کورونا جدي ونیسئ او دوه خبرې

عارفه عنایت الله

0 668
یوه خبره دا چې هغه نه وايي چي تاریخ تکراریږي….. ۱۷۲۰کي طاعون، ۱۸۲۰کي هیضه، ۱۹۲۰کي سپینش فلو او اوس یعني۲۰۲۰کي کورونا وایرس ټوله نړۍ په سراخیستي ده. هغه نه وایي چي ګیدړه لاړه نکل یي لاړ لهذا په تیرو خبرو او مسائلو باندي به خاوري واړوو او وچ کلک اوسني حالات به تر بنډار لاندې ونیسو…!

کورنا وایرس ټوله نړۍ په سر اخیسي ده. هر طرف ته سرګرداني، حیراني او پریشاني ده، له خلکو لاره ورکه ده. چین پوره وطن شټ ډاؤن کړی، پاکستان له ټولو ګاونډي هیوادونو سره سرحدونه تړلي دي. په کراچۍ ښار کي یي شدید لاک ډاؤن کړۍ (ټول فعالیتونه په ټپه درولي). د کراچۍ پولیسو هیڅکله دومره په اخلاص او في سبیل الله کار نه دی کړی، د کارګرو، ښاري بسونو او ټرک ډرایورانو شکولو ته به مستعد ولاړ وو، خو دا دوه شپې کیږي چې شوکماري یې پرې ایښي او د کورونا د وبا په ضد یې ډنډې اخیستي دي. هغه ځوانان چي د لاک ډاون له قانونه سرغړونه کوي او د بازار د چکر هوا کوي، پولیس یې نیسي او سملاسې یې مرغه کوي. مُرغه د چرګ جوړیدا هغه مشق او تمرین دی چې هیڅوک یې پخپله خوښه نه کوي بلکې پولیس یې مجبوره کړي چې د پښو په سر کینې، لاسونه د ځنګنو له لاندې تېر کړي او خپل غوږونه ونیسي، دغه وخت یې لکه چرګ مښوکې ښکته او لکۍ د آسمان خوا ته شي. قانون په ګریوان کي لاس وراچوي یوازي چرګ جوړیدا یي حاجت شي. پولیس اعلان کړی چی موږ لنډه غران مجبوره کوي چي چرګې او چونګښې تری جوړ کړو.

د ایټالیا د صدراعظم خوارکي اوښکي چي ما ولیدې منې که په تاریخ کي ناوي دغسي اوښکي توی کړي وي…. د روس پوټین ویلي چي یا ۱۵ ورځي په کور کي تیري کړئ یا پنځه کاله په جیل کي…. نور مو خوښه خپله! د شمالي کوریا چیت پیت کیم چې ولیدل خلک د لاکډاون نه سرغړونه کوي نو یې پړانګان او زمریان بازارو ته را خوشي کړل. هند هم په ټول هیواد کي د لاک ډاؤن اعلان کړۍ….! زما په خیال په دغو شپو ورځو کې په خونه کي د ځان تر بندولو، بې ځایه تشویش او ټینشن کولو او په فیس بوک کي یو پوسټ ورکولو او بیا ساعت په ساعت د لایکونو شمير ته تر انتظار کولو بهتره دا ده چي ځان ته وخت ورکړئ، ځان وګورئ، فکر وکړئ چي زه څومره ښکلی یم…. زه څومره اهم یم….. که زه نه وای نو خلګو ته به څه ګټه او تاوان وو؟ زه څومره ښایسته او د خدای تخلیق یو شاهکار او نادره نمونه یم.
هسي خو اوس د کورونا له لاسه ژوند په ټپه ولاړ دی کنه ژوند ډیر ښکلۍ دی او ځان ډیر ګران هم دی،  او هغه نه وايي چي ځان د غره سلطان هم دی.

یوه بله خبره را یاده شوه…… افففف! وبښئ رانه هیره شوه…. ځه خیر بیا به را په یاد شي!


ښه، بله خبره دا چي تاسي ټول به ګورئ چي زما معلومات، علم، مسلسل محنت، کوښښ او دقیق ریسرچ دی نتیجې ته رارسیدلي چی په ۲۱۲۰ کي خامخا یو بل مصیبت د نړۍ ښه راغلاست کوي (که دنیا پاته وه او ژوند وو.) دا واري وایرس وو، زما په نظر بل وار د بیکټیریا، فنګس یا پروټوزون دی. ګورئ ما خو خپل فرض پوره کړ. ټول مي اوس لا خبر کړل. ټول باید له اوسه لا احتياط، استغفار او ذخیره اندوزي وکړئ، بیا چی څوک ونه وایي چي ولا وروره جانه! زه خو نه وم خبر…!

امممم…. هغه خبره را یاده شوه. هغه دا چي ژوند ډیر ښکلی دی. او لکه څنګه چي ښه وخت زر تير شي هم هغسي بد وخت هم تیر شي. ما ویل چي دغه ټول هیوادونه لکه چین، ایټالیا، هند، روسیه او پاکستان چي زموږ تر هیواد زر درجې پر مخ تللي، وسایل او امکانات لري، امن لري، روغتون لري، ډاکټران لري، قانون لري،  د کورونا وایرس په اړه دومره اندیښمن دي چي هر شی یي شټ ډاون کړی نو زموږ وطن چي خوار او د غربت او بېوزلۍ تر کرښي کښته دی، نه وسایل لرو، نه امن وامان، نه روغتون، نه ډاکټر، نه قانون او نه پیسه، په داسي حال کي چې دولت د اجتماعي او محسوسو اقداماتو له لارې د قوانینو له نافذولو څخه عاجز او مفلوج دی، نو لطفاً! خپل او د وطندارانو خیال خپله وساتئ،  هر څوک دې انفرادي کوښښ وکړي چي ځان او افغانستان له دې وایرس څخه وژغوري. خدای مکړه که اوس احتیاط ونشي بیا معاملات زموږ له لاسونو وتلي بولئ.

لطفاً کورونا جدي ونیسۍ.

بله خبره دا چي موږ له یوې خوا د کورونا له غضب سره مخامخ یو، له بلې خوا مو مشران په ارګ نه سره جوړیږي.
دریم لاس دښمن مو له بې اتفاقۍ فایده اخلي او دلته او هلته یې د بمي چاودنو له لارې سلګونه هیوادوال په شهادت رسولي دي. خپل منځي جګړو، اختلافاتو او نا اتفاقي له لاسه امریکا رانه خفه شوي ده او خپل “نعمت” یي راباندي درولی، هسي ما ویل چي اوس خو مو مجازي خدای رانه خفه شوی،. که دا مو حالت وو زه ویره لرم چې هسې نه چي حقیقي خدای مو هم رانه خفه شي او خپل ټول”‍نعمتونه” راباندي ودروي….! 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply