د الحاج عبدالمحمد همآهنګ د وفات اتم کال

دودیال

0 1,370

پـــه آخـــــرت کې به ناری کم

زه له دنیا نه ارمانجن راغــــلی یمــــه

(دهماهنګ له یوې سندری څخه)

 

د الحاج د وفات اتم کال

 

هماهنګ ټولو افغانانوته یو آشنا نوم دی.  هغه د پنځه شپیتو کالو شاوخوا موده کې خلک خوښ وساتل، د دوی ودونو ته ورغې، ناوې ګانو ته یې(اهسته برو) سندره وویله، زومانو ته یې مبارکی وویله، د زوم او ناوې د خپلوانو فرمایشونونه یی په تواضع او په خندا ومنل. دخلکو ودونوته له ښارونو نیولی تر ډیرو لری پرتو کلیو پورې ولاړ، سفرونه یې وکړل او خلکو هم په درنښت ولمانځه،  د رمضان په شپو کی یې رمضانی وویلی:  (رمضان یارم یارب رمضان…)، د انتر کانتیننال هوټل کې یې بهرنیو ګرځندویانو ، خارجي میلمنو، دیپلوماتانو او سیاسی لیدرانو ته افغانی موسیقی او کلتور ورمعرفی کړ، په عُرسونو کې یې صوفیانه غزلونه وویل چې په روح کې یې غزونې کولی، له هیواد بهر یې افغانی فوکلور موسیقی اجرا کړه  او دجشنونو په شپو کی یې دځلنده څراغونو رڼا ته دجشن دسیمې کمپونو کې د هیواد داستقلال دترلاسه کولو کلیزی ولمانځلې. رموږ د کوچنیوالی په یادښت؛ له باغ قاضی او چندول نیولی،ترتخته پل او خواجه خُردک او بیاتر سراجی اولاهورۍ دروازې، ټولو ورته درناوی کاو، هیڅکله غوسه ناک او تریو نه و، خندا او ویرن تندی یې ټولو ته خوښی بښله ، دوړو، لویانو او ځوانانو سلام ته به یې په مینه (وعلیکم، اغا جور باشی ) ویل، وروسته تر سپینږیرتوب مو بیا نه و لیدلی او نه پوهیږم چی په بوډاتوب کی به یې حوصله او روغبړ څه ډول و، خو دشپیتمو کلونو تر لومړیو یو بیساری خوشخویه اود مینه ناک خوی لرونکی و. (اروا یې ښاده، یاد ی تل ژوندی !).

الحاج استاد عبدالمحمد همآهنګ په ۱۳۰۶ ل. کال کې د کابل د زاړه ښار د نننی خرابات د خواجه خُوردک په کوڅه کی د طلامحمد په کورکې نړۍ ته سترګی پرانیستی، نیکونو یی ټولو له ساز او آواز سره سر و کار درلود. پلار یی طلا محمد نومید، لومړی یی سندری ویلی، وروسته یی د دلربا په غږولو پیل وکړ. زاړه کابل کې کوڅو عجیب نومونه لرل: کاه فروشی، پخته فروشی، کوچه سګ بچا، مسګری، اهنګری، ریکاخانه… د دغو کوڅو مشرانو ټول یو بل په نومونو پیژندل. کله به یې نښې او ادرسونه د هټیو د نوم په اخیستو یادول لکه: پیش دوکان کریم مارګیر،  نزدیک دوکان (صحافی) صوفی عشقری، حلیم فروشی خلیفه جانو، کارګا پهلوان عظیم، ګدی پران فروشی جومه( شاید نوم به یې جمعه ګل یا جُمعه محمد یا بل څه و)، رنګریزی بابه مرغی، خیاطی خلیفه اسمعیل… همدوی ټولو هماهنګ(بچه طلا)، استاد سراهنګ، محمرعمر او نور ټول پیژندل او په لیدو به یی ورته له ځایه پاڅیدل. موږ به چې مکتب ته تلو، یابه رخصتیدو له شور بازار تر خیابان پورې به مو د وړکتوب له خوښیو ډکه دوره د(ګیرکان او پیشکان) په منډو رارسوله. د خوشحالۍ او بیغمۍ ورځې وې، برکتونه، درناوی، عزت، خلوص، ريښتینولي، سبق زده کول، جومات ته تلل، مشرانو ته سلام اچول، صدقه او خیرات ورکول، د جوماتونو رنګول، جارو کول او ښایسته کول، دلویانو احترام او په کشرانو شفقت، دمعنوی والدینو په شان مهربان ښوونکی،… لنډه داچی ټول معنوی ارزښتونه وو. هغه وخت کابل، کابل و.

***

هماهنګ لا شپاړس کلن و چی موسیقی یی پیل کړه. لومړی یی استاد غازی سره طبله زده کړه. پوره شپږ کاله یی د دغه هنر په زده کولو تیر کړل، وروسته یی بیا له استاد رحیم بخش سره شپاړس کاله د سندرو ویلو تمرین وکړ. له دی امله چی د ده د پلار نوم طلا محمد و، نو د خپل هنر د پیل په کلونو کی خلکو ورته (بچه طلا) نوم غوره کړی و.  وروسته چی کله استاد شیدا سره شاګرد شو، نو د عبدالمحمد شیدایی په نوم  وپیژندل شو.  دځوانی په عمر کې د آواز او سندرو د لازیاتی زده کړی لپاره هندوستان ته ولاړ او د هغه ځای د ساز او آواز له نامتو استادانو سره شاګرد شو او د دغه هنر پوره مشق او تمرین یی وکړ. کله چی بیرته هیواد ته راستون شو له استاد سرآهنګ سره شاګرد شو(پرون د استاد سرآهنګ د وفات ۳۸مه کلیزه وه او همدې قلم یې ژوند او هنر یاد کړی؛  و.ګ: دپرون ورځې ځینی میډیاوې)، له دی څخه وروسته عبدالمحمد شیدایی ځانته د (همآهنګ) هنری تخلص غوره کړ. استاد سرآهنګ د همآهنګ د پټ استعداد په ځلولو کی ډیری هڅی وکړی او اتلس کاله یی د موسیقی د دغه نامتو استاد تر نظر لاندی موسیقی وغږوله او سندری یی وویلی. په دی توګه د الحاج عبدالمحمد همآهنګ د شهرت او ښه هنر لامل د استاد سرآهنګ هڅې او زده کړه وه، الحاج همآهنګ ډیر کلونه راډیو افغانستان سره کار کاو او په راډیو کی یې سلګونه سندرې ثبت کړی، چی اوس هم د ملی تلویزیون په آرشیف کی شته. په وروستیو کې به یې زیاتره هارمونیه غږوله. هغه سندری چې په هغو کې دی  خپله د هارمونیې شاته ناست دی او په خپلو هنرمندو ګوتو یې هارمونیه غږولی اواستاد هاشم طبله، تر ټولو ښکلی سندرې دي.

الحاج استاد عبدالمحمد هماهنګ زموږ د مومسیقی د ډیرو ځلاندو ستورو( چې بیا به تکرار نشی) لکه زمان شوقی، بیلتون،ساربان،ارمان،استاد اولمیر، اماني، استادایوب،اسماعیل چهاریکاری ،دری لوگری، حمیدالله چاریکاری په کتار کې و، خو په حیرانوونکی ډول د افغانی محلی سازونو ترڅنګ، د موسیقی په عصری وسیلو هم ډیر ښه بلد شو او آن یوشمیر سندری یې د نویو اماتوارنو په ردیف کې راغلې ، دهغه وخت ځوان اماتوارن لکه:ظاهر هویدا، رحیم جهانی،احمد ظاهر، میرمن آزاده، میرمن مهوش، میرمن قمر گل، میرمن رخشانه ، میرمن ژیلا، حبیب شریف، ص،فطرت، نعیم پوپل، ځلاند، چې څومره له ده سره محشورو، له نورو کلاسیکانو سره به محشور نه وو. یو شمیر اماتورانو هم غوره محلی سندری ویلی لکه احمدمرید چی د(توره جان بادری) احمد ظاهر د(ازینجا تاشمالی…)، دهنګامی( شمالی لاله زار باشه به ماچی)، د احمد ولی (جاله لاهو که، جاله ځینه)، د رخشانی ( پاس دتنګی مستې ځدراڼې)… سندرود کلیوالی سندرو د خوښوونکو په زړونو کې ځای ونیو.

د حاجی هماهنګ زیاتره سندرې له طبلی او هارمونیی سره وې، یعنی هنر یی دودیز او سیمه ییز و، کله چی په ۱۳۷۲ کی د هیواد حالات خراب شول هیواد یی پریښود، خو کله چی طالبان راوپرځول شول، بهر څخه تر نورو ټولو مهاجر شویو هنرمندانو مخکې بیرته افغانستان ته راغی، خپل پلرنی ځای؛ د خرابات کوڅه کی میشت شو. دا مهال نور هغه پخوانی خرابات کنډواله شوی و، هغه پرتم یې نه و پاتې، خود خراباتیانو زړونه ویښ او هیله من وو. په همدې حال کي یې هم نور  نوي  ګڼ شمیر شاګردان وروزل او پخپله یی هم دري او پښتو سندری ویلی. دا وخت چې دخرابات پخوانۍ  پیاوړې سټې لکه استادسراهنګ، استادرحیم بخش، استاد محمد عمر، استاد شیدا، استاد قاسمی، استاد نبی ګل، استاد هاشم (چې له  هیواده بهرو)او استاد امیر محمد او نور نه وو، نو د خرابات طرب اهل ټولو ده ته د (پیر خرابات) نوم ورکړ. هماهنګ د کابل او د خرابات په اصیل کلتور  اراسته و؛ تواضع، په جمع لمونځ کول، دخلکو ښادی ته پاملرنه، سخاوت او کاکه توب، وطن اوملی ارزښتونو  سره مینه او مذهبی، افغانی ملی ورځو ته درناوی او د هغو لمانځلو کی برخه اخیستنه  او داسې نور صفات یې ټول  لکه د پخوا په شان ساتلی وو.

الحاج عبدالمحمد (همآهنګ) ته په ۱۳۸۱ ل. کال کی د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا د استادی لقب ورکړل شو. ده زیاتره غزل وایه او محلی بدلې یې هم په ځانګړی سبک ویلي دي. داسی هم ویل کیږي چی ځینی وخت به یی خپله نظمونه جوړول او بیا به یی کمپوز کول. له هیواد څخه بهر یی رسمی سفرونه کړی وو او څو ستاینلیکونه، جایزی، او مډالونه یی د هیواد دننه او بهر ترلاسه کړی وو. الحاج استاد عبدالمحمد همآهنګ د ۸۵ کلونو په عمر چی د هیواد د موسیقی هنر ته یی ستر او نه هیریدونکی خدمتونه کړی و، د ۱۳۹۱ ل. کال د غبرګولی په ۱۷ مه نیټه د زړه د ناروغی له امله وفات او د کابل په شهدای صالحین کی د حضرت تمیم انصار د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو. د ده نیکمرغی دا وه چې د ارواښاد استاد رحیم بخش او ساربان او یو شمیر نورو په شان یې له هیواد څخه بهر سترګی پټې نه کړې، بلکې په خپل خواږه هیواد کې یې د حق داعیې ته لبیک ووایه، هغه هیواد چې ده ته د سترګو د تور په شان ګران او په ستاینو یې نه مړید.  دژوند وروستۍ ورځې یې خپلو خلکو او پرتمین ولس سره یو ځای وې. حال دا چې په دغو بدمرغو کلونو(۱۳۷۱-۱۳۸۱) کې زموږ یو شمیر هنرمندانو لکه استاد رحیم بخش، ځلاند،  او ساربان بهر کی له ژوند سره مخه ښه وکړه. سره له دې  چې د استاد رحیم بخش او ساربان جنازې هم د حالاتو په ښه کیدو په امانت سره بیرته د دوی پلرنی هدیریې ته راوړل شوی، خو د ژوند وروستۍ ورځې یې پردي ملک کې وې. الله(ج) دې نور په افغانانو باندې دا د غم ورځې پای ته ورسوي، چې یو ځل بیا د۴۷کالو پخوا په شان سوله ییز، پرتمین، خوشحاله او یو بل ته درناوی فضاکې په ملی او اسلامی روحیه ژوند ولرو.

***

پـــه آخـــــرت کې به ناری کم

زه له دنیا نه ارمانجن راغــــــــلی یمــــــه

***

ماله هیلبنده خیژوینه، زما توره جانانه

                                    کډې باریږی

                                                        کډې باریږی

***

الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړی.   (امین)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply