په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبت پېښو شمېر ۱۲ زره او ۴۵۶ تنو ته لوړشوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس نیژدې زر نمونې کتل شوې چې ۶۲۵ یې مثبت ثابتې شوې دي.

 د دغه شمېرو له مخې تراوسه ۲۷۷ کسانو په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړی او یوزر او ۱۳۵ نور روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي افغانستان بحران ته داخل شوی او ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي د کرونا ویروس پنځوس سلنه مثبت پېښې په تېرو۱۲ ورځو کې ثبت شوې دي.