لوبه-لنډه کیسه

لیکوال : ذبیح الله قرار

0 541

ملنګ په خپله کوډله کې پروت و. سر يې په ډبره يښی و او هدیرې ته يې کتل. هدیره د ملنګ له کوډلې پیلیده او پورته ټوله غونډۍ يې نیولې وه. سلګونه انسانان په قبرونو کې پراته و خو مرګ دومره غلي کړې و چې له ډیرې چوپیتا د هدیرې زره چاودیده. ملنګ مخامخ پنځو قطار قبرونو ته سترګې واړولې، یوې خړې مرغۍ د منځني قبر په نرمه خاوره کې مښوکه وهله. د ملنګ په ببر مخ د اوښکو څاڅکي راغلل، سلګیو واخیست، دواړه لاسونه يې سترګو ته ونیول، زړه يې و چې د هدیرې چوپتیا په خپلو چیغو ماته کړي خو له شا يې د چا غږ واوریده.

-ملنګ بابا!

ملنګ ژر، ژر خپلې اوښکې د ګیرې په ويښتانو ومښلې، شاته يې وکتل. یو لس کلن  ماشوم ولاړ و. په لاس کې يې د وريجو او غوښې ډک غوری نیولی و. مخکې له دې چې ملنګ څه ووايي، د هلک شونډې وخوځېدې او رانږدې شو.

-ملنګ بابا وږی يې؟

ملنګ په ډډ غږ ځواب ورکړ.

-نه زویه.

هلک يې غوری مخ ته کېښود او پرته له دې چې ملنګ ته وګوري، په خبرو شو.

 -موږ نن خیرات کړی و، ډیرې وريژې او غوښې مو پښې وې.

-ته څه پوهېدې چې ملنګ بابا دې دلته دی زویه.

-زه مې تېره پنج شنبه له انۍ سره هدیرې ته راغلی وم. ته مې وکتلې چې په هغه مخامخ قبر دې اوبه وشیندلې، بیا خپلې همدې کوډلې ته راغلې.

ملنګ له خپلې زړې لوټې په لاس اوبه واچولې. رښتیا هم وږی و، غوري ته کیناست، په ډکه خوله يې ماشوم ته وویل: راځه ته يې هم وخوره.

-زه يې نه خورم، دا مې تاته راوړي.

-یوازې راغلی يې؟

-نه انۍ مې هم راسره راغلی، هغه هلته زما د بابا قبر ته لاړه.

ملنګ د غوښې ټوټه خولې ته کړه، ګیره يې ژر، ژر وخوځېده، له ماشوم نه يې وپوښتل:

-کور دې چېرته دی؟

-د همدې غونډې لاندې کوڅه کې.

د ملنګ سترګې رډې شوې، په رېږدیدونکي غږ يې وپوښتل:

-ته، ت، ته د کوم کور يې؟

ماشوم ژر ځواب ورکړ.

-همدې لاندې کوڅه کې، هغه سپين څلور منزله کور چې دی.

د ملنګ خوله جینګه شوه، لکه کوم مردار شی یې چې خولې ته ورغلی وي.

-دا غوښه او وريژې دې د قومندان له کور نه راوړي.

ماشوم نه پوهېده چې په ملنګ څه وشول، د سر په خوځولو يې ځواب ورکړ یاني هو. ملنګ په خوله ګوته ننویسته.

-یق.

ماشوم ملنګ ته حیران، حیران کتل.

-ولې؟

ملنګ کانګې وکړې، لاړې يې تو کړې، په خوله يې اوبه وغړولې او له درده ډک غږ يې پورته شو.

-زه د انسان غوښه نه خورم.

-موږ پسه حلال کړی و ملنګ بابا.

ملنګ په خوله لاس تېر کړ، مخامخ پنځو قبرونو کې يې سترګې نیولې وې، بیا يې ژر خپله خبره بدله کړه.

-نه، نه ما خپله ژبه وژووه.

سر يې پورته کړ، کیڼ لوري ته يې وکتل. د ماشوم نیا یوه قبر ته ناسته وه، دوی ته يې شا وه. خپل خیرن څادر يې رواخیست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، غلي یې ترې وپوښتل:

-له ماسره ځې؟

ماشوم په ویره وویل: چیرته؟

-د همدې غونډې سر ته، هلته د اوبو لوی ډنډ دی.

د ماشوم ویره نوره هم زیاته شوه، دوه قدمه شاته شو، سر يې وخوځاوه.

-نه.

ملنګ يې کوچنی لاس په خپل زیږه لاس کې ونیوه، په موسکا يې ورته وویل:

-هلته زما لمسیان دي، له هغوی سره به لوبې وکړې.

ماشوم غوښتل چې خپل لاس له ملنګ څخه خوشی کړي، شاته يې وکتل.

-نه زه مې انۍ ته ځم.

ملنګ د ماشوم په خوله لاس کېښود، څادر يې ترې تاو کړ. مټ ته يې پورته کړ او په بیړه يې وویل: انۍ به دې هم راشي.

په چټکو قدمونو د هدیرې برې خوا ته روان شو، ماشوم لغتې ووهلې، ملنګ يې خوله غوږ ته نږدې کړه.

-لوبو ته دې بیایم.

د ملنګ له سترګو اوښکې روانې وې. له قطار پنځو قبرونو تېر شو، له ځان سره يې په ژړغوني غږ وویل:

-ما وبخښئ.

***

ماشوم د لوی ډنډ تر څنګ ناست و، په ویره یې ملنګ ته کتل. ملنګ له خټو یو سړی جوړ کړ. ببره ګیره يې په اوښکو لمده وه، ډډ غږ يې ووت.

-دا زما زوی دی، جبار.

ماشوم د خټو سړي ته وکتل، له ویرې يې هیڅ غږ ونه وت، ملنګ له خټو دوه واړه ماشومان جوړ کړل، ماشوم ته يې سترګې واړولې.

-دا دوه زما لمسیان، جماله او ګلاب.

د ماشوم زړه تنګ شو، لاندې هدیرې ته يې وکتل، نیا يې نه ښکاریده، په ژړغوني غږ يې وویل: زه مې انۍ ته ځم.

ملنګ بیا خټه پورته کړه. د ګوتو منځونه يې له خټو ډک و، ژر، ژر يې یو بل انسان ته ورته څیره جوړه کړه او د ماشوم مخې ته يې کېښوده.

-ستا د انۍ په شان د جمالې او ګلاب انۍ، ز، زما ګل پري… وي د جمالې او ګلاب مور څه شوه؟ هغه خو رانه پاتې…

ماشوم غلی و. ملنګ له خټې پنځم کس جوړاوه، له ببرې ګیرې يې د اوښکو څاڅکي څڅیدل. لکه ماشوم ته چې خپل زړه تشوي. ماشوم نه پوهېده چې ملنګ ولې ژاړي. هغه تراوسه یوازې ماشومان په ژړا لیدلي وو خو ملنګ له ماشومانو هم ډیر ژړل. د جمالې او ګلاب مور هم جوړه شوه. ټول قطار په ځمکه پراته و. ملنګ ګوته ورسمه کړه، په ګیله يې ماشوم ته وویل: دوی له ماسره خبرې نه کوي، ته ورته ووایه کنه چې ولې غلي دي، ولې يې زه یوازې پرېښودم؟

ماشوم د خټو سړی په لاس کې واخیست.

 -دوی خبرې نه شي کوی؟

دا ځل ملنګ هیڅ ونه ویل، له اوښکو ډکې سترګې يې په ماشوم کې ګنډلې پاتې شوې. خپل ګلاب ور په یاد شو. هغه هم دده په عمر و. هر وخت به چې دی کور ته ننوت، ګلاب به يې له پښو لاسونه چاپیر کړل او دده د واسکټ جېب به يې لټاوه.د فکر لړۍ يې یوې دردناکې چیغې پرې کړه. احمده!

ملنګ چې مخ واړه وه د ماشوم ټوله کورنۍ ولاړه وه. دواړه ودریدل. یوې ښځې رامنډه کړه، پر احمد ورټيټه شوه، دواړه لاسونه يې ترې تاو کړل، په مخ یې ژر، ژر ښکل کړ. لکه کلونه، کلونه وروسته يې چې کتلی وي. قومندان ملنګ ته رانږدې شو، په حیرانۍ يې وپوښتل: زما زوی دلته څه کوي؟ ملنګ په ځوړند سر وویل: لوبه.

قومندان له خټو جوړو شویو کسانو ته لغته ورکړه، له ډیرې غوسې يې غومبوري سره ځلیدل. په لوړ غږ يې وویل: احمقه! زموږ زړونه خولې ته راغلل، تا دی له ځان سره کینولی، دا څه خیل لوبه ده؟

ملنګ د قومندان له خبرو خوند اخیسته، څپولي بریتونه يې ویړ شول، شونډې يې ښکاره شوې، ګیره يې وخوځېده، لکه لیونی په خبرو شو.

-همغسې لوبه لکه تا چې له ماسره وکړه.

قومندان خپلې کورنۍ ته وکتل.

-دا خر لیونی دی که څه بلا؟

د قومندان نورو خپلوانو هم په ملنګ د لیوني ګمان وکړ. ټولو د ماشوم نیا ملامتوله چې لمسی يې ولې له لیوني سره پريښی. دوی په خپلو منځو کې سره غږیدل، چا شکر ایسته چې ملنګ ماشوم ته زیان نه دی رسولی. چا بلا بې برکته بلله خو د ملنګ په ببره ګیره لکه باران اوښکې راماتې وې، چیغې يې ټول غلي کړل، قومندان ته مخامخ ودرېده.

-لیونی نه یم، ده رانه لیونی جوړ کړی.

ټولو په ملنګ کې سترګې نیولې وې، قومندان دا ځل هیڅ ونه ویل، ملنګ لاس هوا ته واچاوه په رېږدیدونکو شونډو يې له قومندان نه وپوښتل.

-هغه د باروتو ډکه لارې دې په یاد ده؟

قومندان وارخطا شو، ځان يې داسې واچاوه لکه له هیڅ چې نه وي خبر، وبړیده.

-د څه شي لارۍ، څه اپلتې وايې؟

-هغه چې تا له خپل پاټک نه تېره کړه، بنډل، بنډل پيسې دې واخیستې، هغه چې د ښار مینځ کې…

د ملنګ خبره نیمګړې پاتې شوه. قومندان په خوله وواهه او په ځمکه يې وغورځاوه.ملنګ خولې ته لاس کړ، ګوتې يې په وینو سرې شوې. غاښ يې څریکه وکړه، په زاریو يې وویل: خیر دی، له ماسره هم همداسې لوبه وکړه، لکه ما چې تاته خپل زوی درکړ، ته هم زما کورنۍ بیرته راکړه.

ماشوم په خپلې مور پسې جوخت و، ښځې قومندان ته په کرکه کتل. قومندان په غوسه روان شو، لکه د ملنګ له خبرو چې تښتي، په بیړه یې وویل: درځئ، دا د سپي زوی لیونی دی.

ملنګ په خپل ځای پروت و، د قومندان کورنۍ ورو، ورو لرې کېده. پر ونې ناستې مرغۍ چونګ، چونګ کاوه خو غږ يې دومره ټیټ و چې د هیچا تر غوږو نه رسیده.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply