د ملاعمر زوی نوی اضافي دنده او اثرات یې

مولوی مفتی ثاقب افغان

0 649
– کوټه بلوچستان
د طالبانو د یومشر پرانستی خط
د افغانستان غیرتمن، غافل او مظلوم ولسه.
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
بعد له یو څه وخته ستاسې په خدمت کې د زړه له درد سره حاضریږم. د خپلو لومړنیو مکاتیبو اغیزو ته په کتلو سره زما تقاضا وه چې له تاسې سره جریانات ژر زر شریک کړم خو له بده مرغه چې یو خو د وبا له امله هر څه بند شول،په کوټه او پېښور کې ګڼ مشران او کورنۍ یې او همداسې په داخل کې ډیر قومندانان او مجاهدین دغې وبا لاندې کړل چې زیاترو یې ځانونه قرنطین کړل.له بله طرفه ما ته په تېرو.میاشتو کې د ځینو مهمو هیئتیو راپورونه هم پاتې وو چې باید تکمیل کړي او د مشرانو خدمت ته مې وړاندې کړي وای.
په هر حال په دې تمامه مرحله کې داسې فکر کیده چې کارونه به له تړون سره سم پر مخ لاړ شي.زه خدای شته دې ټکې ته ډېر وارخطا وم چې امریکایان به تړون عملي کړي،د کابل اداره به هم وهڅوي چې د امارت ټول بندیان خوشې او بین الافغاني تفاهم ته لاره هواره کړي، د بین الافغاني تفاهم له پیل سره به مسسلې مطلقا داخلي بعد خپل کړی وو او افغانان به توانیدلی وای چې له بیروني مداخلته په پاکه فضاء کې یې خبل سرنوشت تعین کړی وای.زما باور دا وو چې ښایي په دغه موده کې امارت اوبه خړې کړې وای،په یوه او بله پلمه یې پروسه سبوتاژ کړي وای او د ولایتي مرکزونو او بالآخره د کابل د سقوط له لارې یې حکومت په زور نیولی وای.څنګه چې موږ په داخل د امارت کې پالیسي جوړونکو او بریکړه کونکو ذواتو سره په څنګ کې قرار لرو نو موږ د امارتي مشرانو د دې پریکړې عیني شاهدان یو چې سرو قطعاتو، لیزري قطعاتو، کومانډو یونټونو او د فدایانو معسکراتو یې د تیارسئ امر کړی وو.د نظامي کمیسون په قیادت کې یو دولس کسیز هیئت د مجاهدینو د محاربوي او لوجستیکي ضروریاتو د برآورد لپاره ټاکل شوی وو.زما د معلوماتو له مخې روسانو او ایرانیانو د ثقیله او دافع هوا په برخه کې بشپړي همکارۍ ته سینه ډبولي وه، خو د امارت د مشرانو دغه خوب هغه وخت د تعبیریدا پر ځای په یوه ډارونکي خوب بدل شو چې دوي ته د پاکستانیانو او نورو خواخوږو له خوا دوه حقیقته په ډاګه شول.
لومړی دا چې د تړون په تنفیذي اسنادو کې امارت د ولسوالیو او ولایاتو پر مراکزو له تهاجمي بریدونو څخه منع کړای شوی دی او که د کابل د ادارې پر کومه نظامي قرارګاه برید کیږي نو امریکایان به یې نظامي ملاتړ ته راتلای شي.
دوهم دا چې امریکایانو بیخي په غیرمترقبه ډول د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له لارې یو قرارداد پاس کړ چې تر مخ یې امارت د امریکا،نړۍ او ملګرو ملتونو لپاره یو غیرقابل قبول تشکیل اعلان شو او که طالبان د امارت د بیا قیام هڅه کوي،نړیواله ټولنه به یې په هر صورت او هر قیمت مخنیوی کوي.
دا دوه داسې ترخه حقیقتونه وو چې د مشرانو تر منځ یې بحثونه او ناندرۍ را وبارولې خو څنګه چې اوبه له ورخه تیرې وې،ځکه نو مشران هم ساړه شول او په نه زړه د تړون تطبیق ته کیناستل.
خو له بده مرغه دغه مهال د کابل اداره د دې پر ځای چې حقائق درک کړي او د تړون د بشپړ تطبیق لپاره زمینه برابره کړي، د بندیانو د خلاصون په کار کې د خنډونو د ایجادولو له لارې یې د هغه د سبوتاژ هڅې پیل کړې.
د کابل اداره باید پر دې حقیقت پوه شي چې یواځې همدغه تړون دی چې د ټولو اړخونو د حیثیت او عزت تأمین یې کړی دی کنه زموږ په چم ګاونډ کې شته مغرض قوتونه همدې ته ناست دي چې څنګه د کابل اداره یوه غلطي وکړي او څنګه دوي له هغې نه په استفاده سره دغه پروسه تخریب او د افغانستان حالات یو ځل بیا په خپله ګټه را وڅرخوي.
موږ قطر ته د خپل سفر په وخت کې هم په خبل مکتوب کې ټولې هغه هڅې تشریح کړي وې چې له مخې یې آي ايس آي زموږ په سیاسي دفتر کې ژور نفوذ ترلاسه کړی وو او زموږ له شیوخو نیولي تر سرشوخو مجاهدینو پورې یې د دفتر غړي جاسوسۍ ته استخدام کړي وو.
د تړون په تطبیق کې د ځنډ له امله آي ایس آي یو وار بیا د امارت په چارو کې سخت متحرک شوی دی.
وروسته له دې چې د امارت مشرتابه بالاتفاق د تړون د تطبیق بریکړه وکړه،په اسلام اباد کې د خطر زنګونه وکړنګیدل او هغه له دې امله چې د تړون په تطبیق کې دلچسپي د ملکيانو په پرتله په نظامیانو کۍ زیاته وه.هر حکمت چې وو،صدر صاحب ابراهیم،ګل آغا ساکزی او نور هلمندمیشتي د تړون په تعمیل کې ډېر سرګرمه ښکاریدل.پاکستان چۍ وار دمخه یې زموږ سیاسي او سفارتي قیادت تر خپل ګورت لاندې راوستلی وو،اوس یې زموږ د نظامي مشرتابه د خپلولو هڅې هم پیل کړې.د دې مقصد لپاره آي ایس آي د تېر مارچ په شلمه نېټه امیرخان متقي اسلام اباد ته په یوه خصوصي فوکر طیاره کې ور وغوښت او له هغه یې وغوښتل چې په کوټه کې له مشرانو سره خبر وکړي او هلمند میشتې مشران یو ځل اسلام اباد ته را وغواړي.خو ېما د مؤثقو او لومړي لاس معلوماتو له مخې متقی ورته دوه خبرې وکړې.
لومړی دا چې هلمند میشتې مشران آي ایس آی د منصور قاتله اداره بولي او په هیڅ قیمت به راتګ ته زړه ښه نکړي.
دوهم دا که چېرته آی ایس آی د ده او د وروڼو شناخته کارټونه له بلاک لسټه وباسي او د وروڼو بانکي حسابونه یې خلاص کړي،دی حاصر دی چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
زما د معلوماتو له مخې یواځی د الریاض ایسوسي ایټس په نامه د امیرخان متقي د ورور عبدالقادر په یوه اکاونټ کې ۶۲۰ میلیونه کلدارې ضبط پرتې دي.
آي ایس آي ورسره په دې برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او متقي صاحب هم په هماغه قوکر  نظاکی  طیاره کې بېرته کوټې ته ستون شو. امیرخان متقي دلته د مرحوم امیرالمؤمنین زوی مولوي یعقوب، حاجي ملا فاضل اخند، ملا عبدالقیوم ذاکر ته په نوي کلي،هنه بای پاس کې په خپله نوي بنګله کې د یوې مکلفې میلمستیا په ترڅ کې د آي ایس آي دغه پیغام چې صدر صاحب او ګل آغا حاضر کړي، ورسول.دغو مشرانو له ګردي جنګل نه د مخابرې له لارې تماسونه ونیول خو مشرانو پاکستان ته راتلل ونه منل. کوټې ته د دغه پلاوي له راستنیدو سره سم د امیرخان متقي په شمول دغه ټول خلک په فوکر طیاره کې اسلام آباد ته یوړل شول. هلته د آي ایس آي مشر جنرال فیض دوي ته وویل چې امریکایان وايي موږ راپورونه لرو چې ملکي او نظامي طالبان د صلحې د تړون په برخه کې یوه خوله نه دي، سیاسي طالبان له موږ سره په توافق ژمن ولاړ دي او نظامي طالبانو خشونت زیات کړی دی. که څه هم حقیقت داسې نه وو او لکه ما چې وویل نظامیان د تړون په تطبیق کې تر نورو جدي وو خو اصل خبره او د آي ایس آي موخه دا وه چې پروسه له افغاني ماهیته وباسي. موږ له ډیرو ثوي مشرانو داسې هم خبر شو چې د پاکستان په دغه سازش کې تر یوه حده امریکایان او خصوصاََ خلیلزاد هم شریکان دي، ځکه چې امریکایان فکر کوي که طالبان د تړون او یا هم بین الافغاني تفاهم د پروسې له لارې صحنې ته داخل شي نو موقف به یې حاکمانه او خورا پیاوړی وي چې دا به په افغانستان او سیمه کې د بنسټ پالنې د خپریدو سبب شي چې دا څه هم امریکا ته او هم پاکستان ته تاواني دي.
پر همدې بناء دواړه هڅه کوي چې د اسلامي امارت د هستې د شیندلو له لارې هغوي له افغان حکومت سره په یوه کمزوره موقف کې نېغ په نېغه خبرو ته کینوي او په یوه ناچیزه معامله یې راضي کړي.
تر بدو بدتره یې لا دا چې د امارت د تقسیم او انشعاب په دغه لوبه کې امیرخان متقي د آی ایس آي له لورې لوبیږي او زموږ مخلص خو ساده مشران ورباندې پوهیږي هم نه.
لنډه دا چې جنرال فیض له دغو مشرانو وغوښتل چې د صدر ابراهیم او ګل اغا ساکزي په شمول په هبمند کې مېشت نظامي مسئولین اسلام اباد ته حاضر کړي تر څو دنیا ته دا تأثر ورکړل شي چې طالبان که ملکي دي که نظامي څنګ په څنګ سره ولاړ دي.
دغه کسان کوټې ته په فوکر کې راوړل شول.دوه ورځې وروسته په څرخکه کې لومړی ګردي ځنګل او له هغه ځایه برامچې ته انتقال کړای شول. له برامچې نه د طالبانو په موټرانو کې سنګین ته یوړل شول. هلته یې له صدر صاحب او ګل آغا ساکزي سره اوږده مجلسونه وشول او ضمنا یې د جنرال فیض دا پیغام هم ورته ورساوه چې دوي پاکستان ته سفر وکړي. خو صدر صاحب احساساتي شو او مشرانو ته یې وویل چې که تاسې زموږ پر ځای شئ، پګاکستان مو محبوب مشر پر امریکایانو خرڅ کړي او هغه یې په اور کې وسوځوي ستاسې دریځ به څه وي؟
ګل اغا ساکزي ورته وویل چې پاکستان له موږ سره هغه وخت لا نه وو مخلص چې موږ په پاکستان کې اوسیدلو، اوس یې ناڅاپه دومره اخلاص له کومه راغی؟ لنډه دا چې مشرانو دلته هم د نفی ځواب ورکړ او هيئت خالي لاس کوټې ته راستون شو. د مشرانو دې کار د مقاماتو غوسه را وپارول او په ځواب کې یې د هلمند د هستې د کمزوره کولو کوششونه شروع کړل. په دې برخه کې یې متقي ته وظیفه ورکړه چې د مرحوم امیرالمۇمنین زوی مولوي یعقوب تر دوي پورې ور ورسوي. څنګه چې متقي له مولوي يعقوب سره دوستانه اړیکې لري او کوټې ته نژدې په خپل الریاض ښارګوټي کې یې ورته کور هم جوړ کړ ی دی، ځکه یې نو وکړای شول چې مولوي یعقوب اسلام اباد ته پر تللو قانع کړي. له لومړني ملاقاته وروسته مقاماتګ او یعقوب سره نېغ په نېغه په اړیکه کې شول. یعقوب څنګه چې له عمره کشر دی، دغسې د مرحوم امیرالمؤمنین په رقم خوشباوره هم دی او ژر خطا ایستل کیږي. مولوي یعقوب ته د ځاني او کورنسو لګښتونو لپاره خورا زیات مادي امکانات په واک کې ورکړای شول. پخوا یه یعقوب د میلمه په جیب کې سترګې خښې کړي وې خو اوس چې هر میلمه ورشي د رتبې او حیثیت سره سم ډبل سفر خرڅ ورکوي.
څنګه چې د نظامي کمیسون د عمومي مشرتابه پوسټ له اوږدې مودې خالي وو،آي ایس آي د امیرخان متقي له لارې وتوانید چې شیخ هیبت الله قانع کړي چې یعقوب د نظامي کمیسون عمومي مشر هم کړي. څنګه چې امیرخان متقي د شیخ صاحب د سکرتریت مشر هم دی خکه نو له شیخ سره مستقیمه اړیکه هم لري. شیخ صاحب د یوه ساده دیني عالم په توګه ساکزو ځکه امارت ته را وړاندې کړ چې یو خو د امارت رهبریت د کندهار په لاس کې وساتي او د خلیفه صاحب د مشرتوب مخه پرې ونیسي. څنګه چې د منصور صاحب له شهادت سره سم د امارت په منځ کې د اسحاقزو یا ساکزو په ضد سخته کرکه موجوده وه،ځکه یې نو په نسبتا کوچنئ قوم نورزي پورې تړلی اخندزاده صاحب را مخې ته کړ. اخندزاده صاحب ابتکاري قوت او اداري شجاعت نه لري خو د ساکزو له لورې په مسلسل ډول تحقیر سخت ځورولی او د نظامي کمیسون د عمومي مشر په حیث یې د هغه د تقرر وړاندیز چې متقي کړی وو خوښ شو. که څه هم چې. متقي دغه کار د آي ایس آي په دستور کاوه چې هدف یې د امارت نظامي برخه تر خپل نفوذ لاندې راوستل وو خو شیخ صاحب ته یې ګټه دا ده چې د یعقوب د معنوي ارزښت په کارولو سره د ساکزو انحصار یو څه کنترولولای شي.
معززو هیوادوالو.
د دې جریاناتو له شریکولو نه زموږ غرض دا دی چې یو خو مشران د امارت په داخل کې ستونزو ته متوجه کړو تر څو دوي وکولای شي چې په ګاونډیو استخباراتي شبکو پورې تړلي خودغرضه خلک له صف نه وشړي،د هغوي د واک او نفوذ مخه ونیسي او بل دا چې اجازه ورنکړي د صلحې دغه تاریخي تړون چې د امارت د مبینې فتحې مضمر دی د آي ایس آي له خوا تخریب شي.
د تړون له تخریب سره به افغانستان یو ځل بیا د وینو پر حمام بدل شي او له بده مرغه له آي ایس آي سره په دغه شیطاني او مذبوحانه پلان کې زموږ هغه مشران هم شریک دي چې په موږ تپل شوي دي.
په پای کې دا مهم پیغام ورکول غواړم چې په افغانستان کې سوله د تړون په بقاء پورې تړلې ده. د تړون بقاء د اشرف غني په اراده پورې تړلې ده. نوموړی باید هر څه ژر تر ژره طالب بندیان خوشي او بین الافغاني تفاهم ته لاره جوړه کړي،کنه نو دا پروسه به د آي ایس آي له لارې اغوا کیږي او افغانستان به یوه داسې حالت ته ورسیږي چې نه به طالب پاتې وي نه غني،خکه نو د دواړو خواۇ مشران د تړون د بقاء له لارې د ځان او افغانستان بقاء تضمین کړي.
والسلام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply