موضوع : سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟

ليکوال : محمد اصف " احمدزی "

0 487
موضوع : سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟
د لوى فکر جادو ليکوال ليکي : (( مهمه دا نه ده، چې څوک څه لري، مهمه دا ده چې څوک څه غواړي؟))
زه چې ډاکټر اشرف غني ته ګورم ډېر پياوړى برېښي او ځان د اولې دورې رئيس جمهور نه بلکې د راتلونکې دورې رئيس جمهور ويني او په اصل کې دا حقيقت بايد مونږ ټول ومنو، چې محمد اشرف غني د تېرې دورې رئيس جمهور وه او د روانې پنځه کلنې دورې رئيس جمهور هم ده.
اشرف غني يو ارزښته لرونکى رئيس جمهور ده او دا هم بايد ووايم، چې اشرف غني نه يواځې ځان ته ارزښت ورکوي، بلکې ټول مظلوم ولس ته ارزښت ورکوي. حال دا چې، دا مهارت په نورو سياسيونو کې نه ليدل کيږي، ځکه سياسون تر ډېر حده د ملي ګټو په نسبت شخصي ګټو ته ژمن دي.
 کيسه دا ده چې زه زياتره وخت سياسيون تحليلوم، او له تحليل نه وروسته دې نتيجې ته رسېدلى يم : سياسيون تر يو حده د روانو حالاتو په حلاره ښه پوهېداى شي، که په ګډه وغواړي د افغانستان په دننه کې شته ستونزې ډېر ژر حل کولاى شي او لا افغانستان د بريا په لور بولى هم شي.
خو دلته سوال پيدا کيږي: سياسيون ولې د شته ستونزو او ملي ګټو  په وړاندې د اشرف غني په شان نه دي!؟
 په دا څو ورځو کې چې د سياسيونو بحثونه ګورم ، دوى د روانو ستونزو په حلاره ښه پوهېږي؛ خو سياسيون خپل فکرونه د روانو حلاتو په حلاره کې نه قيد کوي، ځکه دوى ته يوازې اوسنى بد حال ښه ښکاري او د راتلونکي په فکر کې يو هم نه دي.
برعکس که سياسيون په يو نظر او يوالي سره د روانو ستونزو په وړاندې ودرېږي په شان د اشرف غني، په ډاډ سره وايم چې داخلي ستونزې به %80 فيصده کمې شي.
يو شمېر سياسيون چې تل کوښښ کوي د شخصي ګټو په وړاندې ملي ګټې تر پښو لاندې کړي او همدارنګه په ټوله کې بهرنى (( پردى )) ګټې غوره ګڼي نسبت ملي ګټو ته. غوره بيلګه يې: عبدالله عبدالله ده چې ټول عمر يې د څوکۍ هڅه کړې او له هر څه نه موقف ته رسيدل غوره ګڼي. حال دا چې داسې کارونه ګران هېواد له بحران سره مخ کوي او لا يې د خرابى خواته باسي.
عبدالله عبدالله که چا غوښته او که نه غوښته بلکې اشرف غني ولس غوښته چې واکمن شي او د ولس تقاضا هم اشرف غني ته وه ځکه اشرف غني په تېره دوره کې د ولس او وطن لپاره ډېر ګارونه وکړل، ځکه خو ولس هم دا غوره وګڼله چې ډاکټر اشرف غني يوځل بيا واکمن شي او واکمن هم شو.
راځم اصلي موضوع ته سياسون ځکه د اشرف غني په شان نه دي، چې اشرف غني وطن ته خدمت او ملي ګټو ته تر هر څه زيات ارزښت ورکوي او لا کوښښ کوي چې ګران افغانستان اباد کړي، خو سياسونو کې داسې څه نشته.
غواړم د اشرف غني د تېرې دورې د شوو کارونو عنواني يادونه وکړم:
ـ  الکترونيکي تذکرې.
ـ  د افغانستان په داخل کې د څلورو حکومتونو له منځه وړل.
ـ  د اوبو بندونه.
ـ  د برق فابريکې.
ـ  د کندهار د لمريزې بريښنا د توليد پروژه.
ـ  د چاه بهار بندر.
ـ  سرکونه جوړول.
ـ  ماڼۍ ګاڼې جوړول.
ـ  د چهلستون باغ.
ـ  د صادراتو او وارداتو زياتېدل.
ـ  د بوديجې زياتېدل.
ـ  په ځينو ولايتو کې د کلدارې لرې کېدل.
ـ  د شته نظامي عسکرو پياوړي کېدل.
ـ  زور واکو سره حساب کول.
ـ  په ځينو ادارو کې اصلاحات را وستل.
ـ  سولې ته تر حده زيات کار کول.
ـ  فساد کمېدال.
ـ  او داسې نور
نوټ : په خپلو هېوادوالو غږ کوم د يو ځوان په صفت راځئ! چې د غني بابا ملاتړ وکړو ځکه غني بابا فساد ختمېدل، زورواکي ختمېدل، ترهګر ختمېدل، اصلاحات را وستل، وطن کې ارامي را وستل، سوله راوستل، دولت پياوړى  کېدل، ولس ويښول…. ځوانانو او ماشونو ته د زده کړې برابرېدل غواړي او لا هڅه کوي چې ګران افغانستان اباد او سوکاله کړي. نو راځئ چې ملاتړ يې وکړو او ګران افغانستان له پردي پالو وژغورو.!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply