوي  ویروسونه دي چې مخنیوي یې دانسانانو په وسه کې نه وي او بشر به له نوي ناورین سره مخ کوي.

 نړیوال باید په هغو هیوادونو باندې فشار وارد کړي  چې دوحشي حیواناتو ښکار پکې قانوني دي او خلک یې د وحشي ځناورانو غوښې خوري؛ تر څو د وحشي حیواناتو ښکار او خوراک  څخه منع شي ! ځکه ځینې هیوادونه اوس دنړۍ پرمخ دبشر ژوند تهدیدوي، دوی دمارانو سوپ، د لړمانو خوراکونه، د اسمانڅکالۍ خواړه او ان اوس په دې لګیاه دي  چې مصنوعۍ هګۍ ، وریجي او نور برابر کړي چې له بده مرغه په مستقیم ډول د بشر ژوند په لوی لاس له ستر ګواښ سره مخ کوي او که یې مخه ونه نیول شي د کرونا په څیر د ورته ناورینونه د بیا ځلې تکرار شاهدان به یو!  

اخذلیکونه:


  1. Three zoonotic coronaviruses have been identified as the cause of large-scale disease outbreaks–Severe Acute Respiratory Syndrome (SARS) by CAS Key Laboratory of Special Pathogens and Biosafety (Bat coronaviruses in china), Wuhan Institute of Virology, Chinese Academy of Sciences, Wuhan 430071, and China 
  2. “Chinese market at center of coronavirus outbreak sold bats to eat”. The New Zealand Herald. 24 January 2020. Retrieved 24 January 2020

3. Adaptive evolution of bat dipeptidyl peptidase 4 (dpp4): implications for the origin and emergence of Middle East respiratory syndrome coronavirus

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply