د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړې ثنا اعجاز وايي، هر هغه څوک چې د ډیورنډ کرښې دواړه لوري افغانانو ته ژوند وغواړي، د پاکستان لخوا ترور کېږي.

اعجاز وايي، عارف وزیر ځکه د پاکستان لخوا شهید کړای شو، چې هغه د ترهګرو خلاف غږ پورته کړی و.

هغې زیاته کړې، پښتونخوا کې د ترهګرو ځای پر ځای کول د پاکستان یوه اساسي دنده وه چې همغسې يې وکړل.

اعجاز ټينګار وکړ چې پاکستان د “ګوډ طالبانو” په واسطه چې دوی يې پالي او مینه ورسره لري، د پي ټي ام غړي پرې وژني او ګواښوي يې.

نوموړې څرګنده کړې چې پاکستان د پښتنو د هدفي وژنو لړۍ پیل کړې ده.

اعجاز وايي، پاکستان کې د بشري حقونو فعاله بنسټونه تش په نوم دي او د پښتنو په وژنو هېڅ غږ نه پورته کوي.

هغې زیاته کړې چې پاکستان کې د پښتنو نسل وژنه روانه ده.