د هېواد د تولیدي برېښنا د تولید کچه تر ټولو لوړ حد ته ورسیده

0 1,031

د نغلو، سروبي او ماهیپر برېښنا تولیدي فابریکو د تولیدي برېښنا کچه په ساعت کې تر  ۱۵۹،۵ میګاواټو لوړه شوه.

برېښنا شرکت وایي، د هوا په تودېدو سره د سالنګ، پنجشیر، غوربند او نورو اړوند غرونو کې واوره وېلې شوې، چې ورسره د سیندونو اوبه ډیرې شوي او د برښنا تولید بندونو د اوبو کچه لوړه شوې ده.

د نغلو برښنا تولیدي فابریکې د بند کاسې اوبه ډیرې شوي، چې ورسره څلور واړه توربینونه فعال شوي او په هر ساعت کې۱۰۰میګاواټه برښنا تولیدوي.

د سروبي برښنا تولیدي فابریکې د تولیدي برښنا کچه ۲۱،۵ میګاواټو ته رسیدلې ده.

دغه راز یوازې د کابل سیند اوبو کچې ټیټیدو سره د ماهیپر برښنا تولید فابریکه ۳۸ میګاواټه برښنا په هر ساعت کې تولیدوي.

په دې سره د برښنا له یادو تولیدي سرچېنو څخه هر ساعت کې ۱۵۹،۵ میګاواټه برښنا تولیديږي، چې د هر بل وخت په پرتله د پام وړ لوړوالی ښيي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply