پر خپل ولس رحم د الله تعالی له رحم سره تړاو لري

سيد حسين پاچا

0 927

پر خپل ولس رحم د الله تعالی له رحم سره تړاو لري

موږ د امريکا د مرستو هراړخيز درناوی کوو، خو د دوی مرستې بايد د متقابل درناوي په چوکاټ کې د دواړو لوريو له لوړو ملي ګټو او د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي

امريکا بايد موږ د خپلو ملي ګټو، ټاکنيز کمپاين او هم د نورو سيمه ييزو ګاونډيو د ناولو هيلو لپاره بلهاري نه کړي، بس دی چې رياست د انصارو په نوم زموږ له پاکو احساساتو نه ګټه پورته کړه او له لسيزو راهيسې يې د خپلو هر اړخيزو ګټو نه بلهاري کړو، بلکې زموږ د سرنوشت حق خو لا څه ان چې زموږ الحاق ته يې هم د همدوی په ډاډيېنه بډې راوهلې وې

نوټ : افغانستان برحال ۳۴ ولايتونه لري. اته يې شمالي او پاتې نور ۲۶ ولايتونه ټول هېواد ته ورپاتې کيږي چې نهه نورې ولسوالۍ په شمالي ومرکزي افغانستان کې ولايتونو ته ورلوړې شي، نو ۱۷ ولايتونه، بلکې لا زياتيږي، نو پښتانه په لوی لاس لږه کي او دا نور ډېره کي راځي او سبا به د سوډان غوندې موږ هم په شمالي وجنوبي لا څه ان چې په درې – څلور برخو ووېشل شو. د پمپيو او عبدالله له دې وېشه سر له اوسه د هېواد د وېشنې بوي راخېژي. داسې بريښي چې امريکا د باجوه هغه د تېزس کتاب مخې ته اچولی چې په افغانستان کې له يو قوي متمرکز نظام سره مخالفت لري او غواړي چې افغانستان سره ووېشل شي او هر ګاونډي بايد خپل لور ته برخې کنترول کړي، نو د دغو ټولو ناخوالو له مسووليته هېڅوک نه شي خلاصېدای. د ليبيا تجربه لا تراوسه مو له ذهنه نه ده وتلې چې بنغازي يې له طرابلسه راجلا او ليبيا يې بېثباته کړه او د قذافي په پرځولو کې يې ترې کار واخېست. نن پکې ترکيه هم ښکېل ده، خو د وتلو لار له ټولو ورکه ده. اقتصادي ګواښنه د نظام لپاره ښه زيری نه دی، انارشېزم وبېثباتي ترې راولاړيږي. زيد حامد خو څو ځلې پخپلو مرکو کې ويلي چې د ((اشرفغني حکومت بايد چپه شي)). دا هغه څه دي چې کرزی، عبدالله، دوستم، محقق + خليلي وطالبان يې ټول په ګډه غواړي. طالب هم د باوړ وړ نه دی.

بي بي سي :

پمپيو د خپل بام واورې په نورو اچوي.

امريکا د هغو پوځي عملياتو ملاتړ نه کوي‌ چې د سياسي‌ موخو لپاره کېږي او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي‌ چې د دې عملياتو امر ورکوي‌ او نه د هغو کسانو ملاتړ کوي‌ چې د موازي‌ حکومت خبره کوي.

د افغان سياسي‌ مشرانو کړنې نامسئولانه بلل شوې دي‌ او نيوکه پرې شوې ده چې طالبانو سره د بين الافغاني‌ مذاکراتو لپاره يې تر اوسه يو ټولشموله پلاوی نه دی جوړ کړی.

نعم الامير علی باب الفقير

بئس الفقير علی باب الأمير

رحمان بابا

د منت دارو چې ومرم نه يې غواړم

ما رحمان لره درمان د مسيحا

يا دا چې :

د پردی کټ د نيمو شپو وي.

موږ خو له تاريخي پلوه دومره کمزوري نه وو چې ځان د چا په خيراتونو ساتلی، خو جهادي استخباراتي لوبو د جهادي اسلامپالو او کمونيستانو په ناسمه ارزونه کې په نړيوالو بسپنو او شکوڼو اموخته (روږدي) شو. موږ خو نړيوال د مېلمه پالنې وياړ لرو، خو د جهادي دبله مارو، ډاکوانو او شوکمارو له لاسه نن د دې جوګه نه يو چې د ټاکنو پايلې ومنو. له امريکا سره به دومره خيانت افغانانو نه وي کړی لکه څومره چې پاکستان ورسره کړی دی، نو د جنګ د اوږدوالي او مخته وړلو کې له هر چا زيات معلومات به پخپله پمپيو ته هم وي چې جهادي اسلامپال او طالبان + داعش د چا زېږنده او محصول دی؟ که د پمپيو او له هغې مخکې حکومتونو پاکستان ته غوڅه خبره کړی وای، نو دومره سرخوږی به نه جوړېده.

طالب ومجاهد د امريکا محصول دی. خوښه يې خپله چې خپل محصول څنګه لارې ته راولي؟ خپل ولسمشر يې ويلي : ((پاکستان موږ ته له دروغو پرته بل څه نه دي ويلي))، د درې دېرش ميليارده ډالرو دروغ خو اخر هم يو حد لري، نو نن يې هم هماغه نامور نړيوال دروغژن ته غوږ نيولی او خپل ګډ محصول يې د پنجاب له غوجلو د قطر تر ښکليو بنګلو ته ورسولو.

افغان ولس تاسې او نړۍ ته د هغه وخت له شوروي اتحاد څخه نجات درکړ او بيا د هغوی له وتلو وروسته په اتيايمه لسيزه کې تاسې د ضياءالحق د هغې پرېکړې پر اساس چې د روسانو له وتلو وروسته به افغانستان موږ ته پرېږدئ او تاسې به له موږ سره کار نه لرئ. بس موږ پوه شه او دوی، او نن بيا هماغه لوبه کوئ. په طالبي لوبه کې مو ټول د خپل نوکر ګټې پاللي او هر اړخيز تاوان يې افغان ولس پرې کړی نه ستاسې هغه ازلي نوکر چې تاسې د سينټو د تړون په وخت کې لا جوړ کړی نه وو، خو اردو مو ورته جوړه کړې وه. د امريکا پيسې خو چې چا پټې کړي هغه معلومه دي، نو عام ولس ته يې خو دومره ګټه نه ده رسېدلې. ولې پر هغوی دا فشار نه راوړئ چې له شيطانت ورذالته لاس واخلي او هغه نازولي ته په غوڅه ووايی چې د ټاکنو پايلې ومني، ولې دوه مخې لوبه کوئ؟ غني خو هېڅ شی ستاسې په خلاف وتاوان نه دی کړی چې ستاسې له ملي ګټو سره مخامخ په ټکر کې شي. طالب خو مخکې هم تاسې پيدا کړی، بيرته مو ورک کړ، پر پښو مو ودراوه او نن مو بيرته صحنې ته په داسې بڼه راوست چې هغه اجرائيوي سندونه له کانګرس پرته بل هېڅوک ليدلی نه شي، نو ګواښنه ولې کوئ؟ له هغوی وپوښتئ چې خپلې اړيکې له پاکستان سره څنګه تعريفوي؟ او کله به له پاکستانه ځان راخلاصوي؟ ايا دا انصاف دی چې د يوې سياسي غونډې لپاره دې د آی ايس آی جنرالان د آی ايس آی په غوښتنه د ملا برادر په خولې د قطر غونډې ته راغوښتل کيږي؟

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

ولسمشر غني : حساب ورکوو او حساب غواړو.

مولانا فضل الرحمن: د پاکستاني حکومت ړنګول مقدس جهاد دی

د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت جعلي او نا مشروع دی او د پاکستانيانو له لورې د دې حکومت ړنګول مقدس جهاد دی.

له موږ سره ګاونډ پاکستان کې ټاکنې وشوې او اپوزيسيون مذهبي وسياسي ډلو يې پايلې نه منلې او دا يې ويل چې دا ټاکنې له پيله هندسي (ډيزان) شوې وې ان تر دې چې مولانا فضل الرحمان د نورو لويو ګوندونو (ډلو) سره يوځای د هېواد له ګوټ ګوټ نه خلک اسلام اباد ته راوستل او دېره شول، خو هېچا له هغوی سره ګډ حکومت جوړ نه کړ. حال دا چې د حکومت ړنګول يې سپېڅلی جهاد بللو او بايد ټول پاکستانيان يې په ړنګولو کې برخه واخلي، خو نه جهاد وشو او نه حکومت ړنګ شو او مولانا صاحب راغی له يو څو ورځو پرلت وروسته پرخپله مخه ولاړ او ارام شو. طاهر القادري او جماعت اسلامي هم خپله ناره پورته کړه. بېروزګاري او قيمتي يې له کرونا نه بدتره وبلله، خو خپ وجپ شول.

ولې ښاغلي ټرمپ او حکومت يې له هغه غوښتنه ونه کړه چې حکومت له نورو ناراضو ګوندونو سره شريک کړي، خو ښاغلي خليلزاد څه شروع کړي دي او ښاغلي غني ته له ستونزو جوړولو لاس نه اخلي؟

همداسې زموږ دوست امريکا کې ټاکنې وشوې او روسيه ته پکې د لاسوهنې ګوته ونيول شوه.. ډېرو لوړپوړو امريکايي چارواکو پکې ان تر جان بولټن، مک ماسټر، رابرت مويلر او داسې نورو پورې پکې له خپلو دندو استعفاء وکړه او خپلې دندې يې وبايللې، خو ټرمپ لا تراوسه له آغلې کلينټن سره ګډ حکومت جوړ نه کړ. پياوړو جمهوريپالو سناتورانو جان مکين، ريچارډ بور او ليندسي ګرهام له کانګريس د څېړنو غوښتنه وکړه او خبره تر محکمې پورې وغځېده، خو نه د روسۍ لاسوهنه ثابت شوه او نه چا له حکومت ځان جلا وګڼه او نه يې د سپينې ماڼۍ خلاف دويم موازي حکومت اعلان کړ، خو عبدالله چې تل له امريکا له لورې نازول شوی له ټولو اصولو او پرنسيپونو پښه واړوله او د قانون خلاف کړنه يې ترسره کړه. ولې ښاغلي پمپيو خپل حکومت له نورو سره نه شريکوي چې نن له ښاغلي غني نه د ګډ حکومت غوښتنه کوي او د بوديجې پرېکولو ګواښنه کوي. د بوديجې کمونه خو د کانګريس صلاحيت دی چې څه پرېکړه کوي؟

سمه ده چې امريکا له موږ سره مرستې کړي او لا کوي يې، خو دا مرستې بايد زموږ د لا بربادۍ سبب نه شي. ښاغلی پمپيو او حکومت يې بايد افغان ولس د خپلو ګټو، ټاکنيز کمپاين او د فېشني (نازولي) عبدالله لپاره بلهاري نه کړي. ښاغلی کرزی چې نن د اخوندانو او روسانو ډول ته ناڅي، خو د امريکې درد پرې دوا نه شو، نو عبدالله خو هېڅ نه دی. هېڅ پوهه او وړتيا نه لري چې سياسي زغامت ترلاسه کړي.

=-=-=

د ښاغلي پمپيو او عبدالله + کرزي ناروا غوښتنې

د پمپيو راتګ، د هغه او د عبدالله غوښتنې له ولسمشر غني څخه څه وې او هغه ورته څنګه ځواب ورکړ؟

هغه پټې غوښتنې په دې ډول وې :

لومړۍ طرحه

صدارتي سيستم فعالول او د واليانو خود مختاره کول، نهه ولسوالۍ په مرکزي او شمالي افغانستان کې ولايتونو ته لوړول، د پنځوس سلنه حکومت برخه په دې شرط چې دی به صدراعظم وي ورکړل شي، او د عبدالله د وزيرانو د ټاکلو او لېرې کولو صلاحيت بايد رئيس جمهور ونه لري، په اقتصادي برخه کې د انتصابي سناتورانو او په يوه خبره په هر څه کې پنځوس سلنه واک.

دويمه طرحه

بايد د ټاکنو پايلې لغوه شي د پخوا په څېر زه بايد اجرائيه رئيس او غني ولسمشر په دې شرط چې په ټولو برخو کې پنځوس سلنه برخه او صلاحيتونه وي. له طالبانو سره په خبرو کې شپږ ټيمه په مساوي توګه ګډون کوي. د ولسمشر ټيم، د حزب وحدت خليلي ومحقق ټيم، د حامد کرزي ټيم، د حزب اسلامي ټيم، د ترکبارانو ټيم او د دوستم تر رهبرۍ لاندې د جمعيت ټيم.

زموږ باجرئته (زړه ور) ولسمشر ورته په ځواب کې داسې ويلي :

نه صدارت منم او نه اجرائيه رياست، د ولسمشر واکونه له چا سره نه وېشم. دا خو د کرزي دوره نه ده چې هر څه د دوی په خوښه کېدل. ولسمشر غني ويلي له طالبانو سره په خبرو کې د ټولو احزابو او ټيمونو استازي منم، خو ټيم به د يو واحد مرکز تر چتر لاندې وي چې دولت دی. د همغې لپاره د نورو ټيمونو او اقشارو نه يوه شوری جوړه شي، خو رهبري به يې موږ کوو.

د اينډيپينډينټ ورځپاڼه

د ښاغلي کرزي شيطانت ((بوډا شيطان))

ولې ولسمشر د امريکا فشارونو ته تن ورکړ؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دولت ضعيفول رد کړل او د امريکا فشارونه يې ونه منل. عبدالله يې په حکومت کې شريک نه کړ او امريکا محمد اشرفغني ته يوه کوشنۍ سزا ورکړله. مايک پمپيو د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره شپه اعلان وکړ چې يو ميليارد ډالر مرسته پر اشرفغني او حکومت يې پرې کوي. دا لويه سزا نه ده. اشرفغني کولی شي عاجل ګامونه واخلي او دا يو ميليارد ډالر بوديجه يوازې د کرزي او د هغه د وروڼو له جيبونو وباسي. د فهيم له کورنۍ او نورو نه يې خو په زور اخېستلای شي. که دولت له هېچا نه چور شوې پيسې له هېچا نه وانخلي دا خو پخپلو تصرفاتو دا بوديجه پوره کولی شي. اشرفغني د لوړې په مراسمو کې وويل چې په دوه هفتو کې به نوې کابينه اعلان کړي. دا دی دوه هفتې پوره شوې او کورني اختلافات ژر تر ژره ختم شي او کابينه اعلان شي.

طالبان په مخکې دي هغوی لوی خطر دی. له هغوی سره مقابله د پاکستان د دوه سوه کلن انګرېزي شيطانت ملګری دی. اوس هغوی غواړي چې دولت ړنګ کړي. له هغوی سره مقابله د عبدالله له لنډه غرو له مقابلې سره توپير لري. له هغوی سره مقابله امريکا يو ميليارد ډالر پرې کولو باندې کوشنۍ سزا افغانستان ته ورنه کړي، بلکې په کراتو درنه سزا به افغان وطن ته ورکړي، خو دا سزاوې به افغان دولت جوړ کړي. خو دا سزاوې به افغان دولت جوړ کړي. مشکلات او سختۍ به په پينځو يا لسو کلونو کې ختم شي اخر به هم افغان دولت خپل استقلاليت وګټي.

سل کلن نظام به د لسو کلونو مشکلاتو په ګاللو او عاقل جوړولو نهادونه کړي. زموږ اولادونه به د دنيا سرداران شي، خو د اوس لپاره د استقلاليت لپاره له خپل ټول عقل او مقاومت استعمالول په کار دي. اشرفغني تر ننه پورې ښه روان دی. که چېرې په جديت روان نه شي او په نيمايي کې لاره ورنه ورکه شي، نو افغانستان به يوې لوې کندې ته واچول شي. خو اشرفغني په ټول فکر او پام سره د دې وطن د اداره کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.

دويمه خبره دا ده چې ولسمشر محمد اشرفغني عبدالله ته د وزيرانو شوری مشرتوب د يو فرمان له لارې ورکولو تر څو دا جنجال ختم شي. عبدالله هم قبول کړی وو، دا کار به د مراسمو د نه کېدلو او د حکومت د وېش په مانا نه وو، بلکې عبدالله به هر وخت د اشرف غني په امر کار کولو.

د اينډيپينډينټ ورځپاڼه وايی چې د دې کار مخنيوی حامد کرزي وکړ او عبدالله ته يې وويل چې تر څو رسمًا د پينځو کلونو لپاره درسره دولت شريک نه کړي او لوی ضمانت لکه د امريکايانو درته درنه کړي له غني سره کار ونه کړې. بيا به دې کمزوری کړي. تېر ځلې يې نيم حکومت له ضمانت سره درکړ هغه يې لا درڅخه ونيو. اوس بايد تر هغې زورور شريک شې تر هغې کمزوری نه. د وزيرانو د شوری مشري د اشرف پر يو فرمان له تا څخه تا د هغې يو مامور جوړوي نه سيال، دا هغه شيطاني خبرې وې چې حامد کرزي عبدالله ته کړې وې.

داسې معلوميږي چې حامد کرزی د عبدالله بغاوت دوامدار غواړي. بل لور ته پژواک خبري آژانس هم ويلي دي چې کرزي د ايران د هغې اعلاميې هرکلی کړی دی چې په هغې کې د عبدالله ملاتړ شوی وو. افغان حکومت د ايران اعلاميه د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله بللې ده. اشرفغني اوس بايد د امريکا قطع شوې پيسې چې د افغانو کونډو، يتيمانو حق وو بايد د کرزي او د هغه د لنډه غرو له پوسته وباسي. له دې سره په داخل کې هم حکومت قوي شي او هم به په قطر کې د پاکستان د ملګرتيا يعنې له طالبانو سره حقيقي سوله راشي.

چا چې د امريکا ډالرې او بسپنې حيف وميل کړي بايد حساب ورسره وشي او د پمپيو حکومت دې ترې هم حسابي وغواړي. د دوی پيسې خو د همدوی په بانکونو کې پرتې دي کنګل دې ترې کړي. خو ولس نور دغه بېشرمه وبېحيا تالانګر او ازمايل شوي نه غواړي.

افغانستان بايد د عبدالله او کرزي د ناولو هيلو او فرمايشونو لپاره بلهاري نه شي. کرزی که انسان وي، نور بايد له لمسونو او شيطانيو نه لاس واخلي او انسان شي. داسې برېښي چې نوموړی رواني (اروايي) ستونزې لري او د لمسونو او شيطانت پر رواني ناروغۍ اخته شوی دی. د نظر د اختلاف حق لري، خو د تحريف او لمسونو نه چې دا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

په کار خو دا ده چې عبدالله و ملاتړي يې د کرزي په شمول لوی څارنوالۍ ته ورمعرفي شي او د خپلو ناروا غوښتنو او فرمايشونو سپيناوی وکړي. موږ بايد محتاط اوسو. طالب چې چا د پنجاب له غوجلې راخلاص او قطر ته يې ورسول، نو سبا ته دا هم کولی شي چې کابل ته يې راولي. خدای مه کړه داسې نه شي چې ښاغلی غني سبا ته د لويو قوتونو، ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو د داخلي وبهرنۍ مافيا ښکار نه شي، لکه په تېر کې چې موږ غازي امان الله خان، سردار محمد داوود خان او ډاکټر نجيب الله له لاسه ورکړل. نن ښاغلی غني يو نه، بلکې په سلهاو دښمنان لري او هر يو د خپلو ناولو موخو او ګټو لپاره د انتظار شېبې شماري، خو الله تعالی دې يې وساتي او بريالی دې ترې راووځي. امين ثم امين

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکا د غني‌ او عبدالله اختلافونو له کبله افغانستان سره يو ميليارد ډالر مرسته کموي

https://www.bbc.com/pashto/52014187

غني : له اساسي قانون سره ټکر کې غوښتنې نه منم

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52015892

Taliban has ‘secret ties’ with Pakistan’s ISI: Report

https://www.afghanistannews.net/news/264410224/taliban-has-ecret-ties-with-pakistan-isi-report

اشرف غني د عبدالله پلان رسوا کړ هغه څه غوښتل او غني ورسره څه وکړل؟

https://www.youtube.com/watch?v=Z4WpJ5pdIeY

اشرف غني د عبدالله غټ خيانت رسوا کړ

https://www.youtube.com/watch?v=8duWxpaHDis

له اشرف غني څخه د عبدالله او پمپيو غوښتنې او د هغې ځواب

https://www.youtube.com/watch?v=KeXBcewasQ0

د غني له امر سره دد عبدالله او د کرزي له لنډه غرو نه لار ورکه شوه او کرزي څنګه خپل کار وکړ؟

https://www.youtube.com/watch?v=gE8wFBQk5Yg

Zalmay Khalilzad, 24 Years Lobbying for Terrorists to Keep Pashtuns in Power

https://www.kabulpress.org/article240733.html

خليلزاد په ۱۹۹۶کې طالبانو ته لابي کوله

خلیلزاد ۱۹۹۶ کال طالبانو ته لابي‌کوله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply