د پي ټي اېم مخکښ غړی شاه خالد محمد ممنوع الخروج اعلان شو

0 636

شاه خالد محمد چې په چین هیواد کې د دکتورا زده کونکی او د پي ټي اېم فعال غړی دی د پاکستان د مرکزي حکومت د امر په اساس ممنوع الخروج اعلان کړای شو.

شاه خالد محمد روان کال د فبروري په میاشت کې وروسته له هغه چې له چین هیواد څخه خپل کلي ته را ستون شو د پاکستاني استخباراتو له لوري اغوا کړل شو، چې له څو ورځو وروسته عدالت ته مخکې کړل شو او له هغه ځایه یې برات واخست.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د پي ټي اېم غړي د هیواد څخه بهر وتلو باندې پابندي لګوي، لدې وړاندې هم د پي ټي اېم پر مشرانو دا ډول بندیزونه لګېدلي و او په ځینو تراوسه جربان لري.

پاکستان تل کوشش کړی چې د پي ټي اېم انساني غوښتنې له پامه وغورځوي او غړي یې په مختلفو بهانو تر فشار لاندې راولي.

په هغه خط کې چې د پاکستان مرکزي حکومت ټولو اړوندو ادارو ته لیږلی راغلي چې شاه خالد محمد په چین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی یې په دې خاطر ممنوع الخروج کړی چې هغه د یاد غورځنګ مخکښ غړی دی او له هغه ځایه یې پاکستان ته د حوالې له لارې پیسې رالیږلې. همدارنګه په یاد خط کې راغلي چې شاه خالد محمد به په چین کې د افغان سفارت سره اړیکې درلودې او د هغوی په غونډو کې به یې اشتراک کاوه.

 شاه خالد محمد سره په خبرو کې هغه یاد خط ته په اشاره کې وویل: افغان سفارت په بیجنګ ښار کې دی او زه کله هم بیجنګ ښار ته نه یم تللی، یواځې په وروستي ځل راتګ کې زمونږ طیاره په بیجنګ هوایی ډګر کوزه شوه نو څو ساعته په بیجنګ هوایی ډګر کې پاتې شو تر څو بل جهاز ته وختو. شاه خالد همداشان د چین هیواد نه پاکستان ته د پیسو حواله کول رد کړل.

پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه نور غړي هم ممنوع الخروج اعلان کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply