له طالب سره د ښاغليو خليلزاد وټرمپ مرداره ترهګريزه معامله 

سيد حسين پاچا

0 576

له طالب سره د ښاغليو خليلزاد وټرمپ مرداره ترهګريزه معامله 

ټرمپ به پر مړو پر تېزاب پاشلو ښه د سولې جايزه ترلاسه کړي

طالبانو ته پر مړو د تېزاب پاشلو اجازه چا ورکړې؟ خليلزاد، ټرمپ او که عمرانخان + د ISI مشر جنرال فيض الله؟

ولسمشر ټرمپ د خپلې هيلو د پوره کولو او لاسته راوړلو لپاره بشري جناياتو ته لار پرانېست

نوټ : د مړو بدرنګول، سېځل، بېحرمتي، تېزاب سېځنه (شيندل) او داسې نور اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. دا چې د ISI او نورې بدنامه ادارې د طالبانو لپاره دا ډول کړنې مشروع بولي، نو د افغانستان خاد خو لا تراوسه د طالبانو او نورو اتباعو له مړو سره داسې بد او نامناسب چلند خو له چا سره نه دی کړی، نو خلقی عباس ستانکزی، سهيل ټپوس، اميرخان نامتقي او داسې نور له ملا هبة الله وملا برادر راواخله تر تر ملا عبدالکبير، ملا فاضل مظلوم، شيخ محمد خطاب عمري تر پير اغا پورې دې د قرآن حديث خو لا څه ان چې په فقه حنفي او نورو فقهو کتابونو يې جواز نشته، نو دوی د چا په حکم دا کار کوي؟ البته حزب اسلامي وجمعيت اسلامي په تېر کې پر جينکيو د تېزاب شيندلو جرايم ترسره کړي دي.

خبریال وېب پاڼه :

[[په اروزګان کې طالبانو په هغو شهيد شويو سرتېرو باندې تېزاب شيندلي چې دوی ته يې مړي په لاس ورغلي دي.

طالبانو په ارزګان ولايت کې يوه بشري جنايت ته لاس اچولی او د شهيد شويو پوليسو پر مړو يې تېزاب شيندلي دي. ويل کېږي وروسته يې له يو شمېر سرتېرو څخه ”غوږونه“ او ”پزې“ هم پرې کړې او ”سترګې“ يې ورڅخه ويستلې دي.

په ارزګان کې د زر بي بي په نوم د يوه شهيد سرتېري مور ويلي خبريال ته ويلي چې طالبانو يې زوی لومړی برمته کړی او له وژلو وروسته يې پر جسد باندې ”تېزاب“ هم شيندلي دي. نوموړې زياتوي چې ښايي طالبانو په ژوند هم زيات شکنجه کړی وي خو وايي چې د زوی پر جسد شوی زياتی يې هره ورځ کړوي.

طالب اورپکو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورته جنايتونه کړي دي. په ارزګان کې د دغه شهيد سرتېري مور په چېغو چېغو ژاړي او زياتوي چې په زوی باندې شوی ظلم يې هره شېبه سترګو ته درېږي. نوموړې چې اوس د خپلو دوو کونډو نګېندو [اينګيندو] او يتيمو لمسيانو سرپرستي ور تر غاړې ده، په ترينکوټ کې په يوه خاورين او نړېدلي کور کې له خپل زوم سره اوسېږي.

نوموړې وايي چې زوی يې له هغو سرتېرو سره يو ځای چې موده مخکې په يوه پوسته کې د طالبانو لخوا نيول شوي وو، وژل شوی او دوی ته ۱۲ ورځې اجازه نه ورکول کېده چې مړی يې خاورو ته وسپاري.]]

دې پورته بوږنوونکي خبر ته په کتو / لوستلو ښاغلی خليلزاد، ولسمشر ټرمپ، عمران خان و قريشي + جنرال فيض الله او طالبان څه ځواب لري؟ ايا د ښاغلي خليلزاد او ولسمشر ټرمپ ضمير دا ايجابوي چې د خپلو هوسونو يا په نورو ټکو د ټاکنيز کمپاين د لاسته راوړلو (ګټلو) او نړيوالې سولې جايزې د لاسته راوړنې لپاره دې دا ډول نااسلامي و بشري و اخلاقي ضد کړنو او فجايعو ته اجازه ورکړ شي او يا پرې سترګې پټې شي؟ ولسمشر ټرمپ او اداره يې افغان حکومت او ولس د څه لپاره ګواښي؟ ايا نړيوال بشري دعوه ګير ته دا اړينه ده چې دغسې ناسمو او کرغېړنو نااسلامي، بشري واخلاقي ضد فجايعو تر سره کوونکيو ته د قطر په دوحه کې سياسي دوکانګی خلاص شي؟ د ښاغلي خليلزاد د ټولو منډو ترړو هڅو پايله او ثمره ايله همدا راووته چې له طالب اخر دغسې بلا جوړه شوه؟

***      ***      ***

کرنيل امام [ امير سلطان تارړ ] :

مونږ سره د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې هغوی ”د مجاهدينو سره په ديني“ او ”د هغوی د ذهن جوړولو“ برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې وو چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخې ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی به خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.

نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه ”د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه. (الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.

سمه بڼه : ((ان الضرورات تبيح المحضورات))

دوه ټکي له ديني اړخه روښانول :

  • د مجاهد ينو سره په ديني
  • د هغوی په ذهن جوړولو

زه په زغرده غواړم چې :

طالب مشر شيخ هبة الله (۱)، ملا عبدالغني برادر (۲)، شيخ محمد خطاب عمري (۳)، ملا عبدالکبير (۴)، ملا فاضل مظلوم (۵)، پير اغا (۶) او د اسلامي امارت پورې نور اړوند لوړپوړي چارواکي وپوښتم که دوه د اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث)) او زموږ له حنفي فقهې نيولې تر نورو ائمه وو د فقهو پورې داسې کوم کره او مستند لاسوند رامخته او راوړاندې کولی شي چې که ”د مجاهدينو سره په ديني“ او ”د هغوی په ذهن جوړولو“ کې شراب څښنه چې هغه د ISI له افسرانو په مېلمستياو جايز وي، نو رامخته دې يې کړي او کنه، نو دوی ايمانًا وديانتًا واخلاقًا د خپل امام [پېشوا] دغه څرګندونې څنګه توجيه کوي؟

پوښتنه :

ايا راشده خليفه ګانو چې د روم و فارس غوندې سترې امپراتورۍ يې ونړولې چې ابوعبيدة بن جراح او خالد بن وليد يې ستر سپه سالاران او لارښود ول کله يې هم په کومه غزوه کې صحابه کرامو ته د شراب څښنې امر کړی او ايا کله يې هم له هغوی سره په ”ديني“ او د هغوی په ”ذهن جوړولو“ کې شراب او نورو نامشروع کارونو اجازه ورکړې ده؟

پوښتنه :

ايا ايمان په ترک د نواهيو او محرماتو تازه کيږي او که د هغوی په کولو يا تر سره کولو تازه کيږي؟

پوښتنه :

د روم او فارس سترو امپراتوريو په فتحه کولو او نړولو کې نه ابوعبيدة بن جراح او نه خالد بن وليد رضی الله تعالی عنهما نه خپله شراب څښلي او نه يې خپلو لښکرو ته له هغوی سره په ديني او د هغوی په ذهنيت جوړولو کې د شراب څښنې امر کړی. ايا دين او ذهنيت جوړونه په شراب څښنې جوړيږي او که په ترک د نواهيو؟ کرنيل امام څنګه يو مُدرن اسلامي نظام او اسلامي امارت غوښته چې بنسټ يې د ISI د افسرانو په مټ د نواهيو په ترسره کولو اېښوول شوی؟ دا څنګه دين دی چې نه پېغمبر او نه يې راشده خليفه ګانو ته شراب څښنه جايز ده، خو د ISI افسرانو ته بيا په مېلمستياو کې په ديني او ذهنيت جوړولو ته جايز (روا) ده؟ ان تر دې چې خالد بن وليد رضی الله عنه زهر څښلي، خو شراب يې د فارس امپراتورۍ د فتحه کولو او نړولو لپاره نه دي څښلي، نو د ISI افسران لکه چې له هغه مبارک ډېر معتبره دي؟

پوښتنه :

قرآن خو ”مخمصة“ ويلې هغه هم د ولږې ((جوع)) په حالت کې هومره چې ژوند ((حياة)) وژغورل شي، خو قرآن مېلمستيا ((ضيافت)) نه دی ذکر کړی او نه يې خېټه ډکونه ويلې، نو بېګانه جاسوس کرنيل امام خو اوس زموږ په مينځ کې نشته، خو د ISI افسران او طالبان دغه حکم څنګه توجيه کوي؟ ايا د ISI د افسرانو لپاره په مېلمستياو کې شراب څښنه په دغه حکم ((ان الضروريات تبيح المحضورات)) کې راتلای شي؟ طالبي مشر شيخ هبت الله يې څه ځواب لري؟ زما نغوته طالب پلوه شيخ محمد خطاب عمري، پير اغا او نورو اړوندو ټولو چارواکيو ته متوجه ده چې وضاحت يې ورکړي.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

کرنيل امام :

((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

ځينې نور ټرينګونه مو هم دوی ته ورکړل يعنې څنګه د يو اسلامي نظام رامنځ ته کولو له پاره دوی کار وکړي او يو ماډل نظام جوړ کړي چې هغه په ټوله معنی ښه وي.

کرنيل امام له يو پلوه (اړخه) د ”غټ افسر“ خبره کړې او دا منښته هم کوي : ((ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم)) او له بل پلوه (اړخه) بيا د خپل کمپ [غونډ] د يو ديني عالم خبره کوي، نو عجيبه دا ده چې له يو پلوه (اړخه) دا مني چې ديني پوهاوی يې کمزوری او له بل پلوه (اړخه) بيا وايی چې د قرآن پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه او بيا په توکل نه پوهېده، نو د توکل پوښتنه د خپل کمپ له يو ديني عالم نه کوي او د شرابو لپاره پوښتنه بيا له خپل يو غټ افسر نه کوي او هغه افسر ورته د جهاد لپاره هر څه روا بولي، نو زموږ دا د اسلامي امارت لېونيان د ده دا ضد ونقيض خبرې خبرې څنګه توجيه کوي؟ دا موږ ته روښانه نه ده چې تفسير يې له چا او احاديث يې له چا او تر کومې کچې زده کړي دي؟ ايا دی پخپله، غټ افسر او د کمپ ديني عالم يې د دا ډول حکم وفتوی ورکونې مستحق ول او يا نه چې دا ټول تر پوښتنې لاندې دي او طالبانو اسلامي امارت بايد د دې ځوابګويه وي چې ولې او څنګه يې داسې يو بېګانه جاسوس ته پخپلو ليکو کې ځای ورکړی وو او ولې يې ورپسې لمونځ کولو؟ يو امام خو د خپلو مقتديانو د مرګ او وينې توېيدو فتوا نه ورکوي، نو نوموړي څنګه دا جرئت کولو چې ((د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي))، نو طالبان څوک دي؟

پوښتنه :

که ځانونه افغانان بولي، نو بيا خو د دوی وينه هم مرداره ده او که پنجابيان وي، نو بيا سمه ده، خو افغان ولس به د افغان طالب په نوم نه، بلکې د پنجابي طالب يا پنجابي په نوم وژني.

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

د اسلامي امارت ساده ګانو او لېونيانو ته،

ستاسې په شان د ISI نور چرګوړي هم ول او هغوی هم ستاسې په شان هيلې او غوښتنې لرلې، خو نن يې عقل سرته راغلی او اوس د افغانستان د هغه نظام چې تاسې اسلامي نه بولئ او ړنګول يې غواړئ يوه برخه دی چې ټاکنو ته هم ولاړ وو او خپل وزن او ځای يې په ټولنه کې وليده. هغه هم يو وخت د فلسطينيانو د بېرحمه وژنو د پړې ګوته هم ورته نيول کيږي چې د هغه په اوږو سپور وو او په ګرده نړۍ کې له ځان پرته نور څوک د ځان سيال نه ليده، خو نن خپل ځان او وزن په ټولنه کې محسوسوي چې څومره وزن او ظرفيت لري، نو تاسې چې اوس نوي د هماغې منحوسې ادارې د چارواکيو په اوږو سپاره ياست او له ځان پرته نور څوک نه وينئ، خو که يوځل ترې راکوز شوئ، نو ډېر ژر به خپل ځان و وزن (ظرفيت) او خپل ګرانښت په ټولنه کې ووينئ او خپل ځانونه به د خپلو ناوړه [شنيع] اعمالو په هېنداره کې ووينئ، خو لا تراوسه د باجوه او فيض الله په اوږه سپاره ياست او راکښته شوي نه ياست، نو ځکه خپل نظام درته نااسلامي او ړنګونه يې درته اړينه برېښي چې دا ستاسې په شان نورو چرګوړو ته هم هوبه هو همداسې وه.

نو ستاسې د پوهاوي لپاره دا اړينه بولم چې تاسې يوځل ((د افغانستان د جهاد داستان)) په غور سره مطالعه کړئ چې ستاسې لارښود او بنسټګر تاسې څنګه معرفي کړي ياست؟ ايا د هغه موخې له اسلامي ارزښتونو سره سمون خوري يا نه؟ د هغه سترې موخې مې درته پورته لنډيز کړي چې سوچ پرې وکړئ چې خدای مه کړه تېر ايستل شوي نه ياست. تاسې خو لا چړيان ياست ان تر دې چې ستاسې د ”ديني“ او ”ذهنيت جوړونې“ لپاره له تاسې سره د بېګانه ادارې افسران کار کوي او لا تراوسه مو پرې سر نه دی خلاص شوي، نو تېر ته په کتو يې زموږ مفسرين، محدثين، پروفيسوران، پيران او علماء بېلارې کړي وو، نو ستاسې د نيمچه ملايانو چې لارښود او بنسټګر مو هم له ديني اړخه کمزوری او نامسلکه وو څه حال به وي؟

لنډيز

زه د افغانستان په حکومت او د علماو په ټولنه باندې غږ کوم چې د خپل اړوند صلاحيتونو په چوکاټ کې له يونما، اروپايي اتحاديې + نړيوالې جنايي محکمې، امريکا سفارت او نورو اړونده بشري سازمانونو او ان د اسلامي هېوادونو له سازمان OIC سره خپلې اندېښنې شريکې کړي او دا وپوښتي چې رياست ”مقتدره حلقه“ او يا د پاکستان حکومت د قرآن کريم کومه بله داسې نسخه لري چې دوی ته دې پکې د خپلو نظامي واستخباراتي ((څارګري)) موخو د لاسته راوړنو او په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې مشروعيت وي، نو له موږ او نورو اسلامي هېوادونو او ان له نړيوالې ټولنې سره شريک کړي چې ويې څېړو او که نه وي، نو دا څنګه قرآن او دا څنګه دين دی چې دوی ته هر څه مشروع او نورو ته نه وي؟

د افغانستان حکومت د ټولو نړيوالو اصولو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې دا حق لري چې د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره خپلې ټولې اړونده اندېښنې له نړيوالو بنسټونو سره شريکې کړي او دا هم بايد په نړيواله کچه راپورته کړي چې :

”د خدای په لاره کې د جهاد له پاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيوته نه ګوري“.

هلته نوموړی په ښکاره ټکو د پاکستان د نفوذ او په سيمه کې د پاکستان د بيرغ ((هلالي جنډې)) د نفوذ او واکمنۍ خبره کوي چې دا يې سياسې ستنده ده او له بل اړخه بيا د جهاد يا د مذهب رنګ ورکوي، نو افغانستان خو پخپلو ټول تاريخ ان په کمونيستي پير نااسلامي نظام نه وو، نو دوی دا څنګه توجيه کوي چې يو تلپاتې اسلامي هېواد د خپلې هغه مشروع حق لپاره چې ترې يو وخت په زور اخېستل شوی، اوس يې دوی هماغه د هوس تندې په سر اخېستي او د مجاهد وطالب په نوم يې د اشغال خوبونه ويني، نو په داسې يوې پېچلې مساله کې چې مشروع حق او نامشروع هيله يا په بله مانا مذهب وسياست سره غوټه خوړلې او د سياست ونامشروع هيلې لپاره شراب څښنه د ”ديني“ او ”ذهنيت جوړونې“ لپاره جايز وي، له اسلامي هېوادونو له سازمان او نورې اسلامي نړۍ سره له هر اړخيز پلوه له پاکستان سره راپورته کړي چې څنګه او ولې يو بېګانه جاسوس او نامسلکه تن هغه هم د څارګرې ادارې له يو غټ افسر نه ورته د مشروعيت او د فتوی حکم رااخلي او خپلې لاسوهنې ته بيا د جهاد رنګ ورکوي شراب څښنه چې په نواهيو او محرماتو کې راځي وړه ګناه بولي، نو د پاکستان حکومت بايد افغان حکومت او د اسلامي هېوادونو سازمان، اسلامي او نورې نړۍ ته قناعت ورکړي چې طالب ته خپل وزن په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه روښانه شي.

د افغانستان حکومت د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره دا حق لري چې له يونما، اروپايي اتحاديې، نړيوالو بشري سازمانونو او له امريکايي سفارت سره په اړيکه کې شي چې د ولسمشر ټرمپ د ټاکنيزې سيالۍ د برياليتوب او د نړيوالې سولې جايزې لپاره له طالب سره د ښاغلي خليلزاد او قريشي سره څنګه مرداره معامله کړې چې طالب نه يوازې اورکم ته ونه هڅول شو، بلکې لا بشري واسلامي فجايعو ته مخه وکړه او اوس د حکومتي اتباعو او پرسونل له وژلو سربېره د هغوی جسدونه په تېزابو سيځي ايا ښاغلی ټرمپ، زلمی خليلزاد، قريشي وطالبان دا ډول کړنې څنګه توجيه کوي؟ که اړينه وي د افغانستان حکومت بايد له ديپلوماتيکو لارو خپلې اندېښنې له امريکايي مقاماتو په تېره بيا له کانګرس او سنا جرګې سره شريکې کړي چې د مذهب په نوم ناولې جګړې ته مشروعيت ورنه کړل شي او په راتلونکې کې له دا ډول بشري واسلامي واخلاقي فجايعو مخه ونيول شي.

که د رياست لپاره د پي ټي ايم د مشرانو او پښتونوژنه په دې پار روا وي چې د رياست پر ضد (خلاف) يې څرګندونې کړي دي، نو بيا خو د افغان حکومت لپاره د طالبانو وژنه هم روا ده، ځکه چې طالب خو نظام مني او نه ولس، بلکې نظام ګواښي او نظام ړنګوي، نو طالب بيا دلته له دې حکمه ځان مستثنی کوي؟ ولې ښاغلی خليلزاد او سپينه مآڼۍ چوپه ده؟

په درنښت

ارزګان کې طالبانو د پوليسو پر شهيدانو تېزاب پاشلي

https://khabarial.com/archives/3119

طالبانو د عارف وزير پر شهادت باندې خوشالي کړې

https://www.youtube.com/watch?v=Q8LWkVm86qI

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply