استاذ شيخ نورمحمد ثاقب ته

سيد حسين پاچا

0 804

استاذ شيخ نورمحمد ثاقب ته :

طالبانو ته پر ملکي ونظامي تأسيساتو بريدونه شرعًا جواز نه لري

حقانيه د ديني بنسټ په توګه له استخباراتي لوبو ځان وساتي

رياست دې رامخته شي مذهبي بنسټونه دې نه کاروي. افغانستان بايد خپل رسمي شکايت د ملګرو ملتونو د امنيت شوری ته وکړي

نوټ : د افغانستان حکومت رسمًا بايد خپله اندېښنه د ملګرو ملتونو د امنيت شوری ته وړاندې کړي. رياست له څلور لسيزو راهيسې خپله ناروا (نامشروع) جګړه د مدرسو د طالبانو تر چتر لاندې د نيمه پوځي ملېشو په مټ مخته وړي او افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه نه شي زغملی، نو بناءً د طالب مرګ د افغان حکومت لپاره شرعي مأخوذيت نه لري. طالب د يو وړيا اجير په توګه د رياست نيابتي جګړه مخته وړي او مرګ يې له شرعي پلوه تر خطر لاندې دی. د طالبانو د وخت د سترې محکمې مشر ته د يو عالم او د خپل يو استاذ په توګه مشوره ورکوم چې له دې مردارې استخباراتي لوبو ځان ليرې وساتي.

د ملا محمد عمر زوی ملا يعقوب ته،

[[د طالبانو په دغو عملياتو کې به ملکي‌ او نظامي دولتي تاسيسات په نښه کېږي ؛ د عملياتو ډولونه به بيل وي. د سړک د غاړې چاودنې ؛ ځانمرګي‌ بريدونه ؛ هدفي ‌وژنې او ډله ايز بريدونه به ددغو نويو عملياتو برخه وي .

طالبانو په غونډه کې پرېکړه کړې ده چې د هغه بريدونو پړه به نه اخلي چې ملکي ‌وګړو ته تلفات ورکې‌ اوړي. د غونډې برخه وال خبريال ډاټ‌ کام ته وويل چې غونډې پرېکړه کړې ده چې د بين الفغاني‌ خبرو تر پيل وړاندي به (۳) ولايتونه نيسي او هڅه به کوي چې پر افغان حکومت له هده زيات فشار واچوي.]]

د مشر ملا صاحب زويه،

ته خو لا څه ان چې ستا پلار به هم د دې ټولو پېښو، جنايتونو او بشري ناورينونو مسوول وي. له پېښور شوری نيولې تر کوټې او قطر پورې ان خليلزاد به دې جګړې مسوول وي او ځواب به يې ورکړي.

دا د افغانستان د حکومت رسالت دی چې له خپل زمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ، حکومت، له ملکي ونظامي بنسټونو او له خپلو اتباعو نه د قانون او شريعت په رڼا کې ساتنه او دفاع وکړي. د طالب جنګ له حکومت سره هېڅ مشروعيت نه لري. که څه ستونزه لري، نو ولې خبرو ته ورسره نه کښېني؟

د افغانستان د حکومت موقف درست او پرځای دی چې طالب بايد له بهرنيو ترهګرو ډلو نه ځان راجلا او په هېواد کې ورته د ورانۍ او هر ډول تاوتريخوالي اجازه ورنه کړي. دا ځکه چې طالب لا حکومت د خپل اتباعو په توګه پېژني او نور القاعده، داعش، لشکر طيّبه، جيش محمدي، حرکة المجاهدين، سپاه صحابه، جيش العدل او داسې نورې ترهګرې ډلې چې رياست جوړې کړي او په افغانستان، هند او ايران کې کاروي زموږ له نبض سره جوړ نه دي او نه موږ پورې تړاو لري.

طالب په دې پوه شي چې دوی د افغان حکومت پر وړاندې رسالت ومکلفيت لري نه د پنجابي رياست او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې. د افغانستان د حکومت موقف پرځای او درست دی، نه د طالب او نه د پنجابي رياست چې هغوی افغانستان د خپل واک او ادارې لاندې راوستل غواړي او دا کار ناشونی دی. نو طالب دې د يو وړيا اجير، محرور او مجرم criminal and mercenary په توګه د رياست له تپل شوې جګړې ځان وساتي. د افغانستان حق لري چې د هر بهرني يرغلګر او د هغوی د وړيا مزدورانو پر وړاندې وجنګيږي. له هېواد او اتباعو ساتنه وکړي او له خپلو ټولو امکاناتو ګټه پورته کړي.

د مشر ملا صاحب زويه،

دا بايد درته په روښانه ټکو ووايم چې د ولايتونو نيونه او د دې شا ته نور د پنجابي رياست مخته نژدې او لېرې پلانونه پراته دي چې غواړي د افغانستان په بېثباته کولو او کمزوري کولو سره له افغانستانه د ټوپ يوه تخته جوړه کړي او ستا تر چتر لاندې منځنۍ اسيا بېثباته او قفقاز ته ورتېر شي، نو دېته دې پام اوسه چې يوه ورځ نه يوه ورځ به همدغه اوسنی دوست ضمير کابلوف داسې يوه سخته د عبرت څپېړه پر مخ ووهي چې لار به درنه ورکړه او ګنګس به دې کړي. او له بلې جبهې به چين بېثباته کړي، نو همدا دوست چين به يوه ورځ مو مخالف او ښه درس به درکړي.

د مشر ملا صاحب زويه،

ستا پلار لا د امارت لپاره نه وو پيدا شوی، بلکې د نورو موخو د سرته رسولو لپاره رامينځته شوی وو چې بېنظيرې لا وختي پخپل ژوند کې ترې پرده پورته کړې وه.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

ميجر عامر :

موږ د امريکې ډېر خدمت کړی. د طالبانو حکومت مو ړنګ کړ. شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ.

رستم شاه مهمند څه وايی؟

https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/

ډاکټر اسرار احمد مشرف ته خبرداری ورکړی وو، خو هغه نه وو منلی

I warned Musharraf but He denied – Dr. Israr Ahmed (29 Nov 2011)

https://www.youtube.com/watch?v=lvbd7tg1W18

د مشر ملا صاحب زويه،

د افغان حکومت پر وړاندې ستا جګړه له مخکې نه هم هېڅ شرعي دک ودليل نه لرلو، بلکې د پلار په ټاکنه کې دې شرعي وسياسي دواړه معاذير دي، نو لومړی خو لا هغه ستونزه نه ده حل شوې، نو دا اوسنی مشروعيت به دې څنګه شي؟

ايا دا د شرم خبره نه ده چې باجوه له خليلزاده غواړي چې پر هند باندې زور راوړي چې طالبان په رسميت وپېژني تا ته خو به پته وي چې :

خليلزاد له باجوه سره د افغان سولې پر بهير غږېدلی

باجوه ترې په هغه دوه پر دوه ملاقات کې د څه غوښتنه کړې وه؟

محسن داوړ هم همدې ټکي ته اشاره کړې ده.

د مشر ملا صاحب زويه،

باجوه له خليلزاد سره ستا پر سر د افغانستان د معادنو يا په بله مانا د طبعي زېرمو پر لس / شل سلنه برخه معامله کړې ده چې د هغه شخصي حساب ته به ځي، نو د هغې په پار اوس ځان وژني او کوښښ (لابي) کوي چې تا پاک کړي، خو رياست دې داسې غواړې چې هلته دې حاکم کړي، خو دغه هيله به يې پوره نه شي. نو ولې له ځان سره سوچ نه کوې چې ولې د يو وړيا اجير په توګه د امارت په تمه د مذهبې جګړې تر پوښښ لاندې په يوې مرداره معامله کې وکارول شې.

نو بناءً زه پر خپل استاذ شيخ نورمحمد ثاقب غږ کوم چې د خپل يو استاذ په توګه مې د يو خپلواک کس په توګه په دې نه لورېږې چې د يو عالم په توګه د رياست د بېځايه هوسونو او مردارو څارګرې لوبو کې ولوبول شې. زما همدومره له توانه پوره وه چې خپله غاړه مې خلاصه کړه.

د پايلې په توګه ښاغلی خليلزاد بايد په زغرده پوه شي چې هېڅ يو وطنپال افغان به هېڅکله د خپلې وينې تر وروستي څاڅکي او وروستۍ سلګۍ پورې رياست ته تسليم نه شي. اوس د خپلې خاورې د زمکنۍ بشپړتيا او له هېواده او ولسه د ساتنې رسالت دی او حکومت دېته ټکې ته ښه متوجه دی چې د خپل توان تر کچې به له هېواده پخپل پوره ايمان وژمنتيا سره به ترې ساتنه وکړي او پرې به نه ږدي چې رياست د طالب تر پوښښ لاندې يوځلې بيا پر هېواد واکمن شي او هر څه مو په سيند لاهو شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

اکوړه خټک : طالبانو ته پر ملکي ونظامي تأسيساتو د بريدونو امر وشو

https://khabarial.com/archives/3674

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply