د دنيا نازولی عبدالله به کله د لاسا کيږي؟

0 724

د دنيا نازولی عبدالله به کله د لاسا کيږي؟

امريکا، روسيه، چين او ملګرو ملتونو په شمول نورې نړيوالې ټولنې له موږ سره بې انصافي رااخېستې

د ټاکنو او اپوزيسيون اصول هر چيرته معلوم دي، خو موږ نه د ټاکنو د منښتې او نه د اپوزيسيون د جوړولو په چل پوهيږو. سمنيمواک غواړو، خو کار هم نه شو کولی، امتيازات غواړو، خو مسووليت يې هم نه منو زبردست څلوېښت کلن جهاد مو کړی!

نوټ : د خليلزاد راتګ او بل ته لابي يوه ستره غميزه [ناورين] رامينځته کړ. د بوټو و ضياء د کورنيو، مشرف، شريفينو، بابر، حميدګل او داسې نورو ټولو تر کرنيل امام وباجوه پورې که د الحاق و د ادغام خوب يې پوره نه شي، نو لږ تر لږه خو به د طالب له برکته ځانته ”يوه خوندي سيمه“ پيدا کړي. د جهاد، امارت وخلافت موخې به يو په بل پسې راښکاره شي چې هېواد يې عملاً درې برخې له رواني وفزيکي پلوه وېشلی دی. زموږ د څلوېښت کلن جهاد [غميزې] ګټه نوره پورته کړه. رښتيا چې ((د پاکستان پوځ زموږ د جهاد مفاد و منفعت او د ديپلوماسۍ دستګاه څنګه په مهارت سره د خپل ځان په ګټه وسرخوله)).

افغانستان له خپل تاريخ پلوه پوهيږي چې زموږ ستونزه له چا سره ده؟

خو د ملګرو ملتونو، ناټو او نورې نړيوالې ټولنې هغه اخلاقي مسووليت څه شو چې نن زموږ يو فېشني او ډله يې دېته نه شي قانع کولی چې د ټاکنو د بايللو په منښته يې قانع کړي. په نوره نړۍ کې چې د ټاکنو پايلې اعلان، ګټونګی او نه ګټونکی يې معلوم شي، نو ماته خوړونکی ټيم يې پايلې ومني او د اپوزيسيون خواته ولاړ شي، خو موږ د څارګرې ادارې د اوسني يو بل چرګوړي ”پير اغا“ په خبره خپل څلوېښت کلن جهاد له برکته د دې جوګه نه شو چې لږ تر لږه هغه خپل حقوقي واخلاقي مسووليت درک کړو.

د خپل خرتوب د ثابتولو لپاره بيا قرآن، احاديث مارکه او د حنفي فقهې کتابونه راوړو او خبره پر يهوديت ونصرانيت ختموو. دغسې کړنې خو نه يوازې په يهوديت ونصرانيت، بلکې په الحاديت وکمونېزم او په بودايېزم کې هم نشته چې نه يې په چين او نه يې په روسيه او نه يې د بودايېزم پورې اړوندو هېوادو کې داسې کومه بېلګه تر سترګو شوې.

موږ خو د خپل څلوېښت کلن پنجابي اسلام وجهاد او هم د قُم د شيعه يېزم له برکته له ځآن پورې سيمه وګاونډ، بلکې نړۍ له ځان پورې وشرموله. خلک ولس ته خدمت کوي، خو موږ د واک پر څوکۍ نه شو جوړېدای. که صدارت، رياست او سمنيمواک نه وي او يا نظام راته بدل نه شي، نو زه په نورو څوکيو کار نه شم کولی او ورسره ښه نه ښايم. زما له لباس او فېشن سره جوړ نه راځي.

د امارت په نوم څڼور او د خدای لېونيان بيا د خپل تېر برم خوبونه ويني چې په دفترونو کې به يې د خپلې طالبۍ د سپږو ډکې بسترې هوارې کړې وې او د هرې بسترې لاندې بيا په خرورونو تُف کړي نسوار پراته ول. هغه ستر اسماني دين، هغه د دنيوي واخروي نظامونو د بشري خير ښېګڼو اجتماعي دين چې اسمانونو، مځکې او غرونو ورته غاړه کېنښوده، خو موږ انسانانو ورته کېښوده، خو موږ د بوټو او بابر بچيانو [مجاهدينو] او د بېنظيرې او بابر بچيانو [طالبانو] بيا موږ جهاديانو دا دين ايله په جعلي خوليو، پکولونو، پنجشيري واسکټونو، برچو او کلاشينکوفونو، او د اينجنيرۍ، پروفيسورۍ، استاذۍ او ملايي وپيرۍ او داسې نورو القابو او طالبانو بيا په ايله په ملايۍ او اخوندۍ کې د څڼو، رنجو او مسواکو کې راخلاصه کړی. دې دين کې له جهاد پرته نور هېڅ احکام نشته او نه ارزښت لري. موږ به له معتزله وو، اسماعيليه وو او داسې نورو څه ګيله وکړو چې ديوبندېزم داسې په څلورو شو؟ موږ ته له ديوبندي، سلفي، اخواني، ستمي، ماويستي او داسې نورو شعوري وناشعوري مکتبونو څه را پاتې شول؟ کارمليان په ځای پاتې شول او بېغمه خپلې مزې کوي.

چا صيغو او چا خپلې هيرا منډي ته مشروعيت او مصوونيت ورکړی، خو موږ ترې پخپلو جوماتونو کې هم په امن نه يو. زموږ جهاد به تر قيامته روان وي او نه به خلاصيږي. مخکې خو د جهاد او کمونېزم په نومونو ټکول کېدو، خو له دې وروسته به د سيکولرېزم، يهوديت ونصرانيت په نوم ټکول کيږو. حال دا چې خلکو له موږ مخکې د اويايمه لسيزه کې د همدې يهودو ونصاراو لپاره د خپلې بريګيډرۍ په رتبه کې د زرګونو فلسطينيانو ژوند اخېستې او وينې يې توی کړي دي. د اسرائيلو پلار موشي ديان يې خپله وضاحت کړی، خو نن هغوی پرېښتې او موږ ګنهکار يو. موږ اوس د کفارو په ملګرتيا کې کافر يو، خو چا چې خپل درېواړه حريمه ورته په واک کې ورکړي وو او د چا نظام [حکومت] يې ورنړولی وو، په سوونو يې بنديان ورکړل او سفير يې ورته بېعزته کړ، خو له دې سره سره هغه ورته مسلمان او خپل مسلمان ولسمشر ورته کافر او د کافرو ملګری ښکاري. په دې هم نه پوهيږي چې زما په ننګرهار کې خپل پټ يو کلن ازمايښتي عمليات څنګه او څه حکم رانغاړي؟

موږ لا تراوسه د خپلو مړو د قبر برېښنا پيسې نه شو پرېکولی. زموږ قبر به له جنة البقيع هم بهتره وي؟ سوچه اسلامي نظام، شرعي نظام او خلافت خو داسې نه وي لکه دا زموږ د خدای لېونيان وساده ګان يې چې په ارمان کې مړه دي. د انبياو او د صحابه وو له قبرونو او هديرو به زموږ مړي وهديرې ډېرې معتبرې وي؟ دا لا هم وايو چې مجاهدين د دې خاورې اصلي وارثين دي. جهاد خو دېته نه وای لکه موږ چې وکړ. د ملا منصور د جايدادونو خبرې خو لا اوس رسنيو ته راوتلي چې وروسته به لا څه کيږي؟

خلک د قانون او د ولس په خدمت کې وي، خو زموږ قانون بيا د نړيوال فېشني نازولي عبدالله په چوپړ کې دی. ولس ترې ټول قربان، خو د نوموړي اکتونه لا نه خلاصيږي. د ملا ف ا معنوي غوندې يو دعوه جلاب په نړيواله کچه نه موندل کيږي. دا يو ستر ريکارډ دی چې موږ د جهاد له برکته ترلاسه کړ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

سرچينې: عبدالله عبدالله طرحه  بشپړه او درې شرطونه  يې په کې وړاندې کړي دي

https://rohi.af/news/85013

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply