افغان ځواکونو زابل، بادغیس او تخار کې پر طالبانو پراخ هوايي بریدونه کړي

0 612

افغان هوايي ځواکونو تېره شپه په زابل، بادغیس او تخار ولایتونو کې د طالبانو ګڼ شمېر مراکز په نښه کړي چې دغې ډلې ته یې درانه تلفات ور اړولي دي.

امنیتي سرچینو سیحون ته وویل، لومړی هوايي برید تېره شپه دولس بجې د زابل ولایت اطغر ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوی دی چې له امله یې ۲۵ طالبان وژل شوي دي، ۱۰ ټپیان دي او ۱۵ موټر سایلکلونه یې په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

د سرچینې په خبره، بل هوايي برید هم د شپې ناوخته د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوی چې په پایله کې يې د جمعه ګل او ملا شاه محمد په نومونو د طالبانو قوماندانانو په شمول ۳۵ اورپکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه وایي، درېیم برید د تخار ـ کندز پر لویه لار اکبر بای سیمه ترسره شوی چې له امله یې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپیان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply