د سولې پروسه کې نوي جنجالونه راپورته شوي

0 493

ټاکل شوې وه چې د جون په پنځلسمه بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو قطر ته د زلمي خليلزاد تر سفر او له طالبانو سره تر خبرو وروسته د سولې پروسه کې نوي جنجالونه راپورته شوي دي.

تازه معلومات دا دي چې طالبان ټينګار کوي او شرط ږدي چې تر بين الافغاني مذاکراتو وړاندې د دوی د پنځه زره بنديانو خوشې کېدل شرط دی خو افغان حکومت تر اوسه دوه نيم زره خوشې کړي او وايي، پاتې نور به د بين الافغاني خبرو په جريان کې خوشې شي.

اوس خليلزاد له نويو ننګونو سره مخ دی. طالبان ټينګار کوي چې د ټولو بنديانو تر خوشې کېدو خبرو ته نه کېني او افغان حکومت ټينګار کوي چې د اوربند يا اورکم نه پيلېدو په صورت کې نور بنديان نه خوشې کوي او طالبانو سره خبرې نه پيلوي، ځکه د جګړې دوام او ښه نيت نه ښودو په صورت کې د نورو طالب بنديانو خوشې کېدل څه معنی لري؟

خو تازه نن د افغانستان د ملي امنيت شورا له قوله راپورونه خپرېږي چې افغان حکومت به نن هم د طالبانو ګڼ شمېر بنديان خوشې کړي. ښايي دا کار کابل ته د خليلزاد تر سفر وړاندې د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د ټولو احتمالي خنډونو د لرې کولو لپاره وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply