د فیسبوک یوه کاروونکي له طالبانو سره د سولې او د طالب بندیانو په اړه داسې لیکلي دي:

له نن څخه شپږ اووه کاله مخکې مې غبرګ وروڼه  په بم والوتل چې يو اتلس کلن ورور مې پکې شهيد شو او له ټولو مشر ورور مې پکې دواړه پښې له لاسه ورکړې، چې اوسمهال د شپږو بچيو پلار هم ده.

هغه لیکي : ” اوس خبر شوم،چې د سولې لپاره طالب پلاوی کابل ته راغلی او خپل بنديان خوشې کوي.

ما ويل دا پلاوی تر مونږ راولئ!

ګوندې زما د مور په خزان وهلې څېره يې زړه درد وکړي او پرته له مذاکراتو له همدې کابله د سولې اعلان وکړي.

ګوندې زما د معيوب ورور په محتاج حالت يې زړه درد وکړي او له همدې له کابله  د اوربند اعلان وکړي.

او په دې خو پوره باوري يم  که زما د غره په شان قوي پلار د هاغه وخت چيغه يې واورېده، چې زامن يې دواړه په وينو کې لت پراته وو او ده چيغه کړه، چې هلئ سترګو مې کار پرېښود، دواړه خواوې به همدا نن جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

ماته مې د خپلې خور هغه چيغه لا هم ياده ده!

کله چې په کور دننه شوم، تر څو چې د خپل شهيد ورور تر جسده رسېدم، نو خور مې چيغه کړه.

وه ورور جانه!

له ډېر خفګانه زمونږ سپی ډوډۍ نه خوري

قسم مې دې په خپل رب وي، چې کابو يوه اونۍ زمونږ د کور سپي ډوډۍ نه خوړه.

اوس که سوله کېږي او يا نه کېږي، زما د مور په اوښکو کې هيڅ کمی نه راځي.

خو هيله کوم! وروسته له دې، نورې ميندې مه ژړوئ.

يو بچی د‌ زړه په وينو لويېږي.

دومره په بيړه يې مه وژنئ.

نور خلک د ژونديو کاليزې نمانځي، خو زما خزان وهلې مور هر کال د خپل ټپي زوی د مرګ کاليزه نمانځي.

په الله قسم ده چې وروسته له کلونو مې وژړل”.