د جمهوري غوښتونکیو سناتورانو مشر له افغانستانه د سرتېرو ایستلو سره مخالفت وکړ

0 477

د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکیو سناتورانو مشر مچ مک کانل ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل مناسب کار نه دی او امریکا باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دغه هېواد کې کافي حضور ولري.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ پنجشنبه د امریکا په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال کړې دي.

د هغه په خبره، امریکا ځکه باید افغانستان کې شتون ولري چې دغه هېواد کې د القاعده، داعش او حقاني شبکې خلاف خپله ستراتیژیکه پیاوړتیا مصونه وساتي، تر څنګ يې نه غواړو چې افغانستان کې د عراق او سوریې پېښې تکرار شي.

ښاغلي مک‌کانل زیاته کړه، پر طالبانو باور نشي کېدای چې له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره به اړیکې قطع کړي.

ده وویل، امریکا باید له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې که طالبان خپلې ژمنې عملي نه‌کړي، حکومت‌یې له پایلو سره مخامخ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply