د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله-دوهمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,649

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:

دوهمه برخه – متهم قاتل سيد اکبر خان څوک ؤ؟ 

د پاکستان د لومړني صدراعظم، لياقت علی خان وژونکې، سيد اکبرخان، د افغانستان د خوست د ځدرانو  د ببرک خان  زوې وپيژندل شو، څوک چې د ايبټ آباد په ښار کې اوسيدو.[1]

سيد اکبر خان څوک و؟

سيد اکبر خان  ببرکزي  د غازي ببرک خان ځدراڼ  د نهو (۹)  زامنو تر ټولو کشر زوې و چې  په ۱۲۹۹ هجري شمسي کال کې د خوست د نادرشاه کوټ د گيډورې په کلي کې زيږيدلې  او لومړني ديني او مروجه علوم يې د خپل  کورني استاد، مولوي عالمشاه څخه تر لاسه کړي وو. [2]

سيد اکبر خان د خپلې کورنۍ د نورو مشرانو سره  يو ځاې د ۱۹۴۴ م کال نه وروسته، د سردار هاشم خان صدراعظم  د حکومت په دوره کې د کلي کور پريښودو ته مجبور او وزيرستان ته کډه شو.[3] دا هغه وخت و چې د لويې پکتيا اولسونو د حکومت  په وړاندې پاڅون کړې وو، او خانداني حکومت  د ببرک زي د کورنۍ د نفوذ نه ويره درلوده  او ډاريده چې د غازي امان الله خان دغه پخواني پلويان يو ځل بيا د هغه د راوستلو د هڅو ملاتړ ونکړي . ځکه يې د دوې پر کورونو،  قلاوو  او کليو هم سخت ځمکني  او هوائي بريدونه  وکړل .

د ببرک زي کورنۍ د کوزي پښتونخوا په وزيرستان کې درې کاله د جلا وطنۍ ژوند تير کړ.  کله چې د هاشم خان د استعفا نه وروسته  د هغه ورور سردار شاه محمود خان  صدراعظم شو، نو هغه د ځينو سياسي بنديانو د خوشې کولو تر څنگ د ببرکزي کورنۍ ته هم  بلنه ورکړه چې بيرته هيواد ته  ستنه شي .  د غازي ببرک خان زامنو تر سلا مشورې وروسته داسې فيصله وکړه چې شپږ ورونه بيرته هيواد ته ستانه شي، خود کورنۍ مشر زمرک خان ببرکزي وويل چې د نادر خان په کورنۍ اعتبار نلري او تر څو چې يحيی خيل  واکداران وي، افغانستان ته به ستون نه شي . په نتيجه کې  غازي زمرک خان د خپلو دوو ورونو ډگروال مامون خان او سيد اکبر خان سره  د وزيرستان نه  د بريتانوي هند د واکمنۍ لاندې  سيمې ته  کډه او دسياسي پناه  تر غوښتلو وروسته  د ايبټ آباد په سيمه کې  ورکړل شوو کورونو کې ميشت شول . دوې  بيا د پاکستان تر جوړيدو وروسته هم د ايبټ آباد په سيمه کې اوسيدل .

د سيد اکبر خان ببرکزي څلور زامن دي . مشر زوې يې دلاور خان دئ ، چې د (۱۱)  کلنۍ په عمر د لياقت علی خان د وژل کيدو د پيښې په وخت د خپل پلار سره په کمپنۍ باغ کې  يو ځاې و. هغه د خپل پلار  تر وژل کيدو  وروسته، پرته لدې چې و پيژندل شي،  د پيښې له ځايه وتلې او د پنډۍ د ښار  په يوه جومات کې شپه تيروله چې هماغه شپه د پوليسو لخوا نيول کيږي . دلاور خان اوس هم ژوندې دئ . د سيد اکبر خان درې نور  زامن  فاروق خان ببرکزې، نورالله خان ببرکزې او محمد انور خان ببرکزې نوميږي .

د ببرک زي کورنۍ 

د دغه  کورنۍ مشر، غازي او بيا شهيد ببرک خان ځدراڼ،  د لويې پکتیا (پکتيا، خوست او پکتيکا) يو نامتو  اولسي مشر، د خپلواکی د جګړې اتل او د غازي امان الله خان او اماني نهضت د آرمانونو يو سرتيرې پلوي و.

د امريکې د ويليامز په کالج کې د انتروپولوژۍ پروفيسر او دافغانستان په هکله د دوو کتابونو ليکونکي «ديويد ايډواردز» د نن نه تقريباْ شل کاله مخکې ليکلي چې « افغانان په دودیز ډول د کورنۍ نومونه نلري ، خو دې نشتون د هغو خلکو لپاره ستونزې رامینځته کړي چې په ښاري مرکزونو کې د لوی شمیر ناپیژندل شوو خلکو سره ژوند کوي، کوم  چې اکثرا يوشان  نومونه لري . قبايلي پښتانه اکثرا د کورنۍ د نوم  په ځاې د خپلې قبیلې د نوم په کارولو سره دغه ستونزې حلوي، او د پیژندل شوو پلرونو اولادونه ځینې وخت  د خپل پلار نوم د کورنۍ د نوم په توگه  غوره کوي . د مثال په توګه ، د پکتیا د پيژندل شوي قومي مشر، ببرک خان،  زامنو د “ببرکزی” نوم، او  د [ کونړ ] د میر زمان خان زامن د «زماني» په نوم پیژندل شوي دي . خو گڼ شمير نور بيا د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په لسيزو کې د زده کړې دپاره په پوهنتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي، او ځانونو ته وروستي نومونه  (تخلصونه)  جوړ کړي دي .  [4]

غازي ببرک خان ځدراڼ

ببرک خان د ځدراڼو د مزک خان زوې د  ۱۲۴۱ لمریز هجري /  ۱۸۶۱  م کال په شاو خوا کې د خوست ښار لویدیزته په ۲۳ کیلومترۍ کې د ګیډورې په کلي کې چې د خوست – کابل تر منځ غځیدلي لویې لارې ته ورڅیرمه پرته سیمه ده، زيږيدلې و.

ده خپل  ژوند په خوارۍ او غریبۍ پيل کړې و، او د سيمې د نورو ځوانانو په شان يې د غرونو د جنګ او د وسلې چلولو مهارت زده و.  د نولسمې ميلادي پېړۍ په پای کې ببرک خان هغه وخت  د اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړوه، چې پر انګرېزانو يې غلچکي بريدونه وکړل . هغه وخت د ډيورنډ تړون شوی و او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا په هند تيری ښکارېدو نو امير ته يې شکايت وکړو.

امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم شیریندل خان ته فرمان واستوه، چې ببرک خان دې ورته حاضر کړي . ببرک خان کابل ته ورغلو او امير سره يې وليدل .  سراج التواريخ په دې هکله ليکي چې  ” د ببرک خان … حضرت والا ته ورسېد او د هغه پام یې واړوه اوعواطف او مهرباني یې وپاروله . هغه  ته د امير له خوا د المرې په کلي کې ځمکه او د ملکي غونډ مشري ورکړل شوه . کله چې له کابل نه د امرالدين خان په مشرۍ يو هيئت راغلو چې د انګريزانو د نقشې له مخې سرحدي حدود ورته په نښه کړي، نود سرحد له معلومولو وروسته غازي ببرک خان د سرحد په اوږدو کې دولس تاڼې جوړې کړې چې اوس هم دغه  تاڼې دده په نوم ياديږي.[5]

دی په ۱۸۹۸ م ( ۱۲۷۷ لمريز) کال د خوست د سيمې د امنيت مشر او خاصه دار و چې د هغې سيمې امنيت يې د يوه تړون له مخې ساته، خو وروسته دغه چارې منظمو لښکرو ته حواله شوی .   کله چې  په ۱۹۱۲ م کې د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وړاندې منګلو او احمد زیو بغاوت وکړ نوببرک خان د حکومت ملاتړ وکړو. په ۱۹۱۷ م کې هم دی د خوست د امنيتي چارو ناظم و.

په ۱۹۱۹ م کې کله چې غازي امان الله خان واک تر لاسه کړو نو ببرک خان د سید موسی شاه مندوزي سره کابل ته ورغلو او هغه ته يې بيعت ورکړ. [6]

ببرک خان ځدراڼ په هیواد او ولس مین، میلمه پال او مهربان شخصیت وو.  د خانۍ او مشرۍ با وجود یی د خپلې خاکساری له مخې د میلمنو پالنه او خدمت خپله کولو. هغه  د هوسا ژوند تیرولو پریمانه شخصي امکانات لرل، خو ده خپله هوساینه په وسایلو نه، بلکی د قومونو په اتحاد، اتفاق ، عزت او سوکالۍ کې لټوله .

 غازی ببرک خان د شتمنۍ او مشرۍ با وجود یبلې (لوڅې) پښې ګرځیده.  د صفیه حلیم په وينا، له همدی امله نوموړی په کابل کې په پښې لوڅۍ جنرال مشهور وو.  جنرال یی ځکه باله چې د هیواد د دفاع او د سرحدونو د ساتنې په برخه کې د هغه د غوره خدمتونو، هلو ځلو او مبارزې د قدردانې په موخه اعزازي جرنيلي ورکړ شوې وه.  غازي ببرک خان به هر وخت د کارتوسو ګردنی تړلې توپک په لاس او سپین موټي ساتووه به یی په کمربند کې ټومبلي وه. ويل کيږي چې یوه ورځ غازي امان الله خان ترې پوښتنه وکړه چې ته د لويې پکتیا پېژندل شوی مشر یي، ولې لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته ځواب ورکړو چې زه د قام مشر یم او چې خلک مې پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چې څپلۍ یا بوټان ولرم . [7]

د خپلواکۍ جګړه

د انگريزانو سره د خپلواکۍ د گټلو په دريمه جګړه  کې  غازي ببرک خان  د ټل او واڼه په برخه کې د خپلو دوو ننګياليو زامنو شیرک خان او زمرک خان او د ځدراڼو ، وزیرو، تڼیو د لسو زرو اولسې غازیانو په ملګرتیا ستره ونډه درلوده.[8]

د ببرکزي کورنۍ د اسنادو په روايت ، محمد نادر خان د خپل لښکر سره يو ځاى د جگړې محاذ ته په لاره څو شپې د غازي ببرک خان مېلمه و او بيا وړاندې لاړو. د نگاهی بتاريخ استرداد استقلال ليکونکې ارواښاد عزيزالدين وکيلي فوفلزائي پدې هکله د خپل کتاب په ۶۲ او ۶۳ مخونو کې ليکي چې «سردار محمد نادرخان سپه سالار بساعت ۶ شام بمنزل «وزه» وارد و پس از ملاقات با ملکان جدران بتاريخ ۲۷ ثور در وقت صبح عساکر از آنجا کوچ کرد و سپه سالار بساعت ۹ از عقب عساکر حرکت کرد و از باعث خرابی راه اسپ سواری فقير محمد بيطار در يک پرتگاه سقط شد. قوم ملک مگس خان و عسکر قومی ببرک خان از سپه سالار استقبال کردند. ليوک خان [زمرک خان -زمانی] پسردوم ببرک خان در راس لشکر قومی خويش حاضر و اهالی درين موقع بيرقی را که بيک طرف آن  (نصرمن الله و فتح قريب و بشرالمومنين) و بطرف ديگر آن  نشان دولت افغانستان و اسم مجاهد غازی اعليحضرت امير امان الله خان نقش بود بر افراخته پس از نيم ساعت راه پيمايی در علاقه المره رسيدند و به ساعت ۶ شام در منزل المره که قريه ببرک خان است، وارد شدند.»

د ببرکزي د کورنۍ په وينا ببرک خان یې ډېر تود هر کلی وکړ او دغه لوی لشکر د غازی ببرک خان په کور ګیدوره کی میلمانه وو او برسیره پر دی دوې د آزادۍ د لښکر لپاره څلو زره  د سپينو زرو کابلي روپۍ  نقدی ډالۍ کړی .

ببرک خان په خپل ځاى (المره) کې د انګرېزانو سره د جهاد لپاره يو لوی لښکر جوړکړو. په دوی کې د تڼيو، وزيرو، مسعودو، منګلو، ځدراڼو او په خوست کې د نورو قومونو جنګيالي شامل وو چې شمير يې شاوخوا (۹۰۰۰) نه  زره ته رسيدو، او په متون کې د نادر خان د پوځ سره يو ځای شول .

«د ۱۹۱۹ م کال د می د مياشتې په ۲۵مه نيټه، کرنيل عبدالقيوم خان  او کرنيل خدايداد خان د دوه ټولي پياده عسکرو او دوه توپونو سره چې د ببرک خان ځدراڼ په مشرۍ د ځدراڼو د قوم جنگيالي ورسره ملگري وو، د ټل او ميرانشاه تر منځ په سپين وام کې د انګرېزانو د تهاڼې نيولو ته ورځي، خو ددښمن قواوې، چه شمير يې (۳۰۰) درې سوه کسانو ته رسيدو، تښتي  او د هغوې له ډلې يواځې دوه ويشت تنه افريدي د خپلو ټوپکو سره افغانانو ته تسليميږي.  د دښمن قواوې تر تښتيدو دمخه خوراکي توکي (نخود، وړه، بوره، کچالو او نور) او جبه خانه سيځي. » [9]

 په سرحد کې بحران – د افغان دريمه جگړه  او د وزيرستان کمپاين ( ۱۹۱۹ او ۱۹۲۰ م) په کتاب کې انگريز مؤرخ براين رابسن د ټل په سيمه کې د جگړې په هکله ليکي چې «ميجر وايلي  [ ټل ته د رسيدو په لاره -زماني ] د جنرال ډايرهرکلې وکړ او هغه ته يې د افغانانو د وضعيت په هکله مفصل معلومات ورکړل . د ټل شمال ته د درې زره شاوخوا اولسي لښکرد ټل کلې او د خاديمخ د غر ټيټې لمنې نيولې وی . د هغوې شاته  د جنوبي نيمې تيراه اورکزيو او زايموخت  قبايليانو څارنه کوله او کتل چې برې به د چا په برخه کيږي . خو تر هغې هم لوی لښکر چې د خوست قبايل پکې وو او د بريتانوي هند “وزيرو” د ببرک ځدراڼ په مشرۍ د “اشکالۍ نالې” جنوب لوري غرونه نيولي وو. د افغان پوځ اصل ځواک د خپلو زياتو توپونو سره د کورمې سيند لويديځ، په خپيانګه او يوسف خيلو کې و، چې د نادر شاه مرکزي کمپ پکې جوړ و. په دې توګه ټل د دريو خواو نه محاصره شوی او يواځينۍ لاره چې څوک پرې تلی راتلی شول، ډاير(جنرال) پرې ورغلو. د افغان پوځ شمېره ( ۳۰۰۰)  او شا و خوا ( ۹۰۰۰) قبايل ورسره ملگري وو. ډاير ته څرگنده شوه چې د نادر شاه [ليکوال هغه د سپه سالار نادر خان پر ځاې د نادرشاه په نوم يادوي-زماني] عادي پوځ او توپې د ټل جنوب کې د ببرک ځډراڼ د سړو ملاتړ نشي کولی ځکه چې په منځ کې يې د ټل سيند و. د دې لپاره هغه لومړی په ببرک ځدراڼ د حملې نيت وکړو. خو د خپل نيت د پټولو لپاره هغه د ټل په کلي او په جنوب کې د قبايلو په سنګرو د ۸۹ بيټرۍ او د سرحدي گارنيزون د توپخانې ډزې پېل کړې.»[10]

د يادونې وړ ده چې په ډيرو ليکل شوو آثارو کې د آزادې غوښتونکو اتلانو لخوا د ټل د فتح کولو يا نيولو ته په اشاره کې د ټل د ښارگوټي او ټل د جنگي کلا (قلعه) تر منځ تيروتنه شوې ده، او د ټل د جنگي کلا د نيولو په هکله تر اوسه هيڅ ډول مؤثق سند تر لاسه شوې نه دئ .  په حقيقت کې د هغو عيني شاهدانو روايت سره سم چې د جنوبي په جبهه کې د سپه سالار نادر خان سره ملگري وو، وروسته له هغې چې (د ببرک خان ځدراڼ په مشرۍ) د ځدراڼو او منگلو اولسي لښکرو د ټل د ښار په لورې پرمختگ وکړ او د ټل د ښار او بازار دننه د خلکو د هرکلي سره مخامخ شول،  انگريزي پوځيان  د خپلو شاوخوا مرکزونو څخه راووتل او د ټل جنگي کلا ته يې پناه  يوړه . د څلورو توپونو لرونکې د انگريزي قواوو يو غونډ پنځه ورځې د افغانانو تر محاصرې لاندې وو. تر څو چې د جنرال ډاير د قواوو په رسيدو سره محاصره ماته شوه .  پدې هکله د زياتو معلوماتو دپاره د بازنگری دوره امانی د کتاب ۹۹-۱۰۴ مخونو کې مفصل معلومات کتلې شئ.

پدې هکله د زياتو معلوماتو يوه بله منبع د ظفر حسن ايبک د خاطراتو کتاب هم دئ، چې د محترم فضل الرحمن فاضل په زيار له اردو ژبې دري ته ژباړل شوې دئ . د سپه سالار نادر خان دغه ملگرې او د جنوبي د جبهې خبريال ليکي چې «…وقتى که قبيله هاى جدران و منگل به طرف شهر پيشقدمى کردند، افسران انگليسى از گرد و نواحى پايگاه هاى شان برآمده، به قلعۀ تل پناه بردند و بدين ترتيب راه شهر به روى مجاهدين باز گرديد. وقتى که مجاهدين وارد شهر گرديدند، اهالى تل با گرمجوشى از آن ها استقبال نمودند و براى شان شربت و ماست تقديم داشتند[11]». ظفر حسن  وروسته له هغې چې سنگر ته پر پيلانو د هويتزر د توپونو د رسيدو او د يوه غره شاته د ځاې پر ځای کيدو او خپله نادر خان لخوا د ټل د جنگي کلا د نښه کيدو په هکله معلومات ورکوي، ليکې چې  «روز ديگر چند گلوله به استقامت قلعه، از توپهاى جرمنى هوتزر آتش شد و لشکر به محاصره قلعه دست يازيد، اما اين کار ها قرين مؤفقيت نگشت و اميدى هم به تسليم شدن افرادى که در داخل قلعه بودند محسوس نبود.»[12]

د انگريزانو د پوځ په رسمې نشريې کې پدې هکله معلومات په لاندې ډول دي :

« به تاريخ ٢٨ مى آتش توپ هاى ١٠ سانتى مترى هويتزر  شديد تر  و دقيقتر شد.  ذخيرۀ پترول و پشته هاى کاه در خارج از قلعه و جيرۀ مواد غذائى در صحن ستيشن قطار آهن  به آتش کشيده شده، و دستگاه بيسيم هم هدف قرار گرفته براى چندى از کار بازماند.  براى  کم کردن گلوله بارى افغانها کوشش کرديم تا توسط دو بال طيارۀ قواى هوائى شاهنشاهى برمحل  توپ هاى دشمن بمب بريزيم . اين کار در آن وقت مؤثر بوده اما اين يک کمک مؤقتى بود (طى همين بمباران طيارات انگليسى احمد جان خان کميدان کابلى به شهادت رسيد).  ساعت ١٠ و ٣٠ (ده ونيم) قواى افغانى از داخل شهرک ټل کوشيدند قلعۀ جنگى ټل را مورد حمله قرار دهند.  اين حملۀ آنها به آسانى دفع شده و آنها دوباره به حملۀ دست نزدند.[13]

ببرک خان ځدران  چې د هيواد يو نامتو غازي او د غازي امان الله خان او مرکزي دولت يو سر تيرې پلوي و په ۱۹۲۴ م کال کې د منگلو د اغتشاش په دوران کې د دولت په پلويتوب يوې جگړې کې ووژل شو.[14] ويل شوي چې پدې جگړه  کې د ببرک خان يو ملګرى غزنې خان د ټوپک په ګولۍ ولګيدو نو ده ته يې نارې کړې.
هغه خپل ملګرې راپورته کوو چې په بلې ګولۍ په سينه ولګېدو او ځای پر ځای مړ شو. دی د ۶۳ کالو و او پخپل کلي المره کې خاورو ته وسپارل شو.

نومیالي افغان مورخ عزیزالدین وکیلي پوپلزي د فرهنګ کابل باستان د دویم ټوک په ۱۰۲۸ مخ کې پلازمينې کابل ته د ببرک خان ځدراڼ د شهادت د خبر د رسيدو په هکله ليکلي چې «ببرک خان جدران از مجاهدین جهاد استرداد استقلال افغانستان در جبهه جنوبی در سال ۱۲۹۸ شمسي – در برج سنبله سال (۱۳۰۳) هجري شمسی مطابق شهر صفر المظفر سنه ۱۳۴۳ قمري و موافق سپتمبر ۱۹۲۴ میلادي از طرف مخالفین استقلال افغانستان در قرارګاه خوست بدرجه رفیع شهادت رسید».

غازي ببرک خان نه (۹) زامن درلودل چې نومونه يې په لاندې ډول دي :

مشر زوې شيرک خان ببرک زې، د کورنۍ مشر نائب سالار زمرک خان ببرکزې،  قومي مشر شير محمد خان ببرکزې، ياور عبدالله خان ببرکزې، نعمت الله خان ببرکزې، ميرافضل خان ببرکزې، عبدالرحيم خان ببرکزې، ډگروال مامون خان ببرکزې او سيد اکبر خان ببرکزې .

(نور بيا)

[1] . Fetherling, George (2011-11-16). “AKBAR, Said”. The Book of Assassins. Random House of Canada.

[2] . غروال، محمد عارف. د غازيانو او اتلانو ياد کتاب  ۱۶۵ مخ .

[3] . د پکتيا د ځدراڼو قوم د  ۱۹۴۴ کال د اپريل  په مياشت کې د واکمنې کورنۍ په وړاندې پاڅون وکړ چې د هماغه کال د مې تر مياشتې يې دوام وکړ.  تر هغې يو کال وروسته د کونړ د ساپو (صافيو) پاڅون پيل شو. حکومت دا دواړه پاڅونونه د عصري وسلو په استعمال سره وټکول  (غبار، افغانستان در مسير تاريخ دوهم ټوک، ۲۰۲ مخ ) .  د کونړ د  پاڅون په هکله د افغان جرمن آنلاين او دعوت ميډيا ۲۴ په ويب پاڼو کې لدې قلم نه د  «قيام سال ۱۳۲۴ صافی های ُکنر» تر عنوان لاندې  شل  (۲۰) مستندې مقالې لوستلای شئ .

[4] . Before Taliban Genealogies of the Afghan Jihad. by David B. Edwards، ۲۶۰ مخ.

[5] . کاتب هزاره، ملا فيض محمد (۱۳۳۱).  سراج التواريخ، ۷۵۳، ۱۰۰۱، ۱۰۰۹ او ۱۰۱۸ مخونه.

[6] .  ځلمی، محمد ولي ( د افغانستان د علومو اکاډمي- ۲۸ اسد، ۱۳۶۸ه ).  زمونږ غازيان- محمد ولي ځلمی،– ۲۰۶ او ۲۰۷ مخونه

[7] . صفيه حليم ويبلاگ. https://www.safiahaleem.com/?p=3797، (د ۲۰۲۰ د اپريل  په ۲۵ نيټه وکتل شو).

[8] .  ځلمی، محمد ولي ( د افغانستان د علومو اکاډمي- ۲۸ اسد، ۱۳۶۸ه ).  زمونږ غازيان- محمد ولي ځلمی،– ۲۰۶ او ۲۰۷ مخونه

[9] . زمانی، عبدالرحمن (۲۰۱۳). بازنگری دوره امانی و توطئه های انگليس، ۹۶- ۹۷مخونه.

[10] . Robson, Brian (2004). CRISIS ON THE FRONTIER: The Third Afghan War and the Campaign in Waziristan 1919-1920 ۱۰۰-۱۰۱ مخونه.

[11] . خاطرات ظفر حسن آيبک (٢٠٠٣)، صفحات ١٩٣-١٩٥.

[12] .  خاطرات ظفر حسن آيبک (٢٠٠٣)، صفحات ١٩٨-١٩٩.

[13] .  Army. General Staff Branch (1926)، ٥٧ مخ  په حواله د بازنگری دوره امانی و توطئه های انگليس ۱۰۱ مخ

[14] .  غبار، مير غلام محمد (١٣٦٦)، صفحات  ٨٠٦ تا ٨١١..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply