علی وزیر پدي تمه ترور شو چه د پښتون ړغورني غورځنګ په منځ کې د ویري فضأ خپره او د غورځنګ مشران د مبارزي د میدان نه وویستل شې. دغه ارزونه د واقعیتونو سره اړخ نه لګوې. د تاریخ په اوږدو کې هیڅ جابر د تروریستې عملیاتو له لارې هیڅ کله د حق او انصاف ږغ ندي له منځه وړي : د یاده ونباسو چه « پښتون ژغورني غورځنګ» په پښتونخواه کې د اویا زره بیګناه انسانانو په نتیجه کي وزږید. د احتمال نه لري به نه وې چه د دولتې تروریزم نوې وحشیانه پیل شوې څپه پاکستان د یو ستر طوفان سره مخ کړې.
اوسمهال د نړې په کچه پښتون ژغورني غورځنګ د فلسطین آزادې غوښتونکي سازمان ( ف، آ، غ، س ) په څیر، د حق او عدالت غوښتونکي د یو پیاوړې تحریک په حیث د دولتې او غیر دولتې چوړښتونو له خواه پیژندل شوي دې. که اسرائیل د خپل ستر وژوونکي جنګې ماشین په کارولو سره پدی ونتوانید چه ( ف، آ، غ، س ) له صحني نه وباسې، پاکستان د یو ټولنیز او سیاسې آسیب پذیر جوړښت او د ګاوندیانو سره په جنجال او شخړه اخته دولت سره هیڅ کله پښتون ژغورني غورځنګ شاه ته تمبولې نشې.
په پښتونخواه کي « آی، اس، آي » تل د اسلام تر نامه لاندي د روزل شويو تروریستانو په ذریعه د هیواد پالو فرهنګیانو او مدنې ټولنو د انصاف او آزادې چیغه ځپلي ده.
پدغسې حالاتو کې مرحوم عارف وزیر په شهادت رسیږې چه امریکايې پوځیان د افغانستان د خاورې نه د وتلو په درشل کې قرار لري.
خو د عارف وزیر وژنه دا حقیقت په داګه کوې چه پاکستان اراده لرې چه د امریکا په غیاب (چه په سیمه کي په دوه لسیزه کي د ژاندارم رول ولوباوه) په پښتونخواه کې د « آی، اس، آي » ملایان د مدنې ټولنو او فرهنګیانو سره په ټکر او تقابل کې واچوې. د اسلام د تقدس نه په سوء استفادې سره د مدنې ټولنو مشران او فرهنګیان د سیاسې ستیچ نه لرې کړې. په پښتونخوأ کې د استخباراتو په لاس د روزل شویو ملایانو نفوذ وغزوې.
امریکا ته په کار ده چه په خپل متحد پاکستان چه په پښتونخواه کې اسلامې استخباراتې او تروریستې شبکې په غزولو، د دولتې تروریزم په پراخولو او د ګډوډې په جوړولو پلان تر لاس لاندي لرې خپلي مرستي بندي کړې. یا لږ تر لږه د یوه اعلامیي له لارې د پاکستان دولتې تروریزم تقبیح کړې.
پاکستان د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې له برکته خپل نیمګړي ثبات او بشپړتیا د امریکا په سیاسې، دیپلوماتیک او پولې مرستې ساتلي. د افغانستان د جګړي په ختمیدو سره جوخت د امریکا او پاکستان ستراتژیک ملګرتیا هم تر پوښتني لاندي راځې. پاکستان په سیمه کي یتیم پاتې کیږې. د یو نامطمئن راتلونکې په ویره کي په هغو کسانو باندې ترورستې برید کوې چه د حق غوښتني سوله ایزه لاره غوره کړیده. دا د بي وسۍ او جُبّن ښکاره نښه ده. « پاې »
۰۳/۰۵/۲۰۲۰
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320