په هند کې کورونايي جهاد؟واقعيت که مذهبي توطيئه!؟

څيړندوی عبدالصبور مبارز

0 719

محبوب علي د دهلي ښار شمال ختيځې سيمې، هري والي اوسيدونکی دی. نوموړی په دغه سيمه کې د هندوانو  يوې افراطي مذهبې ډلې په لښتو او بوټانو دومره وواهه چې له غوږونو او پوزې يې وينې وبهيدې. علي تازه د تبليغي اجتماع څخه کور ته راستون شوی وو. د دغې سيمې د هندوانو په باور نوموړی د کرونايي جهاد روزنې ته تللی وو او اوس يې تشکيل خپلې سيمې ته شوی او غواړي چې دلته هم د کرونا له لارې جهاد وکړي او موږ ټول ووژني. علي له وهلو وروسته مندر (د هندوانو عبادت ځای) ته يوړل شول او له هغه غوښتنه وشوه چې هندو مذهب ومني ترڅو روغتون ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.

دا او دې ته ورته پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې، کله چې تيره مياشت د هند په دهلي ښار کې له يوې تبليغي اجتماع څخه وروسته د څلور زرو تبليغيانو د کورنا (کويډ ۱۹) ټسټونه مثبت وختل. هندوانو دعوه وکړه چې په دې تبليغيانو کې پاکستاني پلوه تبليغيان هم موجود دي او غواړي چې د کرونا وايرس له لارې هندوان له منځه يوسي او کرونايي جهاد (د هندوانو په عقيده د کرونا له لارې د هندوانو  وژنې ته کرونا جهاد وايي.) ترسره کړي.

رسنۍ؛ د مذهبي افراطيت په خدمت کې

له دې پېښې وروسته يو لړ مذهبي افراطي ډلو په ټول هيواد کې د مسلمانانو پر خلاف د نفرت راپيداکولو هڅې پيل کړې. په ټولنيزو رسنيو او تلويزيوني چينلونو کې د مسلمانانو پر خلاف دروغ او ناوړه خبرونه خپاره شول. چا به ليکل چې زموږ د کور په خوا کې د مسلمانانو يو کور دی او د کور ټول غړي يې په کورنا اخته دي، چې بيا به ټولو ګاونډيو له هغوی سره راشه درشه نه کوله او له هغوی به يې نفرت کاوو. د جنوبي هند په تامل ناډو رياست کې يوې مذهبې ډلې په اتلسو (۱۸) تبليغانو ادعا وکړه چې دوی په کورنا وايرس اخته دي او له پوليسو  يې غوښتنه کړه چې هغوی ونيسي، له دې اعلان وروسته هندوانو او پوليسو له دغو اتلسو تبليغيانو سره ډيره سخته رويه وکړه، چې بيا وروسته معلومه شوه چې د دغو تبليغيانو له سره ټسټونه نه وو شوي.

هندي چارواکو او مذهبي ډلو په هند کې د کرونا د خپريدو ټوله پړه  پر مسلمانانو واچوله. تر دې چې په اترا پرديش ايالات کې پوليسو  د هغو تبليغيانو  د ښودلو  په بدل کې لس زره (۱۰۰۰۰) هندي کلدارۍ انعام هم کېښود چې په تبليغي اجتماع کې يې ګډون کړی وو.

د هند د واکمن ګوند، بي جي پي (Bharatiya Janata Party) مشرانو هم تبليغي جماعت په دې تورن کړ چې، په داسې حساسو شرايطو کې د تبليغي اجتماع راغوښتنه د دې ثبوت دی چې دوی په قصدي ډول غوښتل چې په هندوانو کې د کورنا وايرس خپور کړي او د دوي دې عمل ته يې د (Corona Terrorism) او غړو ته يې د (Human bombs يا انساني بمونه) نوم ورکړ.

د هندي رسنيو مشهور ژورنالست ديپک چورسيا چې په ټويټر کې يې تعقيبوونکي له يو لک کسانو څخه اوړي، په خپل يو ټويټ کې ليکلي وو: (( په اترا پرديش ايالت په پرياګراج (چې پخوا په اله آباد مشهور وو) سيمه کې يو ځوان د تبليغيانو له خوا له دې امله وژل شوی دی چې په تبليغيانو يې انتقاد کړی وو.)) د نوموړي له ټويټ وروسته د پرياګراج پوليسو وويل چې دا دروغ دي او هلته چې کوم ځوان وژل شوی هغه شخصي دښمني درلوده.

ناوړه رسنيز تبليغات او د مسلمانانو پر ژوند يې اغيزې

 دغه ډول خبرونه د دې لامل شول چې په کليو او ښارونو کې خلکو د مسلمانو پلورنکو څخه پلورنه بنده کړه. په روغتونونو کې ډاکټرانو د مسلمانو  مريضانو د تداوۍ څخه انکار وکړ. د ميرټ ښار د سرطان د تدواۍ روغتون، د کرونا د ټسټ څخه پرته د مسلمانو مريضانو پر اخيستنه بنديز  ولګاوو.

ګارډين ورځپاڼې په خپله ويبپاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې، چې په هغې کې د هند په اناکنهالي کلي کې ددغه کلي د پنچهايت (د کلي هغه پنځه مشران چې د کلي ټولې مسئلې حل کوي) مشر ښکاري، چې خلکو ته اخطارونه ورکوي، که چيرې چا د مسلمانانو سره اړيکې ټينګې کړې او يا څوک ورسره په خبرو وليدل شو، نو د ۵۰۰ هندي کلدارو څخه تر ۱۰۰۰ هندي کلدارو پورې به جريمه شي.

په ټول هند کې مسلمانان د ويرې له امله له خپل کور څخه نشي راوتلی. د شرم او بدو خبرو له امله مسلمانانو د ټولنيزو رسنيو استعمال بند کړ. د قرنطين پرمهال د دولت له خوا کېدونکي مرستې د مسلمانانو کورونو ته ونه رسېدې، يا ځاي چارواکو چور کړې او يا هم د پوليسو او هندوانو له خوا د هغوی کورونو ته پرېنښودل شوې. له يوې خوا د قرنطين او د مسلمانانو له پلورنځيو څخه د شيانو نه اخيستل او له بلې خوا د دولتي مرستو نه رسيدل هغه لاملونه وو چې د مسلمانانو د غربت کچه يې لوړه، دسترخوانونه يې تش او خيټې يې له لوږې سره  يواځې د الله دربار ته د لاسونو  په لپه کولو سره مبارزه کوله  او ځينې بيا دومره تنګ شو چې د ځان وژنې پرته ورسره بله لاره نه وه.

دلشاد محمود ولې ځان وژنه وکړه؟

دلشاد محمود د هماچل پرديش ايالت د انا سيمې اوسيدونکی وو، د دغې سيمې خلکو نوموړی د تبليغي جماعت سره تړلی ګڼلو او پر همدې لامل يې نوموړي ته سپکې سپورې ويلې،  هر وخت يې د هغه بې عزتي کوله او تر دې حده هغه ورټل شو چې پايله يې ځان وژنه شوه.

د دلشاد مور، بي بي سي اردو سره په مرکه کې وويل: ((زما د زوی ډيره بې عزتي کېده، تر دې چې خلکو د هغه څخه د شيدو اخيستل هم بند کړل او نوموړی تر دې تنګ شو چې ځان وژنه يې وکړه.))

د دلشاد ښځې انګليسي ورځپاڼې ټربيون سره په خبرو کې وويل: ((زما د خاوند له امله خلکو زموږ کور ته تګ او راتګ هم بند کړ، خاوند مې د دې هرڅه د ختمولو په موخه روغتون ته لاړ او د کورونا ټسټ يې وکړ چې پايله يې منفي وه، خو له هغې وروسته هم خلکو پرېنښود او همغه وو چې ځان وژنه يې وکړه.))

تبليغي اجتماع؛ يوه بهانه، يوه توطيئه

په هند کې مذهبي تاوتريخوالی تاريخي مخينه لري، د بابري مسجد نه رانيولې بيا تر  ۱۹۸۴م کال د جون  او اکتوبر د ۳۱ نېټې پېښې، د ۲۰۰۲م کال د ګجرات پېښه او دې ورته نورې ډيرې داسې مذهبي پېښې شوي دي چې په تاوتريخوالي اوښتې دي. که چيرې د مذهبي تاوتريخوالي مخينه وګورو، نو اکثره وخت د مسلمانانو د ځپلو په موخه، هندوانو يواځې بهانه لټولې او بيا يې مذهبي رنګ ورکړی دی. په اوسني وضعيت کې هم د مسلمانانو د ځپلو او له هغوی سره د کرکې او نفرت د پيداکولو لپاره، هندوانو يواځې يوه بهانه (تبليغيانو له خوا د کرونا خپريدل) پيداکړې ده.

ګارډين ورځپاڼې سره د دهلي د اقليتونو د کمېسيون مشر، ډاکټر ظفرالاسلام خان په خپلو خبرو کې ويلي: ((يواځې تبليغي جماعت ولې په دې ملامتيږي چې هغوی ډير خلک راټول کړي او اجتماع يې جوړه کړې او بيا د دوی له لارې کرونا وايرس خپور شوی، بلکې موږ په درجنو نور مثالونه لرو چې په هغې کې دولت، سياسي ډلو او بيلا بېلو نورو مذهبي ډلو هم لوی لوی اجتماع ګانې جوړې کړي دي، ولې دغه تور پر هغوی نه لږيږي چې د کرونا وايرس په خپرولو کې يې ونډه اخيستې ده. دلته ولې ټوله توجو مسلمانانو ته اوښتې ده، له دې معلوميږي چې دا يو مذهبي جنګ دی چې د مسلمانانو پر خلاف پيل شوی دی.))

لنډه دا چې د کرونا وايرس د خپريدو په تور د تبليغيانو او مسلمانانو سره داسې سپک وضعيت يواځې يوه بهانه او د مسلمانانو سره د کرکې د پيداکولو او د مسلمانانو د بدنامولو لپاره يوه توطيئه ده او زموږ هيله ده چې ملګرو ملتونه، اسلامي هيوادونو کنفرانس او نور لوی نړيوال قدرتونه په هند کې ددغه مذهبي تبعيض د پای ته رسېدو او مسلمانانو ته د هغوی د حقوقو ورکولو لپاره غږ لوړ کړي او له هند څخه وغواړي چې دغه مذهبي تبعيض زر تر زره پای ته ورسوي او مسلمانانو ته د هغوی حقوق ورکړي.

سرچينې

بي بي سي اردو ويبپاڼه

الجزيزه انګليسي ويبپاڼه

ګارډين ورځپاڼې انګليسي ويبپاڼه

ليکوال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز علمي غړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply