د ولسمشر غني پام وړ

سيد حسين پاچا

0 540

د ولسمشر غني پام وړ :

د نرخونو لوړوالی او ځينې نورې ګيلې

ولسمشر ته څوک سم حال نه وايی

د کورنيو چارو وزارت کې ناانډولي بايد سمه او عادلانه وارزول شي

نوټ : آغلې زرغونه فريال ګيله کړې، که د نوموړې هغو نيوکو او کميو ته سملاسي پاملرنه وشي دا به ښه وي. تاسې خو پخپله لومړنۍ لوړه کې د اسلام د لومړي راشده خليفه يادونه او ژمنه کړې وه؛ که په ناسمه روان وم، نو راته يې ووايئ او را ومې ګرځوئ! ځان پوهول / پوهاوی ستاسې خپل مکلفيت دی. په دې هيله چې د ولس ستونزو ته لا جدي وسملاسي پاملرنه وکړئ!

ښاغلی ولسمشر،

تاسې ته پته ده چې هېواد له يو لورې د طالب وعبدالله سره له کورنيو او بهرنيو ستونزو او مخالفتونو سره مخ دی او له بل لورې بيا نړيوال بهرني فشارونه ان د سيمه ييزو سترو قوتونو او وړو لوبغاړو د لاسوهنې سره مخ او لاس وګرېوان دی. نړيواله کرونا يې بله ستونزه او ګواښنه. مارا زخاروف خو له ځانه د طالبانو او عبدالله ويانده جوړه کړې. نه پوهېږم چې نوموړې په دوی کې څه ليدلي دي؟

عبدالله له آغلې مريم نجفي سره څه وکړل او د طالبانو سخته رويه (چلند) چې زخاروف پرې ولې سترګې پټې کړي دي؟ که د طالبانو بيا امارت غواړي، نو نوموړې به افغانستان ته د يو رسمي سفر په وخت کې څنګه راځي؟ برقعه به اچوي او که همداسې چې ده سرلوڅې به راځي؟ طالبانو ورسره څنګه منلې ده؟

بيا خو به اسلامي امارت وي او چې امارت ته راځي، نو پر اسلام به مشرفيږي او يا نه؟

که پر اسلام مشرفيږي، نو فبها او که نه، نو بيا ولې او د چا په نغوته د طالبانو او د عبدالله ننګه کوي؟ يو څوک چې له خپلې مېرمنې سره دوکه کوي او بيا يې ګواښي، نو زخاروف به څه احساسوي؟

افغان ولس له آغلې زخاروف په درناوي هيله لري چې لږ پخپل ګرېوان کې سر کښته کړه او له هر اړخيز پلوه يو جامع سوچ وکړه چې ستاسې مخالفت به له حکومت سره په ګټه وي او که ننګه وملاتړ به دې له عبدالله او طالبانو سره؟ تاسې [روسيه] ولې پر داسې يو چا پانګونه کوي چې هغوی پر پانګونه نه ارزي.

زه باور لرم چې ښاغلی پوتين د روسيه په کورني و بهرني سياست کې يوه پخه سټه ده او د خپلې پراخې تجربې او پوهې له مخې به ضمير کابلوف او آغلې زخاروف په نيمه پوه کړي او له دې بېځايه لکۍ وهلو او غپلو به يې منعه کړي. روسيه ته په کار ده چې د دوی پر ځای له حکومت سره خپلې هر اړخيزې ديپلوماتيکې اړيکې له سره ورغوي. دا ځکه چې موږ دواړه هېوادونه د دوستۍ اوږده مخينه لرو. سمه ده چې تېر اشغال يې يو اړخ، خو تاريخي اړيکې ځانته ځای او حياتي ارزښت لري.

ولې تاسې له هند سره يوه لار نه نيسئ چې په رغاونيز او بنسټيزو کارونو کې رامخته شئ؟ په دې هيله چې ښاغلی پوتين له دې وروسته سملاسي يوه رغنده پاليسي انتخاب او مخته يوسي. د طالبانو او عبدالله ملاتړ د روسيه په ګټه نه دی. ضمير کابلوف او ماريا زخاروف هسې باد وهلي دي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ناخبره ولسمشر او د ارګ غوړه مالان!

https://khabarial.com/archives/2560

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply