د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله-دريمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,151

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:

دريمه برخه – د نادر  شاه د کورنۍ سره د ببرک خان ځدراڼ  د کورنۍ اړيکي

 

د سردار  محمد نادر خان (بيا وروسته نادرشاه) د کورنۍ (يحيی خيلو) او غازي ببرک خان د کورنۍ (ببرکزي ځدراڼ) پيژندگلوي او اړيکي د امير حبيب الله خان د سلطنت له وخته پيل شوي او د وخت په تيريدو سره په اماني، سقوي او نادريه دورو کې له دوستۍ وروسته د شکمنۍ او بيا دښمنۍ له پړاوونو تير شوي دي .

په سراجيه دوره کې د ببرک خان ځدراڼ او سردار محمد نادر خان تر منځ پيژندگلوي د پکتيا ولايت  د ۱۹۱۲ – ۱۹۱۳ کال د نا آراميو او پاڅون  په دوران کې د همکارۍ نه پيل کيږي .   د امير حبيب الله خان په وړانډې دغه پاڅون د پکتيا والي سردار محمد اکبر خان لخوا پر خلکو باندې د زور او فشار د زياتي او غلې دانو د جبري خريدارۍ او تر خوست پورې د رسولو د فشار له امله منځ ته راغی . دغه پاڅون د ۱۹۱۲ کال په پای کې پيل او د ۱۹۱۳ کال تر پيل پورې پنځه مياشت دوام وکړ. تر ټولو مخکې منگلو (مقبل، طوطاخيلو، جاجي ميدان او څمکنيو) وسله پورته کړه. وروسته بيا احمدزي هم ورسره شول. د ميدان خولې تهاڼه، د پټان نظامي مرکز او د خند خيلو رباط د خلکو تر بريد لاندې راغلل او د مرگ ژوبلې او جبه خانې د لاسه ورکولو سره د ماتې سره مخامخ شول . پاڅون کونکو تهاڼه نړولې وه او د تيرې تر کنډو (غاښي) پورې لاره يې د دولت پر مخ تړلې وه. ستر خان جانداد خان احمدزې ، چې په کابل کې ميشت و، هم د دولت سره لاس يو کړ چې پاڅون وځپي او پکتيا ته ولاړ، خو هلته يې د اړو- دوړ لمن نوره هم پراخه کړه، دا ځکه چې د هغه وراره محمد ولي خان لا پخوا هندوستان ته تگ راتگ او د انگريزانو سره ناسته ولاړه درلودله . دوې غوښتل د بزگرانو دغه پاڅون څخه په خپله گټه استفاده وکړي . ملک اصيل خان هم د جانداد خان په شان د پاڅون کوونکو خوا ونيوله . امير حبيب الله خان لومړې يو فرمان واستاوه او «پاچا ته اطاعت د اولی الامر اطاعت » د فرمول په وړاندې کولو سره يې د پکتيا د والي او د هغه د مامورينو د بدلولو او هغوې ته د سزا د ورکولو ژمنه وکړه . خو خلکو د خپلو عرايضو د نه اوريدو او پخوانيو وړانديزونو د نه منلو تجربه درلوده، نو ځکه يې د پاچا په ژمنو باور ونه کړ . پدې توگه اخ و ډب زيات شو. امير د پکتيا او غزني خانانو، حاکمانو او عسکرو ته د پاڅون د ټکولو د عمومي يرغل امر وکړ.

په پکتيا کې مشهور ځدراڼ (ببرک خان) د خپل متعلقه خلکو سره د دولت خوا ونيوله .   امير د پاڅون کوونکو په وړاندې د جنرال محمد نادر خان په مشرۍ يو غونډ منظم پوځ واستاوه. جنرال له ۹ پن غرني توپخانې او غرابين ټوپکو سره د تيرې غاښې ونيو، چې ۴۰۰ پاڅون کونکي پکې ووژل شول او د هغوې مرکز (تندان کلا) يې په گوليو او شرپنيل ونړوله  .   په نتيجه کې جانداد خان بريتانوي هند ته وتښتيد او پاڅون هم د جوړې د خبرو اترو او جرگو له لارې ختم شو، او دجنرال نادر خان رتبه نايب سالارۍ ته لوړه شوه  . [1]

په اماني دوره کې يو ځل بيا سپه سالار محمد نادر خان د خپلودوه ورونو شاه محمود خان او شاه ولی خان او غازي ببرک خان د خپلو دوو ځامنو شيرک خان  او زمرک خان سره د يوه سنگر ملگری شول  او د هيواد د خپلواکۍ په جگړه کې يې برخه واخيسته، چې مخکې ورته اشاره شويده .

په سقوي دوره کې کله چې سپه سالار نادر خان له فرانسې نه د بريتانوي هند له لارې بيرته  د هيواد جنوبي سيمې ته راستون شو نو د غازي ببرک خان د زوې زمرک خان (مزرک خان) ځدراڼ  تر مشری لاندې د ځدراڼو اولسي لښکرو يې ملاتړ وکړ او د جنوبي د نورو قومونو او د آزاد سرحد د وزيرو او مسعودو قبايلو په مرسته يې  دکابل په نيولوکې ورسره مرسته وکړه . 

د  نادرخان سره د  کابل په بيا نيولو کې د زمرک خان ځدراڼ مرسته   

د سپه سالار نادر خان سره د لومړي ځل د پاره د غازي ببرک خان د زوې او ځای ناستي ، زمرک خان ځدراڼ  سره مناسبات  هغه وخت بيا ټينگ شول، کله چې چې سپه سالار نادر خان کابل ته په رسيدو کې د پکتيا د سيمې د اولسي مشرانو څخه مرسته وغوښتله .

 

پدې هکله د غازي ببرک خان د لمسي (شيرمحمد خان ببرکزي د زوې) قاضي محمد عمر ببرکزي د ثبت شوو اسنادو په حواله ښاغلې محمد عارف  غروال ليکې «څه وخت چې جنرال محمد نادر خان د افغانستان سرحد تورو اوبو ته راورسيد نو د ببرک خان ځدراڼ زوی نائب سالار زمرک خان ته يې ديوه استازي په ذريعه احوال وليږه چې غواړم ستاسو کور ته درشم، نو هيله لرم چې له څو نورو مشرانو سره زما د هرکلي له پاره زما مخې ته راشئ . زمرک خان ببرکزی له خپلو دوو ورونو او يو شمير قامي مشرانو سره تورو اوبو ته ورغی. تر ستړي مشې او ښه راغلاست وروسته له تورو اوبو څخه په خوست کې د المرې مربوط په گيډوره کې د زمرک خان ببرکزی د کور په لور راوخوځيدل . د لارې په اوږدو کې جنرال محمد نادر خان په يوه داسې ځای کې چې دی او زمرک خان ځدراڼ له نورو ورسره ملگرو څخه په يوه جلا ځاې کې خبرې کولې زمرک خان ببرکزي ته وويل : زه د خپل آس په خورجينه کې د طلاوو غټې غټې کڅوړې لرم، دا در سره واخله او له خپل ځان سره يې وساته، زه به بيا د قامي مشرانو په وړاندې تا ته وړانديز وکړم چې زه په خپل دې سفر کې طلاوو ته ضرورت لرم، نو ته که ماته دوه لوې پتنوسونه طلاوې په پور راکړې انشاالله د کابل د نيولو سره سم به ستا پور ادا کړم .

زمرک خان ببرکزي همداسې وکړل، د جنرال محمد نادر خان د آس له خورجينې څخه يې دوه کڅوړې طلاوې د خپل آس خورجينې ته وليږدولې او چې څه وخت د زمرک خان ببرکزي کور ته ورسيدل او هلته د لويې پکتيا زيات شمير مشران هم موجود وو، ځکه هغوې ته لا پخوا تورو اوبو ته تر تگ دمخه زمرک خان خبر ورکړی او دوی ځانونه رارسولي وو، تر روغبړ او خبرو اترو وروسته جنرال محمد نادر خان يوه خوا او بله خوا وکتل زمرک خان ببرکزي ته يې په خطاب کې وويل : خانصاحب! ماته په دې لوی سفر او ستر پروگرام کې پيسې پکاريږي او زه دومره زياتې روپۍ نه لرم چې د خپل سفر اړتياوې پرې پوره کړم، نو که ته دوه پتنوسونه طلا په پور راکړې انشاالله د کابل د تخت د نيولو سره سم به ستا پور ادا کړم. زمرک خان له خپل ځاې نه پورته شو او يوه شيبه وروسته يې په دوو سترو پتنوسونو کې طلاوې راوړې او د محمد نادر خان په مخکې يې کيښودې. محمد نادر خان  په ډيرې مننې سره  هغه طلاوې په دوو سترو کڅوړو کې واچولې او خپل اړخ ته يې کيښودې.

جنرال محمد نادر خان د زمرک خان ببرکزي په کور کې څو شپې تيرې کړې، چې په دې موده کې د پکتيا د نورو قامونو زيات شمير مشران هم ورته راغلل، ددوې تر منځ خبرې اترې او مجلسونه په ډير شور او زوږ کې روان وو تر څو خبره تر دې بريده ورسيده چې د زمرک خان په شمول د پکتيا د ټولو قامونو مشرانو په يوه غږ له جنرال محمد نادر خان څخه پوښتنه وکړه چې جنرال صاحب نادر خانه!  تاسو چې د سلطنت د ترلاسه کولو له پاره ملا تړلې او غواړئ پراخې پرگنۍ له ځان سره ملگري کړئ، نو له موږ سره دا پوښتنه پيدا شوې ده چې ته د کابل تخت د چا له پاره نيول غواړی؟ جنرال محمد نادر خان په دير جرات او لوړ غږ وويل زه د کابل تخت او تاج د خپل بادار لايک کړې. محمد نادر خان د مشرانو سره دا خبره ومنله  او هغوې يو لوې مجلد عظيم الشان قرآن راوړ او د هغه په حاشيه کې جنرال محمد نادر خان په بشپړه توگه خپله دغه ژمنه وليکله، بيا يې خپل لاسليک پرې وکړ. مشرانو دغه عظيم الشان قرآن د امانت په توگه د نايب سالار زمرک خان ببرکزي په کور کې کيښوداو په ټينگه يې ورته وويل  چې دغه امانت به په خپل کور کې د يوه سند په توگه ساتې. خو څه وخت چې جنرال محمد نادر خان د کابل تخت ونيو او بيا هغه مهال چې سردار محمد هاشم خان د هيواد د صدراعظم په توگه د قدرت واگې ترلاسه کړل، نو د نايب سالار زمرک خان او وکيل شيرمحمد خان د وينا له مخې دغه لاسليک شوې او ټاپه شوې عظيم الشان قرآن د دوې پر کورنۍ باندې د دولت له لورې د پوځي بريد په نتيجه کې د دوې له نورې شتمنۍ سره يو ځاې  د دولتي قواوو لخوا يوړل شو خو دا بيا معلومه نشوه چې دغه معتبر سند په څه ډول سرنوشت اخته شوی »[2].

د ببرکزي کورنۍ په پورتني اسنادو کې درې مهمو ټکو ته اشاره شوې  ده، چې يوه يې د سرو زرو دوه کڅوړې، بله يې د عظيم الشان قرآن په مبارکه پاڼه داعليحضرت غازي امان الله خان لپاره  د کابل د نيولو د ژمنې لاسليک، او دريمه يې د غازي امان الله خان په بيرته راتگ د خلکو او اولسونو ټينگار دئ .

د طلاوو دوه کڅوړې

دسپه سالار محمد نادر خان سره د  سرو زرو يا طلاوو موجوديت په نورو کورنيو او باندنيو اسنادو کې ذکر شوي دي . خو داچې دغه سره زر څومره وو، له کومه شوي او هغه يې د منبع د پټولو کوښښ ولې کړې دئ،  پوره معلومه نه ده .

کورني ليکوال لکه سيدال يوسفزې (کوم چې د سيد قاسم رشتيا مستعار نوم دئ) وائي چې «  شاه محمود خان چې لا پخوا د حبيب الله [کلکاني] لخوا د يوه بلنليک او څلور سوه طلائي  پونډو سره جنوبي سيمې ته استول شوې و، نادر خان ته ورسيد».[3] د بريتانوي هند د آرشيف د يوه سند څخه څرگنديږي چې محمد نادر خان او د هغه ورور شاه ولي خان د ۱۹۲۹ م کال مارچ د مياشتې په ۶مه نيټه ټل ته ورسيدل او دکورمې په ايجينسۍ کې يې د انگريزانو د پوليټيکل ايجنټ يا د بريتانوي هند سياسي استازې  R. R. Maconachie (مکوناچې) لخوا تود هرکلې وشو. مکوناچې، چې پخوا په کابل کې د انگريزانو په سفارت کې د مستشار په توگه دنده درلوده، په خپل يوه رپوټ کې وليکل چې «هغوې د مازيگر په پنځه بجو «علی زيو» ته ورسيدل . مونږ ورته په «ډاگ بنگله» کې د اوسيدو ترتيبات نيولي وو، هغه د نور حسن دعوت قبول او د شپې د تيرولو دپاره د سيند پورې غاړه د «انځري» کلي ته لاړل . زه د مارچ د اومې نيټې په سهار د کپتان هارتيکان سره يو ځاې له سينده پورې وتلم او د سردارانو ليدو ته، چه مونږ ته يې انتظار ويست، لاړو. مونږ يو ځاې د علي زيو ريست هاوز (سرکاري ميلمستون) ته ستانه شو او هلته مو يو ساعت ملاقات درلود. هغوې له ما وغوښتل چې ليک يې شاه محمود خان ته واستوم  تر څو په پاړا چنار کې د دوې سره وگوري…شاه محمود خان د شپې په لسو بجو د «پيواړ» له لارې راورسيد او د سردار نادر خان او شاه ولی خان سره يې شپه په ډاگ خانه کې تيره کړه . د شاه محمود خان سره د هغه (وراره) احمد علی خان، غونډ مشر محمد هاشم خان، عبدالله خان [شاه جي] او الله نواز خان ملگري وو. تر هغې وروسته د دريو ورونو خصوصي مجلس  پيل شو. د موجوده خبر له مخې پدې مجلس کې شاه محمود خان، د حبيب الله کلکاني ليک نادر خان ته ورکړ. .. نادرخان د قامونو د چلند په هکله پوښتنه وکړه او شاه محمود خان ورته وويل چې د احمدزي غلجيو، ځينو لوگريانو او خوشي د شيعه گانو پرته ټول د نادرخان پلويان دي . سردار نادر خان وويل، داسې هيڅ کار بايد ونه کړئ چې خلک فکر وکړي دا ورونه د امان الله خان سره دښمني لري، يا د ناکامۍ په صورت کې ټولو ته رسوا شي . سردار شاه محمود خان بايد د خلکو اعتماد ترلاسه کړي او په مشرقي کې د هاشم خان د هلوځلو تر معلوميدو کوم بل کار سر ته ونه رسوي. که چيرې هغوې د جنوبي او مشرقي ملاتړ لاس ته راوړي، څلور واړه ورونه به کابل ته لاړ شي .

ايم ای حکيم هم، د چا په هکله چې مو د فبروري د ۸مې نيټې په هکله خبر راکړې و، د سهار په دوه بجو موټر سره له پيښوره راورسيد…سردار شاه محمود خان د طلاوو د خښتو يوه کوچنۍ بسته سردار نادر خان ته وسپارله . د مارچ د اتمې د سهار په اته نيمو بجو سردار نادر خان او شاه ولي خان خوست ته د تگ په غرض عليزيو ته راستانه شول او سردار شاه محمود خان نيم ساعت وروسته، خپلو ملگرو سره، د پيواړ له لارې آريوب ته لاړل.  درې واړه  ورونه په هماغه ورځ د ماسپښين نه وروسته په ترتيب سره،  د خوست او آريوب په مقصد، له سرحده تير شول» . [4]     

د غازي امان الله خان لپاره  د کابل د نيولو د ژمنې

 

سردار محمد نادر خان بريتانوي هند ته له رسيدو، بيا لاهور نه د تيريدو، او له پيښوره نيولې تر پکتيا او لوگره رسيدو پورې په ټوله موده کې په پرلپسې توگه د هندوستان خپلواکي غوښتونکو، خبريالانو او د افغانستان اولسونو ته د خپل راتگ په هکله  څه داسې ويل چې «زه افغانستان ته په راتگ کې کوم شخصي مقصد نه لرم . زه د تاج او تخت غوښتونکې نه يم. زه د اعليحضرت امان الله خان په اوسني حالت خواشينې يم، او د هغوې د شخصي خير او ټولنې د گټو دپاره به کار کوم. زما مقصد په افغانستان کې د امنيت او صلحې راوستل دي. زه به هر هغه چا سره بيعت وکړم چې ملت يې د پاچا په توگه ومني» . [5]  

د غازي امان الله خان لپاره  د کابل د نيولو د ژمنې او په عليخيلو کې د سردار محمد نادر خان په مرکز کې د يوې سترې قامي غونډې د پريکړې په گډون «د افغانستان د خپلواکۍ او نجات د پياوړي مجاهد، بريالي غازي او نامتو مبارز جرنيل يارمحمد خان وزيري په خاطراتو کښې» گڼې يادونې شوې دي ، چې دلته يې د نمونې په توگه يو څو مثالونه راوړو:   

« د ۱۳۴۸ هجري قمري کال د ربيع الثاني يو ويشتمه نېټه وه چې د سهار په لسو بجو باندې د عليخېلو په چوڼۍ کښې چې د محمد نادر خان مقر ؤ د مشرانو غونډه جوړه شوه او په دې غونډه کښې سپاہ سالار محمد نادر خان، کرنیل سردار شاه محمود خان، مولوي صاحب الله نواز خان[6]، حاجي صاحب نواب خان، زلمی خان منګل، زمرک خان ځدراڼ، سنگ خان منګل، عبدالغني خان گردیزی، فیض محمدد حاجي نواب خان زوی، غونډ مشر صاحب نور محمد خان ګردېزی، سردار صاحب امین جان د اعليحضرت امان الله خان ورور، فقیر محمد خان مومند د اعليحضرت غازي امان الله خان د سلطنت په دوره کښې د جنوبي سمت د ځنګلونو رئیس، حاجي صاحب جان خان سربلند، سید خان او لیپت خان د ځاځیو د ګل غوندۍ شبر جان تنی، سدوخان تنی، شادینخان دوړ او د وزیرو او مسودو ټولو مشرانو زما تر قیادت لاندې ګډون درلود.

 د ربيع الثاني د یوویشتمې جرګه سپاہ سالار صاحب په خپلو څو لنډو خبرو سره پیل کړ، په دې جرګه کښې بیا هم محمد نادر خان خپل مجبوریت او پرېشاني موږ مشرانو ته په گوته کړه، د سپاہ سالار صاحب د افتتاحیه وینا څخه وروسته، د جرګې او غونډې د گډون کوونکو د اوږدو خبرو نه وروسته موږ مشرانو او سپاہ سالار محمد نادر خان په دې لاندینی پرېکړه تعهد او پیمان وکړ :

1.  د ټولو قبيلو او قومونو مشران دې خپل جنګیالي وطن ته تر نجات ورکولو پورې ترغیب کوي

2.  د ځدراڼو، منګلو، ځاځیو او ګردېزیانو لښکر دې بېل وي او د وزیرو، مسودو، دوړو او تڼیو د جنګیالیو لښکر دی بيل وي.

3.   د حبیب الله د طرفدارانو سره د جنګ او جګړې ټول امور به د مشرانو په پرېکړه او فیصله سره کېږي

4.   د کابل تر نیولو پورې دې سپاہ سالار صاحب په علي خېلو کښې ځای پر ځای وي او کرنیل شاه ولي خان دې دسپاہ سالار په وکالت د لښکرو سره مل وي.  

5.  د وطن د نجات نه وروسته دې اعليحضرت غازي امان الله خان سلطنت کولو ته راوغوښتل شي او یا دې دده د خېلخانې څخه وبل اهل ته سلطنت وسپارل شي.

6.   د اعليحضرت غازي امان الله خان تر راتګ پورې به سپاہ سالار صاحب د سلطنت وكيل وي.

7.   حقاني علماؤ او مشایخو د طریقت ته دې په درنده سترګه او عزت سره وکتل شي[7]

د زياتو معلوماتو دپاره د همدې کتاب نور مطالب لکه «د سلطنت پر سر د مشرانو دوگانگي او د نادرخان عهد شکني» ۳۲۹ مخ،  او محمد نادر خان ته د هغه د عهد شکنۍ يادونه» ۳۳۳ مخ کتلې شئ . 

د يادونې وړ ده چې د سپه سالار محمد نادر خان ورونو هم په کراتو کراتو د هغه په شان وعدې کړي دي . د مثال په توگه  د انگريزي استخباراتو په رپوټونوکې د مکوناچي، انگريزي پوليټيکل ايجنټ، ټل ته د خلافتيانو د يوه ليږل شوي هيئت او سردار شاه محمود خان سره د کتلو په خبر کې ليکل شوي چې «شير زمان او گلباز د ۱۹۲۹ م کال د مارچ د اتمې نيټې په سهار له شاه محمود خان نه وغوښتل چې  هغوې ته اطمينان ورکړي چې سردار نادر خان او ورونه به خپلې ټولې گيلې او خپگانونه څنډې ته ږدي او د غازي امان الله خان د سلطنت د اعادې دپاره په گډه زيار باسي . سردار شاه محمود خان په ځواب کې وويل چې د هغه کورنۍ ځانته د تاج او تخت غوښتونکي نه دي ».[8]   

د غازي امان الله خان په بيرته راتگ د اولسونو ټينگار

 

 که څه هم د غازي امان الله خان د واکمنۍ د نسکورولو په هکله پدې وروستيو کلونو کې تر زياتې اندازې د هيواد د خپلواکۍ او ترقۍ د دښمنانو د ناوړو تبليغاتو په مټ جوړې شوې کيسې له تاريخې حقايقو سره جلا شوی دي، دلته غواړم، پرته لدې چې د هيواد په جنوبي سيمو کې تير ذکر شوي مطالب تکرار کړم، يو څو محدودو داسې نورو اسنادو ته هم اشاره وکړم چې د هماغه وخت د مشرقي د اغتشاش نه لږه موده وروسته په  خلکو کې د غازي امان الله خان محبوبيت  او د هغه په بيرته راتگ د اولسونو ټينگارڅرگندوي :

کله چې سردار محمد نادر خان  او ورونه يې له فرانسې نه بيرته راستانه شول نو د کابل د نيولو پلان  يې بايد د جوړې شوې نقشې سره سم  گام په گام پلې شوې وای. خو دا پلان  د زياتو خنډونو او ځنډونو سره مخامخ  شو. ددغه پلان له مخې سردار هاشم خان د مشرقي او نادرخان او شاه ولي خان د جنوبي په سيمو کې افغانستان ته ورننوتل . د بريتانوي هند د محرمانه اسنادو په شهادت ، او د نادرې دورې د تبليغاتي کتابونو لکه «نادر افغان» او «بحران و نجات» د ادعاگانو په خلاف ،  د دوې د پرمختگ په وړاندې تر ټولو ستره او مهمه ستونزه د غازي امان الله خان په بيرته راتگ د اولسونو او پرگنو ټينگار وو. په پيښور کې د انگريزانو کميشنر په يوه استخباراتي رپوټ کې وليکل چې «د ټولو منابعو څخه رسيدلي رپوټونه  په جنوبي او مشرقي ولايتونو او همدا شان آزادو قبايلي سيمو کې د حالاتو ناڅاپي بدلون ته اشاره کوي ، او د خلکو احساسات د امان الله خان په گټه مخ په زياتيدو دي . نادر خان د خوست د مختلفو قومونو لخوا تر فشار لاندې دئ چې امان الله خان سره خپل څرگند پلويتوب اعلان کړي، که داسې نه وي نو هغوې به يې مرسته ونکړي . دې ته ورته په «لعلپورې» کې هم د «بايزو» او «خويزو» د څانگو مشرانو په کلکه هاشم خان ته ويلي چې هغوې به يوازې د امان الله خان د سلطنت د بيرته اعادې په صورت کې د هغه سره مرسته وکړي»[9]. 

عجيبه خو لا دا وه چې هماغه ملک محمد علم خان او ملک محمد افضل خان چې څلور مياشتې مخکې يې د شينوارو بغاوت کړې وو، اوس په مايوسئ او ناکامۍ سره هاشم خان له خپلې سيمې وويست . خو د خوگياڼيو سره هم د هاشم خان چانس دومره ښه نه و. خو څرنگه چې دا سيمه کابل ته نږدې وه، هاشم خان  د ټولو شوو قواوو په مټه ځان هدف ته نږدي گڼلو، خو کله چې د حبيب الله قواوو د کابل نه حرکت وکړ، نو د خوگياڼيو ملکانو د هغه ملگرتوب پريښود او د برياليو قواوو ملگري شول . [10]

 (نور بيا)

 



[1]. غبار، غلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ، لومړې ټوک، دريم چاپ (۱۳۶۶)۷۱۱ او ۷۱۲ مخونه .

[2].غروال، محمد عارف . د غازيانواو اتلانو ياد،۱۴۰-۱۴۳ مخونه .

[3]. سيدال يوسفزې . تاريخ سکوت ميشکند – نادر چگونه به پادشاهي رسيد، ۷۲ مخ.

[4]. د بريتانوي هند د اسنادو د آرشيف د ۱۹۲۹ کال د مارچ د مياشتې د ۹مې نيټې د ۲۱۸ شميره يادداشت په مټ، د عبدالرحمن زماني د بازنگري دوره امانی و توطئه های انگليس۴۳۶ – ۴۳۷ مخونه

[5]. کشککي، برهان الدين (۱۳۱۰). نادر افغان، لومړې ټوک ۳۴۹ -۳۵۱ مخونه .

[6]. دا سړی چې د خلکو د غولولو دپاره يې د انگريزي څارگرو په شان د مولوي په جامه کې د مشخصو اهدافو دپاره خدمت کولو د هندوستان د ملتان د خان بهادر رب نواز خان زوې و. چېد سردار محمد نادرخان په واک ته روسولو کې يې مهم رول درلود او وروسته د دربار د وزوير، د فوايد عامې د وزير، په المان کې د افغانستان د سفير او په اروپا کې د غازي امان الله خان د څارلو او وژلو د هڅو په شان مهمې دندې وسپارل شوی .

[7]. د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخد جرنيل يار محمد خان وزيرې په خاطراتو کې (۱۳۷۹)، ۲۵۳ -۲۵۹.

[8]. د بريتانوي هند د اسنادو د آرشيف L/P&S/10/1301 شميرې سند چې په کورمه کې د ۱۹۲۹کال د مارچ د مياشتې له ۶ مې تر۸ مې نيټې د په موده کې د سردار نادر خان، شاه ولی خان او شاه محمود خان د کتلو په هکله د کرمې ايجنسۍ د پوليټيکل ايجنټ مکوناچې د تبصرو په هکله دې . د زياتو معلوماتو د پاره د عبدالرحمن زماني د بازنگري دوره امانی و توطئه های انگليس۴۳۶ – ۴۵۰ مخونه وگورئ .

[9]. د بريتانوي هند د اسنادو دآرشيف۶۴۸ شميره تلگرام – د ۱۹۲۹ کال د مارچ د ۱۴مې نيټې د شمال لويديز د سرحدي ايالت د عمومي کمشنر ټلگرام

[10]. سيدال يوسفزې، نادر چگونه به پادشاهي رسيد، ۷۰ او ۷۱ مخونه .

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله– لومړۍ برخه

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله-دوهمه برخه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply