د هرات کرونا – لنګه غوا

عبدالرووف لیوال

0 572

د دینی ارشاداتو له مخې کرونا د خدای (ج) سپاهیان دی ، د کرونا په راتګ سره د الله تعالی حکمت او د سرکښو بندګانو قابو کیدل زبات ته ورسیدل.

دا چې سرکښو بندګانو د ځمکې پاک چاپیریال (د الله (ج)نعمت څومره لړلی ووُ د هغو بیزو ګانو، سور لنډیانو، وحشی ځناورو په ګډا او جشن چې  د ویروس د راتګ هرکلی کوی او له ځنګلونو او غرونو نه پاخه سړکونو ته راښکته شوی دا جوته وی چې انسان د طبعیت هر څه خپل ګڼلی وو او دنورو ژوو حق یې تر پښو لاندې کړی وو ـ خوپه هرا ت کې حتی دخپل همنوع انسان ،آن تردې چې دخپل ګاونډی او هم مسلک غوښو خوړولو ته یې هم شروع وکړه.

قیصه داسې ده چې که په پښه یا ګیډه دې هم درد شی اوسپینې چپنې والا ته ورشی ، نودرته وایی [ځه وروره ټول خلک دکرونا په قصه کې دی ـ داستا ناروغی اوس له موډ نه غورځیدلی ]

د کرونا په پلمه پیسې ټولول موډ ګرځیدلی او د دوی په اصطلاح (همین موقعش است که برسر دولت ویا هر کسی باشد کلاه بګذاری)

د راپورونو له مخې په هرات کې دکرونا دمبارزې لپاره څه باندې پنځه سوه میلیونه افغانی ځانګړې شوې وې ، خولکه څرنګه چې زموږ خوار ولس په داشلو کلونو کې فسادداسې ځپلی ، چې دجګړې او طالب ځپل خو یې په (مشت نمونه یې خروار) کې هم نه ګڼل کیږی.

مفسد وچارواکو په مرییتوب او غوړه مالی سره ډالر ځواک ته دوکه ورکړه ، دملت په خیټه یې پښې کیښودلې او( میم زرما ټول دې ما )په شعار سره یې تر څو وکولی شول ملت یې در په در کړ.

په هرات کې هم یو شعا ر ( برسر کلاه ماندن ) دی ، دکرونا دتثبیت لپاره هیڅ ډول وسیله نشته – دکرونا مرکزونه تش په نامه یو څو چپرکټه لری ، چې هغه هم له اصلی بیې نه لس چنده لوړ اخیستل شوی ، خوارناروغ چې مراجعه وکړی او د سپینې چپنې له فرښتې نه تپوس وکړی ، هغه ورته وایی [ فاصله بګیرـ بعداٌ میآیم ) بیایې درک ورک شي اوڅرک یې نه لګی – ناروغ هه خوا دې خوا ځی راځی تر څو له اخ او توخ نه وغورځی.

ملیونونه افغانی چارواکو په خپله بډه ووهلې ،که پوښتنه وکړې درته وایی( او نه ! دشیدایی ولیبریټی کارپوریشن برای تان مرکز مبارزه با کرونا ساختیم ) خو چې کله هلته ورشې ، پیشیمانه به شې چې ای کاش په کور کې پاتې وای ـ یو آش غوندې نرتاړ به دې ځان ته پوخ کړای وو او کرار استراحت اود عزرایل لاره به دې څارله . ( ژوند ښکلی دی خو د مفسدینو لپاره )

په تن مو روغتیا ، به خوله مومسکا په کورد مور په جای نماز پاتی شی .

عبدالرووف لیوال .

دهرات ښار دغویی لومړۍ نیټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply