د امارت خيال پلوه بيا د خپل واک خوبونه ويني

سيد حسين پاچا

0 640

د امارت خيال پلوه بيا د خپل واک خوبونه ويني :

اسلامي نظام پر حقايقو مُبنی وي نه پر بواطلو

د مدينې د اسلامي نظام بنسټ اېښوونکی نبي اخر الزمان وو، خو د طالبانو بيا مقتدره حلقه او پنجابی جاسوس کرنيل امام وو

 

د مدينې د نظام پاليسي حراست د مسلمانانو وو. د هغوی مال، ناموس او د وينې توېيدنې مخنيوی (حُرمت) وو، خو د  بېګانه جاسوس کرنيل امام د اسلامي نظام پاليسي بيا د مسلمانانو وينه تويونه، ضرر رسول، غوغا او بېثباتي ده

 

 

کرنيل امام (سلطان تارړ) : ((د افغانانو وينه مرداره ده – پرېږده چې تويه شي)).

پاملرنه : که طالبان ځانونه افغانان بولي، نو بيا خو دوی هم د دغه بېګانه دښمن رياستي جاسوس له حکمه مستثنی نه دي او که ځانونه افغانان نه بولي، نو بيا ….

زموږ د مجاهدينو د سوچه اسلامي نظام، د طالبانو د اسلامي امارت او د داعش اسلامي خلافت بنسټ اېښوونکي بيا سيمه ييز او نړيوال بېګانه قوتونه و لوبغاړي او څارګريز سازمانونه دې چې ادعاء ومدعاء، کړنلارې او کړه وړه يې سره يو له بل سره په ټکر کې دي.

پر الله تعالی و رسول صلی الله عليه وسلم څوک د انتقاد حق نه لري، ولې پر نورو ډلو ټپلو او اشخاصو چې له بهره او ناشفافه سوړو خړوبه کيږي د سپيناوي حق لري. د انبياو د تمويل او د عايد مدارک او لاسوندونه روښانه، خو زموږ ناروڼه دي. د امارت لېونيان بيا دا ستونزه درک کړي.

 

ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي أحسن

قل هذه سبيلي ادعوا الی الله علی بصيرة انا ومن اتبعني …

 

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

·         ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟

·         د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟

·         څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

 

دا چې دغه علی البدل مخلوط پينځه څنډی/سری (Pentagon)، شپږ څنډی/سری (Hexagon)، اووه څنډی/سری (Heptagon) او اته سری څنډی/ (Octagon) چې مخينه يې له KGB پيليږي، له RAW تېر شوی او اوس د ISI په لاس لوبيږي، د عربو په غېږه کې پروت، له VAJA سره هم يارانه پالي. له MSS سره هم روږدی دی او اوس له دوو نورو نويو سوړو CIA & MI6 سره هم په نوې يارانه راغلی او لا زياتوي : ((په دې مذاکراتو کې به د غلامې ادارې يوازې يو کس موجود وي چې د حکومت په ډول يې موږ نه پېژنو.)) مقتدرې حلقې ترې د خپلې لوبې توپ جوړ کړی چې کله يې يو لوبغاړي او کله يې بل لوبغاړي او کله يې د rugby په څېر د ډېرو لوبغاړو پښو ته ورواچوي او لوبه پرې کوي. په دې نه پوهيږي چې زه د نوې غلامۍ په بڼه برمته يم. د مقتدرې حلقې په کنايي وصريحي اصطلاحاتو په کارولو سره ((د افغانستان مساله د کشمير سره تړاو لري)) نه پوهيږي او يا يې پرې سر نه خلاصيږي او يا يې څوک پرې پوهېدلو ته نه پرېږدي. له دې لا ښه ترا جوتېدای شي چې د ۶۹ ځوانانو له ډلې يې يوه ۳۵ کسيزه ډله جوړه کړه چې هغه د کار خلک دي او زموږ لپاره ډېر څه کولی شي په هغه کې ملابورجان هم وو. زموږ داسې کسان په کار وو، هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي، خو عباس ستانکزی د هرو شړمبو مچ دی.

 

***      ***      ***

نصيرالله بابر :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

***      ***      ***

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

د درېواړو، بلکې د ټولو نچوړ (لنډيز) :

Ø      ناارامي، شور وغوغا (انارشي)،

Ø      اوږدمهاله جګړه،

Ø      په لږ (کم) لګښت) اوږد مهاله جګړه مخته وړل،

Ø      د افغانستان کمزوري کول او د پرمختګ مخنيوی،

Ø      د زمکني تماميت وخپلواکۍ ګواښنه،

Ø      د ولس محتاجول (فقر) او بنسټيز بنسټونه يې نړول،

Ø      ديني ومذهبي صبغه کارول چې مشروعيت يې له هر اړخيز پلوه مدار د اعتبار نه دی،

 

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

 

د خپل کمپ غونډ / نظامي قشلې له يو افسر نه د کرنيل امام پوښتنه او د هغه ځواب :

د خدای په لاره کې د جهاد لپاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري.

 

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

 

د فتوی مستحق څوک دی؟

يو ديني هر اړخيز عالم يا بااعتباره مرجع؟

که نظامي افسر؟

هېښنده لا دا چې جهاد په افغانستان لپاره کوي، خو فتوی ورته د خپل کمپ له يو افسر نه کوي چې هغه هم روښانه نه دی؟

ايا له ديني اړخه د کرنيل امام د خبرې پر بنسټ يوه ارامه او رسوخداره ټولنه او د نصيرالله پر خبره Afghanistan must be destabilised د يو هېواد د بېثباتونه په دې پار چې بيا د خپل مشروع حق ((خاورې)) غوښتنه تر اټک Indus river پورې ونه شي کړای.او د پېښور په بالاحصار کې يې ورته وسلې او پيسې ورکړې او د جنرال اختر عبدالرحمان په خبره چې “Kabul must be burn!” او د ضياء الحق په خبره چې ((پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي، افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي))، او د ميرزا اسلم بيګ پر خبره چې ((بېنظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!)) او د شيري رحمان په خبره چې ((په افغانستان کې هر حکومت بايد د پاکستان په خوښه وي، کنه د افغانستان په نوم په نړۍ کې هېواد ځای نه لري)) او د حميدګل په خبره چې ((سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)) او د کشميري سردار عبدالقيوم په خبره مشرف ته چې ((امريکايان بايدداسې بريدونه وکړي،چې دکابل دوړې موږ په اسلام ابادکې ووينو)) او د شهباز شريف په خبره چې ((د کشمير په قيمت په کابل کې سوله نغواړو)) او ((د کشمير لپاره بايد کابل په اور کې وسوځي!)) او د سرتاج عزيز په قول : ((طالبان د اوږدې جګړې توان لري)) او د مولانا محمد خان شيراني، مولانا سميع الحق او د قاضي حسين په خبرو چې :

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) نصاب کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک جنګ ته چمتو کړای شي.

 

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

·         ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).

·         دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).

·         دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)

·         ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).

·         د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

 

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

·        In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

 

·        “In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.” 

 

د ميجر عامر سپينی خبرې :

((مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی ، طالبانو حکومت مو ړنګ کړ ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … !))

 

يا دا نورې بېلګې :

اليس وېلز : طالبان سولې ته چمتو کړئ، که نه افغانستان ته يې ولېږئ

قريشي؛ د افغانستان او کشمير مسلې له يو بل سره تړلي دي

شهباز شريف : ناممکنه ده چې هم کشمير کې بوخت شو، هم لويديځ سره افغانستان کې مرسته وکړو

[[شهباز شريف : دا ممکنه نه ده چې کشمير دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي….]]

[[داسې نه شي کېدای چې په کشمير کې جنګ وي او کابل امن وي.]]

سراج الحق: پاکستان دې په افغانستان کې امن راوستل په کشمير کې امن راوستلو پورې وتړي

[[ځينو پاکستاني سياستوالو ويلي، داسې نه شي کېدای چې کابل دې امن وي خو په کشمير کې دې اور بل وي. د دوی اشاره په قطر کې د افغانستاند سولې خبرو ته وه چې د پاکستان په مرسته طالبان له امريکايانو سره خبرو ته کښېنول شوي دي.]]

کويټې شورا ته د طالب مشر پيغام، د کشمير لانجې مو مذاکرات په لغته ووهل

پاکستان امريکا ته په زغرده ويلي دي چې د افغانستان سوله د کشمير په بيه کېدای شي او خرابېدای هم شي.

ميډل ايسټ ای: د اماراتو وليعهد له امريکا د طالب مشرانو د ترور کولو غوښتنه کړې

خواجه اصف: عمران خان هر څه په اوبو لاهو کړل

پروېز مشرف :

((امريکا دې له موږ سره د حقاني شبکې پر سر ګوزاره (نرم چلند وکړي)).

ان تر دې چې آغلې کلينټن خو لا دا هم ويلي وو :

((پاکستان په لستوڼي کې ځانته ماران ساتي)).

اغا شاهي :

ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

·         وسله به د دوی پر لاس ويشي

·         وسله به د دوی پر خوښه ويشي

·         کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

 

Making the water boil in Afghanistan

by Praveen Swami
/ The Hindu

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

 

مشاهد حسين او طلعت حسين :

د افغانستان مسأله له کشمير سره تړاو لري يا د کشمير پورې تړلې ده.

 

د برتانوي او امريکايي چارواکيو په زغرده او راڼه پيغامونه :

برتانوي سفير شيراد کوپرکول :

څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې :

((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

 

د سي آی ای پخوانی مشر بروسريډل :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

 

محمد زمان مزمل :

[محمد خالد د ارواښاد صمد حامد خوری]

ښاغلي محمد زمان مزمل د يو چا په تړاو د ارواښاد  صمد حامد د مړينې په پار داسې ويلي وو:

دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

په پرتليز ډول د شننې له مخې :

چې ضياءالحق، کرنيل امام او د سرتاج عزيز د خبرو پر بنسټ چې نظاميان + استخبارات + سياستوال [حکومت] موږ ته يو او له يو مورچله په يوه خوله هماغه يو شانته ډز کوي، لکه دلته :

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

must boil at the right temperature

په افغانستان کې بايد په يو مناسب حرارت اوبه ووېشل شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

کرنيل امام  :

څنګه يو اوږد مهاله جګړه په لږ لګښت مخته يووړل شي؟

سرتاج عزيز :

طالبان د اوږدې جګړې توان لري.

 

خو بل لور ته که ځير شو چې :

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

 

حميد ګل :

زه چې په کابل کې د احمد شاه په مېلمستون کې اوسېدم، نو عبدالله ته يې زما د پالنې (خدمت) دنده ورسپارلې وه او زما به يې خيال ساته.

((حکمتيار وحقاني دواړه زما په شان سوچه پاکستانيان دي)).

بيا له بل لورې بابر، حميدګل، امام او مولانا سميع الحق ټولو طالبان په ګډه خپل بچيان ((زامن)) او شاګردان ګڼل، نو د معمول له مخې خو بچيان د خپل پلار او د استاذ خبره مني. طالبان بايد دا روښانه کړي چې دوی د چا مني؟ د ولس او که د بېګانه وو؟ دا چې ولسمشر غني وايی چې ((طالبان او پاکستان پر يو بل متکي دي يا دا چې طالبان بايد خپلې اړيکې له پاکستان سره تعريف کړي)) طالبان يې بايد ولس ته ځواب ورکړي.

 

اينجنير احمد شاه احمدزی :

زموږ په جهادي رهبرۍ کې د دې استعداد (ظرفيت) نه وو يا په بله مانا له سياسي پلوه ډېره کمزورې وه. له، سيمه ييز (منطقوي) او نړيوال سياست خو لا څه ان چې له کورني سياسته هم ناخبره وو. ځکه خو زموږ جهادي رهبرۍ ترې په لوی لاس محرومه او په ډېره اسانه د پرديو د لوبو ښکار شوه.

 

نيوکه او ننګونه :

زما نيوکه او ننګونه د طالبانو پر اسلامي امارت دا ده چې :

د کرنيل امام رول د ملا محمد عمر په ټاکه او د اميرالمؤمنين لقب په ورکونه کې :

زمونږ د يو لايق شاګرد چې خدای د خبرو کولو ډېر ښه استعداد ورکړی و. په خپله وينا کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د امير المومنين لقب ورکړي همدا و چې ملا محمد عمر مجاهد د امير المومنین په توګه ومنل شو. دا داسلامي نظام اساس و چې هغې کې باچايان او ولسمشران نه وي بلکې اميران وي، لکه امير المومنين حضرت عمر فاروق رض.

 

ديني اړخ :

يا للعجب! مسمیّ او مسمیّ به روښانه يا په بله مانا کرنيل او محمد محمد عمر روښانه، خو اسم آله زموږ يو لايق شاګرد مجهول دی. علت او موخې يې روښانه، خو قرينه يې د ملا صاحب ښکلی او دنګ چې له نورو نه په وېښتانو او سترګو کې توپير درلود د داسې يو اسلامي نظام لپاره چې پرتله يې د اسلام د ستر دويم خليفه حضرت عمر سره کړې ده. حال دا چې د خپل راتلونکي ځايناستي لپاره د شپږ تنو يوه کمېټه وټاکله :

عبدالرحمن بن عوف، سعد ابن أبي وقاص، طلحة ابن عبيدالله، عثمان ابن عفّان، علي ابن أبي طالب او زبير ابن عوّام. دا شپږ واړه له عشره مبشره وو هم ول.

نو کرنيل امام بېګانه جاسوس او مجهول شاګرد يې په کوم معيار کې راځي؟ حال دا چې نوموړي خپلې موخې په دريو واضحو ټکو کې په ګوته کړي او ګروهه (عُقده) او ايډيالوژي يې چې ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي)) څنګه توجيه کړو؟

 

حال دا چې له نبي عليه الصلاة والسلامه راواخله تر تبع تابعينو او نه زموږ نورو ائمه وو تر علماو محدثينو پورې چا د مسلمان وينه مرداره نه ده بللې، بلکې تويونه يې حرامه ده، خو زموږ د اسلامي نظام او د اسلامي امارت دغه بېګانه جاسوس لوبغاړی د کوم علمي صلاحيت له مخې مرداره او توېيدنه يې روا بولي؟

 

د نص په رڼا کې خو راشده خليفه ګان او صحابه کرام هغه ډله ده چې قرآن يې وضاحت کړی چې ((والسابقون الاولون من المهاجرين والانصار والذين اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم ورضوا عنه)) څښتن تعالی له دوی او دوی له هغه خوښ دی. که يې ديانتًا او ايمانًا يې سره ووايو ايا له موږه پخپل کور کې د خپل کور غړي خوشاله دي؟

 

عمر رضی الله عنه :

If a dog dies hungry on the banks of the River Euphrates, Umar will be responsible for dereliction of duty.—(Umar)

He also knew that just having a vision is not enough unless it is supported by effective strategies. He didn’t only have a vision; he truly transformed his vision into actions. For example, to ensure that nobody sleeps hungry in his empire, he used to walk through the streets almost every night to see if there is any one needy or ill.

که د فرات د سيند پر غاړه يو سپی له لوږې [تندې] مري، نو عمر به يې د شفافيت (روڼوالي) ځواب ويونکی وي.

هغه پوهېده چې د نياو [عدالت/انصاف] لپاره تنها نظريه بسنه نه کوي، بلکې ملاتړ او يوې قوي [مؤثرې] ستراتېژۍ ته اړتيا لري. نه يوازې ليدلوری، بلکې يوې سمې بدلوني نظريه يې په عمل کې لرله. د بېلګې په توګه : د هغه د خلافت [امپراتورۍ] کې بايد هېڅوک په لوږه بېده نه شي. هره شپه به خپله په کوڅو کې ګرځېده د دې لپاره چې څوک خو به اړ او يا ناروغه نه وي.

له بده مرغه زموږ پرونيو او نننيو پرېښتو د انسان وژنه دومره بې ارزښته کړې او په وژلو سره يې وايی : ((که جنتي وو، نو جنت به ځي او که جهنمي وي، نو جهنم ته به ځي)) او موږ پرونيو ورته د ((زاړه کندهار)) اصطلاح کاروله. د فتوی مرجع مو دومره ځانته اسانه کړې وه.

همدارنګه زموږ د ارګ مېشتي او لوړپوړي او داسې نور دې دېته سوچ وکړي چې زموږ څه حال دی؟ د ارګ په څو ميترۍ کې خلک ترور کيږي، وژل کيږي او څوک له لوږې او احتياجه کړيږي، خو زموږ پرې چرت هم خفه نه وي. همداسې د کوټې او قطري تيار خواره درواخله چې تر عباس،  ټپوس شاهينه پورې

 

نو راځم دېته چې زموږ دښمن دغه بېګانه جاسوس چې ځان او خپل ليدلوری او د خپلې ناولې پټې رخې او ايډيولوژۍ په رڼا کې زموږ وينه مرداره بولي او په توېيدلو يې خپله خوښي ښکاره کوي، نو زموږ د مجاهدينو ((سوچه اسلامي نظام)) او د طالبانو سوچه اسلامي نظام ((اسلامي امارت، سوچه اسلامي شريعت)) او د داعش ((سوچه اسلامي خلافت)) لپاره به څنګه او په کوم دک ودليل مشروعيت ولري؟ يا په بله مانا هغه ديني وسياسي صبغه يې څنګه توجيه کېدای شي؟

 

هسې د يوې بېلګې په توګه :

Umar’s swift imposition of justice against his governors for misdeeds made even powerful governors such as Muawiyah scared of him. Ali ibn Abu Talib, during the later rule of Uthman ibn Affan, wanted Uthman to be more strict with his governors, saying, “I adjure you by God, do you know that Mu’awiyah was more afraid of Umar than was Umar’s own servant Yarfa?”[112]

 

Under Umar’s rule, in order to promote strict discipline, Arab soldiers were settled outside of cities, between the desert and cultivated lands in special garrison towns known as “amsar”. Known examples of such settlements are Basra and Kufa, in Iraq, and Fustat south of what would later become Cairo. His soldiers were forbidden to own land outside of Arabia. There were restrictions on their right to seize buildings and other immovable things usually thought of as prizes of war. Movable spoils were shared with the people of the umma, regardless of their social stratum.[113]

A modern researcher writes about this:[114]

 

He used to monitor public policy very closely, and had kept the needs of the public central to his leadership approach. As second caliph of Islam, he refused to chop off the hands of thieves because he felt he had fallen short of his responsibility to provide meaningful employment to all his subjects. As a ruler of a vast kingdom, his vision was to ensure that every one in his kingdom should sleep on a full stomach.

 

عمر رضی الله تعالی عنه خپل زوی ته په واک کې د ګډون اجازه ورنه کړه او ويې ويل :

يو تن له کوره بس دی.

زما د يو پغماني دوست حاجي نورالحق احدي چې دلته راسره نژدې اوسي خبره را په زړه شوه چې :

((له کوره يو لېونی بس دی)).

د خواشينۍ ځای دی چې موږ له څلور لسيزو جهادي، طالبي، حقاني و داعشي غوبله چې د عمر رضی الله عنه د خلافت په څېر خپل تش په نوم اسلامي نظامونه په يو او بل نوم د رښتوني عدالت په بڼه غواړو، خو په حقيقت کې زموږ کړه وړه او وينا سره په عمل کې په ټکر کې دي.

د رياست له مقتدرې حلقې موږ لا تراوسه د دې جوګه نه يو او نه را کې د دې ظرفيت واستعداد شته چې لږ تر لږه د ټاکنو پايلې ومنو. موږ ته د بېګانه جاسوسانو له بابره راواخله تر حميدګل وکرنيل امام او داسې نورې پورې د سوچه اسلامي نظام په هيله له جهادي ميراثه ايله همدا راپاتې شوي چې ((نه يې منم)). که دوی په واک کې وي، نو ټوله دنيا سمسور او په سم لوري روانه ده او کنه، نو بيا هر څه ناسم او په ناسم لوري روان دي. آخوا ته بيا د ملا هبت الله خام چرګوړي چې د شاربلو لپاره ورسره له موافقتنامې مخکې د ملتان نړيوال نوموتی دوړن يوه اوونۍ په قطر کې تېره کړه او د قطر دفتر يې سره پخپلو کې وېشلی دی. له ګوانتنامو راخلاص شوی ملا فاضل مظلوم بيا په کوټه کې پرې پرده اچوي.

 

Political and civil administration

The government of Umar was a unitary government, where the sovereign political authority was the caliph.[citation needed] The empire of Umar was divided into provinces and some autonomous territories, e.g., Azerbaijan and Armenia, that had accepted the suzerainty of the caliphate.[citation needed] The provinces were administered by the provincial governors or Wali, personally and fastidiously selected by Umar. Provinces were further divided into about 100 districts. Each district or main city was under the charge of a junior governor or Amir, usually appointed by Umar himself, but occasionally also appointed by the provincial governor. Other officers at the provincial level were:

1.     Katib, the Chief Secretary.

2.    Katib-ud-Diwan, the Military Secretary.

3.    Sahib-ul-Kharaj, the Revenue Collector.

4.    Sahib-ul-Ahdath, the Police chief.

5.    Sahib-Bait-ul-Mal, the Treasury Officer.

6.    Qadi, the Chief Judge.

In some districts there were separate military officers, though the Wali was, in most cases, the Commander-in-chief of the army quartered in the province.[citation needed]

Every appointment was made in writing. At the time of appointment an instrument of instructions was issued with a view to regulating the Wali’s conduct. On assuming office, the Wali was required to assemble the people in the main mosque, and read the instrument of instructions before them.[62]

Umar’s general instructions to his officers were:

Remember, I have not appointed you as commanders and tyrants over the people. I have sent you as leaders instead, so that the people may follow your example. Give the Muslims their rights and do not beat them lest they become abused. Do not praise them unduly, lest they fall into the error of conceit. Do not keep your doors shut in their faces, lest the more powerful of them eat up the weaker ones. And do not behave as if you were superior to them, for that is tyranny over them.[citation needed]

Various other strict codes of conduct were to be obeyed by the governors and state officials. The principal officers were required to travel to Mecca on the occasion of the Hajj, during which people were free to present any complaint against them. In order to minimize the chances of corruption, Umar made it a point to pay high salaries to the staff.[citation needed] Provincial governors received as much as five to seven thousand dirham annually besides their shares of the spoils of war (if they were also the commander in chief of the army of their sector).[citation needed] Under Umar the empire was divided into the following provinces:

1.     Mecca (Arabia)

2.    Medina (Arabia)

3.    Basra (Iraq)

4.    Kufa (Iraq)

5.    Jazira, in the upper reaches of the Tigris and Euphrates

6.    Syria

7.     Iliyā’ (إلياء) (Palestine)

8.    Ramlah (Palestine)

9.    Upper Egypt

10.  Lower Egypt

11.  Khorasan (Persia)

12. Azerbaijan (Persia)

13. Fars (Persia)

Umar was first to establish a special department for the investigation of complaints against the officers of the State. This department acted as the Administrative court, where the legal proceedings were personally led by Umar.[63] The Department was under the charge of Muhammad ibn Maslamah, one of Umar’s most trusted men. In important cases Muhammad ibn Maslamah was deputed by Umar to proceed to the spot, investigate the charge and take action. Sometimes an Inquiry Commission was constituted to investigate the charge. On occasion, the officers against whom complaints were received were summoned to Medina, and charged in Umar’s administrative court. Umar was known for this intelligence service through which he made his officials accountable.[64] This service was also said to have inspired fear in his subjects.[65]

Umar was a pioneer in some affairs:

1.     Umar was the first to introduce the public ministry system, where the records of officials and soldiers were kept. He also kept a record system for messages he sent to Governors and heads of state.

2.    He was the first to appoint police forces to keep civil order.

3.    He was the first to discipline the people when they became disordered.[66]

Another important aspect of Umar’s rule was that he forbade any of his governors and agents from engaging in any sort of business dealings whilst in a position of power. An agent of Umar by the name of Al Harith ibn K’ab ibn Wahb was once found to have extra money beyond his salary and Umar enquired about his wealth. Al Harith replied that he had some money and he engaged in trade with it. Umar said: By Allah, we did not send you to engage in trade! and he took from him the profits he had made.[67]

 

موږ چې له هر اړخيز پلوه له جهادي پيره تر دې دمه د نورو په اوږو سپاره يو. د جهاد، ډموکراسۍ او د سوجه اسلامي نظام ډنډورو مو نړۍ له يوې څلمې په سر اخېستې، خو له بل لورې بيا دومره پس يو چې دخپلې يوې تقلبې ولسمشرۍ د لوړې لپاره د سوګند لپاره هم د دين يوې ستنې (عالم) خپل جمعيتي پلوه عالم ته په زرګونو ډالر د رشوت په توګه ورکوو او لوړه کوو، نو له موږ نور بېحيا به د نړۍ پر مخ څوک وي؟ آغلی پمپيو او آغلې ويلز بيا له موږ زيات بېحيا دي چې له خپل نړيوال سټېجه راباندې ګواښنې وګوتڅنډنې کوي او د فېشني لپاره سپارښتنې کوي.

 

بل لور ته بيا د قطر وړانده چرګوړي دېته نه ګوري داسې يو تن ته د ملګرتيا لاس ورکوي او پرې باور کوي چې هغه د خپل مشروعيت لپاره ټول اسلامي واخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندې کړل او له خپل اړخه له رشوت ورکونې سره سره پر سوګند او لوړې کولو اړ نه شو او د خپل واک د تندې سړولو لپاره يې ټول ارزښتونه له پامه وغورځول او همداسې دې بل لور ته چې د مشرتابه په ټاکنه يې خورا جدي ستونزې او قرآني مزاحمت شتون لري او له مزاحمت سره سره بيا داسې مشرتابه د بېګانه جاسوس د يو شاګرد په وسيله چې د يو اسلامي مشرتابه د ټاکنې لپاره لږ تر لږه دوه د ((پوهې او صحت)) هغه اړين شرطونه هم نه شول پوره کولی، خو زموږ د پير اغا په خبره چې اميرالمؤمنين وټاکل شو. له هغه وروسته ملا اختر محمد منصور د ناقانونه ممنوعه توکو کاروباري او اوسنی شيخ هبت الله د مسلمانانو امير بولي. يهود ونصاری يې بد راځي، خو بيا د هماغه نصاراو تر چتر لاندې قطر کې يې دفتر هم ورته خلاص کړی او د ملا فاضل په خبره : ((که دا مجاهدين چې په ډګر کې او په دې ځای کې کاميابي نه وي، نو هلته بيا سياسي دفتر هېڅ بې فايدې (بې ګټې) دی))، نو د ولس د وينو په قيمت کې يې ورته دوکانګی ورکړی دی.

 

دوی له داسې يو چا سره جوړ راځي چې هغه خپله او ډله يې هم نه له اصولي او نه هم له اخلاقي پلوه د ديني ارزښتونو پروا لري. د خپلې نامشروع دعوی او ناقانونه لوړې لپاره يو مسلکي کدر او حقوقپوه د لوړې د سرته رسولو په پار له بهره شخصي الوتکه چارتوي او درې لکه ډالر ورته د رشوت په توګه ورکوي، نو دغو ټولو کړنو ته په کتو له هغه سره جوړ راځي، خو له ښاغلي غني سره چې دوی يې سيکولر بولي بيا جوړ نه راځي او د نظام ړنګونه د حل يوازېنۍ لار بولي، نو دا زموږ جهادي، طالبي، حقاني، داعشي او اسلامي ارزښتونه اوس دومره بېحيثيته او سپک شول چې د عباس ستانکزي غوندې يو څو سری چې د پرديو په لاسونو کې لوبيږي د پرېکړې حق لري؟

 

د لنډيز د يو نچوړ په توګه چې ښاغلي محمد زمان مزمل د ارواښاد صمد حامد د خوري خالد خان په خبره چې : ((دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل))، نو اوس افغان ولسمشر چې ټول يې سيکولر بولي تر موږ ډېرو جهاديانو او نورو تش په نامه د اسلامي امارت د لېونيانو، حقانيانو، القاعدې وداعشيانو او نورو تر لشکر طيّبې، صحابه سپاه او نورو پورې زر دروند وخوت. پخوا به خلکو د محاکمو مخته قسم خورو (سوګند خورو) او طلاقيانو ته د دعوی لپاره پيسې ورکولې، خو داسې هېڅکله هم نه وو شوي چې د خپلې ناروا لوړې لپاره د سوګند خوړلو لپاره رشوت ورکړه. موږ جهاديانو ته له پنجابي اسلامه همدا کارنامه پاتې شوه او تاريخ به پرې قضاوت وکړي، نو دا قرآني ارښتونو په رڼا کې چې ((الخبيثات للخبيثين والخبيثون للخبيثات)) کانه شوه چې شعارونه يې اسلامي، خو کړنې يې له اسلامي ارزښتونو سره ورته نه دي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

عباس ستانکزی : سيمه د اسلامي امارت د حکومت د راتلو ملاتړې ده

https://www.taand.com/archives/147814

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply