د ملا فاضل خبرې

0 761

د ملا فاضل خبرې :

تقوی، وحدت و اطاعت

ان العهد کان عنه مسؤلا

انسان بايد ژمن اوسي. د ملا فاضل خبرې تخريبي هڅونې او د قطر د دويمځلي او نورو کړو ژمنو سره په ټکر کې دي

د افغانستان حکومت اوس بايد د نوموړي خبرې له عدلي و هر اړخيز پلوه تعقيب، له قطر، خليلزاد او نورو شريکانو سره پرې ژور هر اړخيز بحث وکړي

نوټ : د افغانستان د دولت موقف او پاليسي له انقلاب راهيسې تر ننه پورې د ټولو حکومتونو دا ده چې هېچا تر اوسه پورې مجاهدين و طالبان ملحدين، مرتدين او مشرکين نه دي ګڼلي. البته د اشرارو، تورې ارتجاع او داسې نورې کارونې کارول شوي، خو دا ډول عقيدوي کارونې ورته نه دي کارول شوي. سمه ده چې طالبانو، القاعدې او داعشيانو يو بل ته دا ډول عقيدوي ګوتڅنډنې او ګواښنې کړي دي. ان تر دې چې ابوبکر البغدادي ملا محمد عمر ته د ناپوه ونالوستي او د جنګسالار کارونې کارولي دي. د نورو له نظامي وڅارګري سوړو سياسي فتواوې د اعتبار وړ نه دي. فتوی بايد شرعي جواز ولري.

زما مشوره خپله ملا فاضل او هم د طالبانو مشرتابه او نورو ټولو لوړ پوړو چارواکيو ته دا ده چې له دا ډول بېځايه تور پورې کونې ((بُهتان / افتراء)) څخه ځانونه په کلکه وساتي. سياست يو څه او ديني عقايد و معتقدات بل څه دي. د قطر د سياسي

دفتر د سياسي دفتر اعتبار او لاسته راوړنې لپاره جنګ، د افغانستان د حکومت پرسونل او د عام ولس وژنه په هېڅ دک ودليل روا نه ده. که ملا فاضل او يا هم د طالبانو مشرتابه، مشرتابه شوری او مفتيان يې د اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث)) او ان د فقهاو په نزد داسې کره (مستند)، مستدلل او مقنع لاسوندونه ((ثبوتونه)) راوړاندې کولی شي، نو ډېره ښه ده که نه، نو پر خپلو کړووړو دې له سره ښه ژور سوچ وکړي چې خدای مه کړه د نورو د څارګري موخو د مخته وړلو لپاره وړيا (ارزانه) او اجرتي قاتلانو په تعريف کې رانه شي. دروغ او تور پورې کول ښه کار نه دی. انسان بايد هسې بېځايه د څارګري موخو د لاسته راوړلو او تپل شوي جنګ لپاره خپل ځان مفتري وکاذب نه کړي. دا ډول کړنې د ايمان د زوال خطره ده.

تقوی :

تاسې د امارت اسلامي پخوانيو علماو او مجاهدينو موږ سره تقسيم کړلو، او موږ سره ووېشلو او موږ سره کمزوري کړلو.

نو د هغوی په ځواب کې مو دا خبره ورته کوله چې تاسې په افغانستان کې هاغه نظام راوړی دی چې هغه د افغانستان فاسد نظام دی او د افغانستان غله دي. تاسې هغوی د افغانستان پر مظلوم ولس اوس هغه طعم ګرځولي دي.

نو د هغې سبب څه شی دی؟

نو هغه زموږ تصرف او سرته رسول او زموږ ترمينځ اتفاق راتګ او نه بې اتفاقي هغه څه شی دی؟

هغه تقوی ده چې د مجاهدينو په مينځ کې دغه درې شيان وي : چې هغه تقوی (۱) وي، وحدت (۲) وي او اطاعت (۳) وي. ان شاء الله دا ۴۸ ملکه راغلي ول او ۴۸ يا ۵۰ نور ورسره ملګري (کومکي) ول او همکاري يې ورسره کوله.. مالي، نظامي او مشورتي ټوله مرسته يې ورسره کوله. هغوی نور هېڅ نه شي کولی. که په موږ کې تقوی موجوده وي او موږ د جهاد او د اسلام او کومه طريقه چې د اصحاب کرامو وه پر هغې موږ ځانونه برابر کړو، او هغه معيار کړو او هغې معيار ته ځانونه ورواچوو، نو ان شاء الله چې هېڅوک به پر موږ باندې کاميابه نه شي.

هدف (موخه) :

[د امارت سياسي و نظامي سرنوشت]

او هدف خو تاسې خپله وليده چې تېر ځل مجاهدينو څنګه جهاد وکړ؟ رهبرانو جهاد وکړ او مجاهدينو قرباني ورکړه. علماو او  ځوانانو قرباني ورکړه. اوس چې د تنظيمونو او رهبرانو په مينځ کې مشکلات او اختلافات راغلل هغه جهاد يې له خاورو سره خاورې کړ او د خپل ځان سرنوشت يې د بل چا په لاس ورکړ. اوس د امارت اسلامي نظامي، سياسي او شرعي سرنوشت د امارت اسلامي د قائد او د رهبر په لاس کې دی. او مخکې تېر تنظيمونه چې ول د دوی پر سر باندې نورو خلکو فيصلې کولې. جهاد دوی وکړ او سياسي فيصله (پرېکړه)، سياسي استفاده او ګټه نورو خلکو يووړله. په نظامي ډګر کې خو الحمد لله دا ټول مجاهدين دي او تر (له) موږ ډېر معلومات دوی ته شته چې څومره بېحسابه او بېشمېره قربانۍ دې ولس ورکړلې، مجاهدينو ورکړلې او دې ولس ورکړلې.

سياسي ډګر (سياست) :

او په سياسي ډګر کې لکه تاسې چې اوس وينئ؛ يعنې د څو کالو په شاوخوا کې يعنې تقريبًا د يو کال په شاوخوا کې چې هغه مخکېنۍ لاسته راوړنې، هغه کاميابۍ هغه هم د دغو ځوانانو او د دغو مجاهدينو برکت وو. هلته په قطر کې چې سياسي دفتر ته خلک په يوه سترګه ګوري هغه محبوسين، هغه مظلومان، هغه محبوسين وروڼه چې په محبسو کې دي او هغه مجاهدينو چې قربانۍ ورکړي دي يا هغه مجاهدين چې دلته ناست دي، يا په سنګرو دي هغه د دغو د غيرت او ايماندارۍ لپاره په يوه سترګه ورته ګوري.

نو (که) دا مجاهدين چې په ډګر کې او په دې ځای کې کاميابي نه وي، نو هلته بيا سياسي دفتر هېڅ بې فايدې (بې ګټې) دی. او سياسي دفتر به هغه شيان تعقيبوي هغه چې د مجاهدينو ارزو او د مجاهدينو خواهش دی. له هغوی به تخطي نه کوي او د هغو مجاهدينو قربانۍ به نه ضايع کوي. او د شهيدانو چې کوم ارمانونه دي او کومې وينې چې د شهيدانو دي ان شاء الله چې له هغوی سره به خيانت نه کوي.

وحدت و اطاعت :

او بله خبره دا ده چې اطاعت دی. زموږ د کاميابۍ او بريا لوی سبب څه شی دی؟

هغه وحدت او اطاعت دی. زموږ پر سر چې هر مشر مقرر شي يا هر ملګری مقرر شي، که کشر وي يا مشر هغوی يې اطاعت کوي. د أمير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد مرګ چې راښکاره شو، له هغه پسې منصور صاحب مرحوم چې الله تعالی دی يې شهادت قبول کړي هغه امر شو. د هغه اطاعت خلکو کولو.

ډېر خاص خلک، هغه امتياز غوښتونکي، ماديات غوښتونکي او ماده پرسته خلک چې هغه د خپلو خصوصي (شخصي) خواهشاتو په خاطر باندې يا د خپلو شخصي اغراضو په خاطر باندې يا د بل چا تر تاثير لاندې راغلی دي جلا شول ، نور ټول امارت الحمد لله متحد دی. علماء، مشران، کشران او شيخ صاحب محترم مو امير دی او زموږ امير به وي ان شاء الله. که دی نه وي بل داسې استاذ عالم  به وي چې د هغه اطاعت به موږ کوو. ترڅو چې امارت وي موږ به ان شاء الله د خپلو مشرانو دغسې اطاعت کوو لکه څنګه چې د اطاعت فريضه ده.

څه شی چې مشران راته وايی هغه به کوو او له څه شي چې راته نه وايی هغه به نه کوو، نو زموږ کار به کامياب وي. او که حساب په خواهشاتو باندې کوو، نو زما خواهشات دا دي چې دغسې وکړه او هغسې وکړه، نو هغه بيا په هغه ساعت کې کاميابي نه شوه. زموږه د کاميابۍ سببونه دغه درې دي :

نه موږه امريکا ته تللي يو، نه اروپا او نه بل ملک ته تللي يو چې نن امريکا په چغارو او بغارو ده چې دوی راځي او زموږ له مشرانو سره کښيني. پرون د امريکې خارجه وزير محترم ملا برادر اخوند ته ويلي وو :

((دا زموږ راتګ تاسې ته په دنيا کې دا ستاسې يو حيثيت دی)).

مخکې به دوی ويل :

((دا تروريستان دي او دا الحاديان دي)).

دوی بغاوت کړی دی. يا به يې وژنو، يا به يې بنديانوو او يا به يې له دې ملکه وباسو.

نن مجاهدين د دوی په مخکې پراته دي او وايی موږ ته لاره راکړئ چې موږ له افغانستان څخه ووځو. الله تعالی عز وجل دې موږ له تکبر، غرور او لويي څخه وساتي. الله تعالی دې موږ پر هغه لار روان کړي کوم چې صحابه کرام، زموږ اسلاف او زموږ مجاهدين پرې روان ول. نو که موږ تکبر ونه کړو، لويي او غرور ونه کړو، نو ان شاء الله چې موږ به کامياب يو او کاميابي به د اسلام او زموږ د مجاينو په نصيب (برخه) وي.

د پرون هغه د تکبر خبره خو مې تاسې ته وکړله چې ټرمپ / پمپيو دغسې ويل، نو الله تعالی دې يې دغسې ناکامه کړي لکه ناکامه چې ول. خير دومره بې اتفاقی خو يې را کې رانه وستله، خو که نورې څه خاص خبرې شوې، يا څوک خوابدي شول او يا د نورو شخصي اغراضو لپاره څوک خفه دي، نو هغوی به خوشاله شول او ډېر کم خلک پاتې دي. نو کوشش به د دې کوو چې زموږ مشران او کشران له خلکو سره داسې اخلاق ونه کاروو. داسې اخلاق بايد له عامو خلکو او مسلمانانو سره وکړي لکه د نبي عليه السلام له اخلاقو نه به چې خلک متاثره کېدل او په اسلام کې به داخلېدل.

زموږ او ستاسې له اخلاقو نه خلک بايد داسې متاثره شي چې هغوی له فاسدې ادارې څخه راجلا شي او زموږ د اسلامي امارت صف (ليکو) ته راشي. خدای ناخواسته له موږ او تاسې څخه داسې اخلاق ونه شي چې هغه مخکېني ډبول، او يا وهل، بنديانول او کانتينرونو کې چې بيا خلک را نه  په تنفر او په نفرت کې واچوي. له هر مجاهد څخه موږ دا خواهش کوو چې وروڼو ډېرې خوارۍ مو کړي دي او ډېرې قربانۍ مو ورکړي دي. له هر مجاهد نه چې پوښتنه وکړې د چا ورور، د چا دوه، د چا درې يا د اکا زوی، يا د عمه زوی يا د خاله زوی يا اکا دا په شهادت نه وي رسېدلي. داسې کور به نه وي چې په هغې کې دې غم نه وي راغلی. هغه په څه شي باندې؟ هغه د دين په خاطر باندې، د اسلام په خاطر باندې، د قرآن د حاکميت په خاطر باندې، د لااله الا الله کليمې د اعلی په خاطر باندې، نو دا خپله قرباني بايد ضايع نه کړو، خپل شهيدان بايد ضايع نه کړو.

اتفاق :

که موږ اتفاق واخلاق وکړل. له خپل رب سره مو اخلاص وکړ او له خپلو مشرانو سره مو اخلاص وکړ او له خپل آمره سره مو اخلاص وکړ، نو ان شاء الله چې موږ به کامياب يو. نه به امريکا پر موږ کاميابيږي او نه به روس پر موږ کاميابيږي او نه نور، نو ان شاء الله چې ټول ملګري دېته ښه متوجه دي.

نن تا په رسميت څه پېژني؟ روسيه درته زارۍ کوي، چين درته زارۍ کوي …. هغه د اتفاق سبب دی. هغه د وحدت سبب دی. هغه د اطاعت سبب دی. بل هېڅ څه شی نشته. نه ملا برادر اخوند پروفيسور دی چې پرون له بنديخانې څخه راخلاص شو او نور دغه ډول اشخاص لکه تاسې چې ناست ياست هغوی هم ستاسې په شان انسانان دي. د دغه دين، د اسلام او د افغانستان له مسالې (مظلوم ولس) نه دفاع کوي. دغه سياسي څېرې لکه مجاهدين چې په سنګر کې پراته دي.

نه زه خپله او نه ملا برادر اخوند خو سياسي خلک نه يو. تاسې ته خو معلوميږي چې نه په سياست پوهېږم او نه مې په سياست باندې سر خلاصيږي، خو غرض مو دا دی چې د سنګر کار خو به نه پرېږدو. ان شاء الله تر هغه وخته چې ژوندي يو له هغو مجاهدينو سره به مل او ورسره يو.

اطاعت :

بله مساله د اطاعت ده چې اوسنی موجوده نظام د کابل دا فاسد نظام وينئ چې د دوی په مينځ کې څه ډول حالات دي؟ څه ډول اختلافات دي؟ څه ډول اختلاف دی؟ څه ډول تفرق دی؟ نو له دې څخه بايد موږ عبرت (پند) واخلو.

اتفاق او ښه سلوک ته رابلل :

کفار دا نه غواړي چې دوه مسلمانان پر يوه لار سره روان شي. ځکه چې په دې کې د مسلمانانو ګټه ده. قوت يې دی او په ضُعف او تفرق کې يې د کفارو فايده ده چې ضُعف پکې راشي. نو دا درې شيان چې ما درته وويل چې دغسې امريکايان و کفار به کوشش کوي، بيا به هم کوشش کوي، دنياوال او نور به هم کوشش کوي چې زموږ وستاسې ترمينځ اختلاف، تفرق او بې اتفاقي راولي. زه دلته راغلی يم او له هر ملګري نه چې ما پوښتنه کړې ده چې ته په څه شي (ولې) خوابدی يې؟ ما داسې يوه نقطه نه ده پيدا کړې چې رښتيا دغه نقطه خو د دغې ملګري پر ځای باندې ده.

بس له ګيلې، مأيوستوب او خواهشاتو (معيشاتو) او په کار (واک) کې نه راتګ (راتلل) و اخر دغه شيان دي. ما دغسې غيرشرعي غوښتنې چې يوه قوي نقطه دې وي نه ده پيدا کړې چې يو څوک ورته لاس (ګوته) ونيسي، نو ډېر (اکثره) ملګري پر دغو شيانو باندې خفه دي. بايد ملګري کوشش وکړي چې هغه خوابدي ملګري خوشاله کړي او کوشش دې وشي چې مجاهدين د ولس له خلکو سره ښه ډول سلوک او ښه انسانيت ورسره وکړي.

زموږ راتګ او له زندان څخه راخلاصول دا د دغو مجاهدينو د قربانۍ برکت دی. د ګوانتنامو په زندان کې دېرش يا پينځه دېرش تنه زندانيان ول چې اوس هم پاتې دي. موږ پينځه کسه له هغو کسانو څخه وو چې د امريکايانو په عزم او قصد سره به تر اوسه پورې بنديان وای. زموږ د بند وخت معلوم نه وو چې څه وخت به خلاصيږو؟ له هغه ځايه څخه د مجاهدينو د وحدت برکت دی، د قربانۍ برکت دی چې امريکا يې په دې مجبوره کړله. کنه، موږ ته به يې ويل چې ستاسې خلاصېدل نشته او نه به خلاصېږئ، خو دا د دغو مجاهدينو قربانۍ دي چې الله تعالی عزوجل د دوی د قربانۍ په برکت او ثمره موږ راخلاص او نجات يې راکړ.

د الله تعالی له فضل څخه پرته د دنيا له انسانانو له بل هېچا څخه مو دا اميد نه وو چې موږ به راخلاص کړي. يا به مو څوک واسطه شي چې ورته ووايی چې دا خلک راخلاص شي. نو دا زموږ اميد نه وو، خو دوعا به مو کوله چې يا الله تعالی زموږ د خلاصون اسباب ته رابرابر کړې. دغه وو چې الله تعالی راخلاص کړلو، راغلو قطر ته او په قطر کې پينځه کاله موږ نظر بند وو. زموږ پر کورونو باندې پيره داران ولاړ ول او مسلمانان باعزته خلک ول.

پروسږکال چې خبرې شروع شوې او له امريکايانو سره مو خبرې وکړې چې تاسې خو له موږ سره د يو کال لپاره معاهده کړې وه. تاسې په دغې کې غدر کوئ. تاسې لا تراوسه پورې له موږ سره د افغانستان په موضوع باندې غږ (خبرې) نه کوئ چې هغه له تاسې سره د افغانستان پر سر يوه غټه موضوع ده. تراوسه پورې پر موږ باندې پيره داران ولاړ ول او طعن به يې راکولو. تراوسه پورې موږ د قطر د استخباراتو په تور لېست کې وو چې ميدان ته به راوتلو، نو هغوی به راسره راتلل او موږ به راوتلو. تراوسه پورې موږ باندې دغه تور وو. کله به چې موږ د قطر ميدان ته راغلو، ويل به يې چې تاسې به څه نه وايئ چې دستي معلوميږئ. تراوسه پورې دا پينځه کال موږ دغسې وو، که بنديان نه وو، نو شبه بنديان وو.

د تېلېفون اجازه مو نه درلوده ،چې کال پوره شو ما په تيلېفون کې څه خبرې کړې وې، نو بيا امريکايانو قطريانو ته ويلي وو چې دا سړی بيرته بندي کړئ چې دا سړی په تېلېفون کې له مجاهدينو سره خبرې کوي. دا مجاهدين ناست دي، ”ما هېڅکله دا خبره نه ده کړې چې ته لاړ شه جنګ وکړه او يا پلانی پلانی وکړه“. هغه قطري مشر ته ما وويل چې ته په دې خپله وظيفه باندې مقرر يې، سبا ته تا له دې دندې لېرې کړې، نو ته دا خپل ماتخت باندې خپله خبره مني؟ ويلې (يه).

ما ويلې چې زه پيځلس يا شل کاله دې خپل ملک ته نه يم راغلی، نو زما خبره اوس څوک مني؟ چې وم نه او بيا زه ورته وايم. دا زما مسووليت نه دی او دا زما وظيفه نه ده. ويلې، هو، بس ورک يې کړه چې دا د امريکايانو خبرې دي. کېدای شي چې تا بيا ونيسي او بيا دې بوځي. بيا مو بله ورقه او بل تعهدنامه ورسره وليکله چې : ((موږ به بيا نه له چا سره خبرې کوو، نه به تېلېفون کوو او نه به ستړې مشي کوو)).

نو پينځه کاله که بنديان نه وو، خو بنديخانه وه. خو هغه الحمد لله، اوس دغه سياسي پروسه چې شروع شوله او محترم ملا برادر اخوند چې راغی هغه زموږ مشکل هم حل شو او د نورو ډېرو ملګرو مشکل هم حل شو.

توافقنامه :

او کومه توافقنامه چې ده هغه به ملګرو ليدلي وي، يا به يې ويلي او اورېدلې وي، نو هغه پر هغو شيانو باندې موږ توافق ورسره کړی دی چې د مجاهدينو او د افغانستان د ولس او د اسلام خير پکې دی او هره نقطه او هر لفظ مو په شپو شپو څېړلی دی او بيا مو رهبري شوری ته رالېږلی دی، بيا مو شيخ صاحب محترم ته ورلېږلی دی. بيا دې خوا ته رااستول شوی دی او بيا مو له امريکا سره پرې خبره کړې او توافق مو ورباندې کړی دی (منلی دی).

سياسي دفتر له خپل ځانه څخه دا فيصله نه ده کړې. هر څه (هره خبره) چې شوې په هغې باندې مياشتې مياشتې کار شوی دی. د هغې شرعي اړخونه، سياسي اړخونه او بيا په اخر کې شيخ صاحب محترم ته دوو تنو علماو تاييد کړله. هغوی ټولو ورته خپل شرعي نظر تېر کړ چې په دې کې هېڅ کوم شرعي نقصان نشته. دا يو تاريخي شی دی.

دا به موږ نه يو، زموږ اولادونه به نه وي، سل کاله بعد بيا خلک يې ګوري لکه په تېر کې چې شاهانو د ګندمک غوندې يوه توافقنامه ورسره کړې وه چې تراوسه پورې يې خلک په بده باندې يادوي، نو موږ کوشش کوو چې داسې شی ونه ليکو او يا داسې شی امضاء نه کړو چې په هغه کې د امارت اسلامي د علماو او د مجاهدينو، شهداو او زموږد امراو تاريخي خطا وي او يا تاريخي غلطي وي، نو هغه مو ورسره کړې ده. په اوس کې چې موږ کومه امضاء وکړه يا له امضاء مخکې مو ډېر کوشش وکړ، ډېرې خبرې مو ورسره وکړلې، خو بالاخره دېته ورسېدو چې موږ پر امضاء باندې سره متفق شولو.

قطر کې خبرې :

فقط / په قطر کې مو له امريکايانو سره دا خبره منلې ده چې په آينده (راتلونکې) کې به د افغانستان خاوره د هېڅ ملک او د هېچا پر ضد نه کارول کيږي (استعماليږي) چې په افغانستان کې به دلته خارجي (بهرني خلک راځي او اوسيږي به،چې بيا به د تېر په څېر داسې (هغسې) عمل (کار/فعاليت) نه کوي لکه هغه کوم کار چې تېر شو، نو په آينده (راتلونکې) کې به بيا هغه شی نه تکراريږي. او ”نور دوی به زموږ له خاورې وځي او زموږ له ملکه به وځي او خپل اشغال به ختموي“. او هغه کوم شيان چې موږ پر دوی باندې ايښي دي هغه به پوره کوي چې هغه پرسونل وي او يا هر څه چې په دې کې هم زموږ او هم د امريکا ګټه ده. فقط دوی اوس خپل ولس ته اطمينان ورکوي چې بيا به د افغانستان خاوره زموږ په ضد نه کارول کيږي.

افغانستان کې به بيا داسې خلکو ته ځای نه ورکول کيږي، لکه اوس چې زموږ مجاهدين … طيّب اغا چې پروسږکال تللی وو، يو کال يې په جلال اباد کې ورسره جنګ وکړ. دا هغه کسان ول چې موږ په دوی باندې خپل ايمان تړلی وو او دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل مشران قرباني کړل. دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل آمران قرباني کړل او زموږ ټول نظام پر دوی باندې ولاړ وو. هغوی راغلل او زموږ پر ضد پر کافر باندې ودرېدل او ويې ويل چې ((دا ملحدين دي، او دا مشرکين دي او دا اسلامي نظام نه دی)).

بېځايه تور ((لوی بُهتان)) :

د غني اداره او د امريکايانو شاوخوا دا ټول دوی له امريکايانو سره جهاد فرض (روا) نه بولي. دوی يوازې جهاد زموږ له ځوانانو، مجاهدينو او علماو سره فرض (روا) بولي. يو طالب چې وژل / شهيد کيږي دوی دېته خوشاليږي او وايې چې الحمد لله والمنة موږ يو مرتد مړ کړ.

که يو کافر مړ شي په هغې نه خوشاليږي. يو شيعه يا هزاره چې مړ شي پر هغې نه خوشاليږي. يو بل مجرم چې مړ شي په هغې دومره نه خوشاليږي، نو د دوی خاصيت ته تاسې وګورئ چې موږ امارت اسلامي پر دوی باندې ونړولو. بنديخانې پرې موږه تېرې کړې. غرونه او دښتونه يې په موږ باندې رنګ کړلې او له هغې سربېره دوی پر موږ باندې انقلاب وکړ او ويې ويل چې ((دوی مرتدين او يا مشرکان دي)).

په بنديخانو کې به مو ورته ويل چې ستاسې نظام دا يو اسلامي نظام – دا يو شرعي نظام نه وو. هغه وخت کې زموږ زړه ته ولوېده چې امريکايان راغلل او موږ فکر کولو چې دا اميرالمؤمنين دی او زموږ زړه ته نه لوېده چې اميرالمؤمنين به ولي. پر هغه به دوی هم اعتراف کولو چې دا خو زموږ کار نه وو. موږ ولې دا اسلحه نه درکوله، هغه خو زموږ کار وو چې موږ ولې دا درکوله. خلک به راتلل او په افغانستان کې به ځای پرځای کېدل. موږ دا پوښتنه نه کوله چې دا څوک دي؟

موږ ويل چې دا خو مسلمانان دي بل ځای نه لري. په داسې حال کې چې موږ به يې مشرکين ګڼلو. او شريعت يې شريعت نه مانه. نو خلاصه د خبرې دا ده چې ان شاء الله چې کاميابي، فتحه او نصرت راتلونکی دی. لږ صبر وحوصله غواړي او تاسې مجاهدينو ډېره حوصله کړې ده که لږه حوصله نوره وکړئ. الله تعالی دې په افغانستان کې د شهداو شهادت قبول کړي. الله تعالی دې زموږ محبوسين ملګري او هغه محبوسين چې په بنديخانو کې دي الله تعالی دې يې په خير راخلاص کړي. الله تعالی دې موږ وتاسې ټول بيرته افغانستان له صحيح اسلامي او شرعي نظامه سره ورولي.

سرې کرښې او د راتلونکي نظام بڼه :

او بله خبره دا ده چې که موږ له امريکايانو سره خبرې کوو او يا د کابل له ادارې سره دا زموږ لپاره سرې کرښې دي چې قائد به زموږه وي، امارت اسلامي به وي او شرعي نظام به وي. له دې موږ تېرېدونکي نه يو. له خپلو مجاهدينو سره قربانۍ هېرې نه کړئ او نه مو له شهداو سره خوارۍ هېرې کړئ او د محبسونو او خپلو خويندو ميندو او وروڼو د دوی قربانۍ هېرې نه کړئ.

که د امارت مشران او يا تاسو کې کوم يو راسره دا منلی شي چې دوی له ځان سره په نظام کې يوځای کړو، نو دوی به له موږ سره اسلامي و شرعي نظام او ګوزاره کولی شي. د تېر په څېر لکه چې علما به ول، طالبان به ول کولی شي چې له موږ سره ګوزاره وکړي او داسې نظام لکه دوی چې فکر کوي چې ”طالبان به د غرب د ادارې مربوط / جزء وي هغه هېڅکله څوک نه مني او نه ورسره چا په دې باندې خبره ورسره کړې ده“. او داسې کېدای شي چې مشرانو ملګرو خبره کړې ده چې موږ دوی ته يو ولايت ورکړو او يا موږ دوی ته يو وزارت ورکړو او داسې يو شی ورکړو چې دا کېدلی شي او موږ داسې يو شی بايد وکړو.

بنديان واجنډا :

موږ دغه مشرانو ملګرو دغسې يوه خطه ((نقشه / پلان)) برابره کړې ده / دی او د اوس لپاره ډېر کوشش د دې شروع دی چې زموږ پينځه زري ملګري چې په دې باندې موږ له امريکايانو سره ډېرې خبرې وکړې چې زموږ بنديان راخلاص شي. دوی به ويلې چې ستاسې بنديان به د کابل اداره راخلاصوي. موږ ورته ويلې چې نيولي تاسې دي، بنديان کړي تاسې دي،په تکليف کې کړي تاسې دي، ډوډۍ تاسې ورکوئ او راخلاصوي به يې د کابل اداره چې بيا په پينځه زره بنديانو باندې زموږ توافق سره وشو چې موږ به بنديان خلاصوو او هغه به قيد وشرطه پرته خلاصيږي او خپلو کورو ته به راځي.

بيا به موږ د کابل له ادارې سره يوه اجنډا جوړوو او پر هغه اجنډا به بحث ورسره کوو. هغه به زموږ علماء جوړوي. هغه به زموږ مشران جوړوي چې هغه شرعي او داسې اجنډا وي چې له شريعت سره په ټکر کې نه وي. بيا به موږ د کابل له ادارې سره پرې بحث کوو چې څرنګه سره پرې جوړېدلای شو او څنګه پرې سره خبرې کولای شو او څنګه سره مخته تللای شو او يا نه شو تللی؟

نو پرون نه آ بله ورځ د امريکې خارجه وزير کابل ته تللی وو، بيا قطر ته راغلی وو، له کابليانو څخه يې ډېر شکايت کړی وو. له ملا برادر اخوند سره چې ما خبرې وکړې، نو هغه (پمپيو) ډېر مأيوسه وو چې هغه خلک سره نه جوړيږي. تاسې له موږ سره څه ګوزاره وکړئ چې تاسې ډېر عمليات مه کوئ. تر هغه وخته پورې چې زموږ د تګ وي او تر څو دا بنديان نه وي خلاص شوي او يا خلاصون ته نه وي برابر شوي او يا زموږ وتو ته برابريږي. نو ملګرو وويل چې ملا صاحب په ډېره نرمه فضا کې او په ډېره نرمه لهجه ورسره دا خبرې وکړلې او د بنديانو يې دا اشاره وکړله چې بنديان به مو خامخا خلاصيږي.

ما خليلزاد په کابل کې پرېښی دی او هغه به له کابله دا کوشش کوي چې دا بنديان راخلاص کړي. اوس چې دی کابل دا بنديان نه خلاصوي. دا چې ولې نه خلاصوي؟ ځکه کابليان وايی که دا بنديان خلاص کړو، نو بيا طالبان له موږ سره خبرې نه کوي. هغوی خپل ملګري به خلاص کړي بيا موږ ته احتياج نه لري.

وروستی پيغام او ډاډ :

اوس لکه حکمتيار چې موږ راوست او تسليم مو کړ، نو دوی به هم دغسې تسليم کړو. د دوی بنديان به خلاصوو او دوی به راځي او له موږ سره به مشترک حکومت جوړوي، نو ان شاء الله چې هغه شی نشته. بس مجاهدين، ملګري او مشران دې مطمئن اوسي چې په اخر کې به داسې کار نه کيږي چې هغه د اسلام او د شريعت په خلاف باندې وي.

بس بله خبره مجاهدينو او ملګرو ته به اوس نه وي او که څه وشول، نو ….

اصلي بڼه يې دلته کتلای شئ :

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply