د طالب وقاهت او بیشرمی

سید عبیدالله نادر

0 652

طالب همدا خپله خبره څرنګه چې د پرَدیو استخباراتو له خوا ورته په خوله کې کېښودل شوي ،طوطی واره تکراروي ، چې افغانستان اشغال شوي ،دلته خارجی قوا پرته ده ، او دا چې دی په خپله کوم سازمان پوري ټړلی دی ، د دي نه سترګي پټوي ،  ، د وینا په وخت کې یې یا هیر وي ، او یا ورته بادار همداسي وئیلی وي ، چې په ډیر وقاهت او بیشرمۍ سره ځان ناګاره واچوئ ، او په هر څه ستر ګي پټي کړئ ،

نو طالبه ! ته دا وایې چې په نورو توافقاتو آمریکا سره رسیدلی یې ،او طالبانو د بندیانو په هکله به د افغان حکومت سره و غږیږو ، چې ژر تر ژره خوشي شي ، ته چې له یوې خوا دوي په رسمیت نه پیژنۍ ،د بلي خوا د دوي ګډون په غونډه کې نه منې ،او وایې چې مونږ د افغان حکومت د آستازو سره نه ګورو، چې دا هم د استخبارتی کړیو وینا وي دي ،چې ستاسو په خوله کې یې ږدي ، نو اوس ته په کوموسترګو او په کوم غیرت د افغان حکومت سره غږیږئ ،او دا خو قسم دی که ستا سو خپل طرز د فکر وي ، دا خو د انګلیس او پاکستان د استخباراتو طرز د فکر په کې روښانه ښکاري ،خصوصأ هغه انګلیسان چې تاسي یې په وجود راوستلي یاست ،او هم د آی،اس آی لار ښوونه ده ،ځکه ستاسي په خبرو او ګفتار کې هم دا واضح کیږي ،چې ته د غلام غلام یې ،پاکستان خو ټولو ته ښکاره دی ، چې تر ننه پوري یې ډیری خلک او په تیره په منطقه کې ډیری خلک پاکستان په ښه توګه پیژني ،د پاکستان کړنې اوس د دنیا د سترګو نه پټ نه دي ، او آن  عوامو ته هم ښکاره ده ،او په دي هم تر ساده عوامو پوري ټول پوهیږي ،چې که ستا دغه ستونزه د افغان دولت سره پریوته بیا به تاته ښکاره شي ، چې افغان دولت هم یو څه وو ،او ته په خپل ناعاقبت اندیشه پلانونواو رفتار ته متوجه شي ،او هم ستا بادارن چې خبري خوله کې درکوي ،هغوي به هم پوه شي ،خلک تاسي په میډیا کې وینئ ،او ستاسی تبصرې اوري ، او هماغسي دا په رسنیو کې پاتي کیږي ، او پر تاسوبه قضاوتونه کیږي ،ستاسي ریشخندی مرکې ټول اوري ،او دا به په میډیا کې تر ډیر زمانه پاتي شي ، او حرکات او سکنات مو ټول اهل خبره په خپلو سترګو ویني ،ستاسي ناعاقبت اندیشه خبري او د ادب نه لیري اکتونه چې ستاسو د استخباراتي بادارانو آستازیتوب کوي ، هم خلک په میډیا کې ویني ،پر ځای د دي چې حکومت او ملت ووایي ، چې مونږ د دي قاتیلنوجانیانوسره د مذاکرې د پاره دوي سره نه کښینو ،تاسي وایاست چې مونږ د افغان حکومت آستازي نه منو ،په داسي حال کې چې دا څو کاله هغه جنایتونه چې تاسي تر سره کړي ، د هیڅ چا له نظره پټ نه دي ،مکتبونه سیځل شوي ،او په کې انتحاري حملي شوي ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ شوي ، جوماتونه سیځل شوي په جوماتونو کې انتحاري حملي شوي ،په عامه ځایونو کې چاودنۍ شوي ، په ښارونووکې مو چاودني کړي ،په موټرونو کې او نورو ځایونو کې مو بمونه ځای پر ځای کړي ،پل او بلچکونه مو ، په بمونوالوزولی ،او په هر ځای کې مو، چاودنې تر سره کړي ، او همداسي در واخله ،یو سر تمبه جاهل اود د نیا او مافیها څخه بی خبره یاست ، دا ټول بد کارونه ستاسو له قیافو څخه ښکاري ، په سپینو جامو کې پټیدای نشئ ، تاسي په سپینو جامو کې هغه دیوان یاست چې هر انسان چې د انسانیت په مفهوم پوهیږي ،تاسي پیژني ، ستاسو د اعمالو څخه نفرت کوي ،ټول په یو رنګه سپین لباس څرنګه چې تاسي ته د خپلو بادارانو له خوا دستور درکول شوي ،ځانونه په هماغه شکل ښاییئ ،خو زړونو کې مو د معرفت ذره هم نه لیدل کیږي . د بایزید بسطامی په قول ( هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید ) دا چې تا سو کې د معرفت څرک نه لیدل کیږي ، نو خبری مو هم د ګیډۍ نه راوځي ،خصوصأ شیر محمد عباس ستانکزۍ خو خبري د ګیډي نه راوباسي ،وايي چې اوس امریکا سره مو جګړه پای ته ورسیده ، خو د افغانانو سره به جګړه دوام لري ،  ،د هغي د پر پدر لعنت شي ، چې دي ته افغان وايي ، د افغان کمه وینه تویه شوه ، په دې اوږده موده کې تر ننه پوري آیا تاسي کم ووژل ،ستاسو خود کشه حملو نه مکتب ولید ،نه جومات، نه عام ځایونه ، نه ښارونه، نه د واده او عزادارۍ مراسم ،په هرځای کې تاسي انتحاري حملي وکړې ،

وایي چې د سولي د تړون د لاس لیک په مندو رامنډو کې قریشي د پاکستان خارجه وزیر ډیر خوشحاله ښکاریده ، او خوله یې له خندا ډکه وه ، طالبانو هم چې ورته کتل خوشحاله ښکاریدل ، ځکه بادار ته یې لویه لاس ته راوړنه راوړي وه ،مونږ ته دلته خندا راځي چې هغه (قریشي ) په آمریکا ملنډې وهي چې څرنګه د دنیا یو لوی طاقت دوي د خپلو اجرتی قاتلانو په واسطه د مذاکرې و میز ته کېنولی او اوس پرې سند امضا کوي ، او په خندا کې کیدای شي دا هم رسولي وي ، چې څرنګه مو افغانان تیر ایستل ، دا چې د دي په خندا کې نور څه پټ وو ، دا د دوي د پټو دسیسو او راتلونکو پلانونو پوري اړه لري ،ځیني دستورات لکه څنګه چې د دښمن د استخبارتی شبکو له خوا ورکول کيږي ، چې زندانیان د زندان نه د وتلو په وخت کې داسي ستره و پاک جامی په تن کې لري ، ته به وای چې د یو پوهنتو نه څخه په اعلی درجه فارغ شوي شاګردان دي ، په داسي حال کې چې اکثره یې د انتحاري وسکټونو سره په چادری کې نیول شوي ،ځیني یې د سپکو درنو وسلو او تخریپی یا ورانونکو موادو سره نیول شوي ،د دوي راوتل د زندان څخه هم ټوله نړۍ وینې ، او عکسونه یې په میډیا کې خپریږي ، د هر چا په دي هکله ځان له ځان له تصورات دي ، خو صاحب نظران ترې ډیر څه اخلي ، او دوي د دي کارونو څخه د لیري دښمن لاسونه هم ویني ، زه په دي پوهیږم چې همدا خلک به دوباره د جنګ میدان ته راځغلي ، زمونږ د حکومت پالیسي هم ډیره پټه مرموزه ، او بیباکه ده ، چې په کښي لیري او نژدې راتلونکی نه سنجول کیږي ، او استخباراتي شبکي مو هم ډیري ضعیفی دي ، چې باید استخبارات په ډیره لوړه کچه وای ،او ژر فعال شي ،همدغه وجهه ده چې ستاسو بادران د دي تشی څخه ګټه پورته کوي ، ستاسو پخواني حکومت کې هم هغه تیر وتني کړي ، او دا ټول د تاریخ ثبت دي ، آ دي قدرمن مجید قرار لیکنه : (د پخواني خاطراتو تر عنوان لاندی ، امارت څه دی؟

دیرش زره سازمان شوي جاهلان چې له پاکستانه پرته نوره بهرنۍ نړۍ یې نه پیژني ، له پنجابه پرته بل دوست نه لري ، له ړمباړیزو ترانو ،بل ترنم او موسیقیت نه پیژني ،د قتل له اسبابو پرته بله تکنالوژي نه پیژني ،له خوراک او چړي ساتلو پرته بله عیاشي نه پیژني ،له ځان پرته بل مسلمان نه مني ، له ژیړو کتابونو آخوا له دین او علمه نه دي خبر،له ږیري ببرولو پرته بل دیانت نه پیژني ،او د افغانستان د خراب لیدلو بل آرمان نه لري ،غواړي د افغانسان د اتلس ملیونو پر سر خپل راج راولي ،د اتلس ملیونو ځوانانو،د ږیرو ، بریتونو،ویښتانو او کاکلونو ،شخصی آزادیو او بالآخره ژوند کولو ،د ټلو طریقو او اختیار په خپلو کړغیړنو لاسونو کې واخلي ،چې دیرش ملیوني ملت د دوي ، او دوي بیا د پاکستان د کرنیلانو او لواطت روږدو شیخانو په لاسونو درخم وي ،همدا طالب دی همدا یې خیالي امارت (.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply