د کورونا واکسین او درملنه

ډاکټر انتظار احمد همدرد

0 723

د دوه نیمو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس مخنیوي او واکسینونو په رامنځته کولو کې ډیرې څیړنې ترسره شوي !دي

دغه ویروس د چین لخوا د ډیسمبر په ۳۱  له رسنیو سره شریک شو ، له خبرتیا وروسته په لسو ورځو کې ددې ویروس ټول جنیټکي کوډونه وپیژندل شو، له هغه وخته تر دې دمه ، ددې ویروس په مخنیوي ، نښې اوتشخیص کې په سلګونو څیړنې ترسره شوي دي ، څو ورځې وړاندې د روش روغتیايي کمپنۍ خبر ورکړ چې  د کباس ۶۸۰۰ او کباس ۷۵۰۰ په نوم د کرونا ویروس تشخیصیه وسیلې به دروغتیا پالانو په واک کې ورکړي چې هره یوه وسیله یې کولی شي په یوه ورځ کې تر ۳۰۰۰ پورې دکرونا ټسټونه په معیاري او دقیق ډول ترسره کړي .

دم ګړۍ  اته (۸) واکسینونه د څیړونکو په لاس کې دي ، چې ددې ویروس په له مینځه وړلو کې به عمده برخه واخلي ، د ماډرن ټیراپیوټیک روغتیایي کمپنۍ  تیره ورځ سیاتل کې په ۴۵ کسانو باندې عملا دواکسین ازمایښتونه ترسره کړل چې دنورو شرکتونو په نسبت په دې برخه کې چټک او پرمختللي ګامونه  یې اخیستې !

تر دې وړاندې مونږ اوسنۍ پرمختللي  ټکنالوجۍ په لاس کې نه درلوده او د یو واکسین جوړونه ډیر وخت په بر کې نیول ، واکسینونه په هغه وخت کې په دې ډول لاسته راوړل کیدل چې  ویروس به یې کمزوري کول او بیا به یې واکسین ترې جوړول یا به یې ویروس له منځه وړل ، چې له بده مرغه ډیر وخت به یې په برکې نیول !

 له نیکه  مرغه اوسمهال واکسین داسي جوړوو چې د ویروس جنټیکي جوړښت پیداکو او دهغې د جوړښت له مخې یوه د ( ډی ان ای  یا ار ان ای) ساختمان جوړو او هغه چیک کو چې ایا کارونه یې دانسان لپاره بې خطره دی یا نه !

تراوسه په سلګونو څیړنې ددې ویروس ددرملو په منځته راوړلو کې ترسره شوي دي چې دهغوی له جملې څخه لاندې درمل ګټور ثابت شوي دي :

۱. کلورکین ( دملاریا ضد درمل )

دغه درمل نن ورځ په خواله رسنیو کې د پلاکینیل په نوم ښکته اوپورته کیږي   ورسره لیکلی وي چې د کرونا ویروس ۱۰۰ سلنه له مینځه وړي ، حال دا چې دا یوازې یوه مرستندوی درمل دی !

۲. ریټاناویر ( دایډز ناروغۍ ضد درمل )

۳. هایډروکسي کلورکین ( دروماتیزم ، لوپس او ملاریا ضد درمل )

۴. فاویلاویر : دغه درمل د فاویلاویر چیني درمل جوړونې کمپنۍ په وسیله رامنځته شوې چې د کرونا ویروس په له مینځه وړلو کې ډیر ګټور ثابت شوي دي !

تر دې وړاندې دغه درمل په جاپان کې د زکام یا انفلوانزا د ناروغۍ ددرملنې لپاره کارول کیده .

۵. ریمډیز ویر( انټې ویروس درمل چې مخکې د ایبولا ناروغۍ په درملنه کې کارول کیدل )

یادونه :

 ریمډیز ویر درمل  د امریکې متحده ایالاتو او چین کې په ډیرو ناروغانو ازمویل شوی دی چې له نیکه مرغه ډیر ګټور ثابت شوی دی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply