سیگار: په ۱۹ کلونو کې نږدې دوه نیم زره امریکایان افغانستان کې وژل شوي

0 755

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان په جګړې کې د وژل شویو او ټپي امریکایي سرتېرو شمېره اعلان کړه.

د سیګار د وروستي راپور پر اساس، د ۲۰۰۱ د اکتوبر له لومړۍ نیټې د ۲۰۲۰ د اپریل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي دي.

سیګار وايي، په دې ټولو کې ۱۴۰۹ یې په مخامخ جګړه کې، ۴۹۷ یې د ټپونو له کبله او درې نور یې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي. همدغه راز۵۳۰ نور پرسونل په نورو پېښو کې وژل شوي دي. د دوی په وینا، تر دې دمه ۲۰۶۶۳ نور پرسونل ژوبل شوي دي.”

د سیګار په راپور کې د ملکي تلفاتو یادونه هم شوې ده. سیګار د یوناما او نورو سرچینو په حواله په خپل راپور کې لیکلي‌ دي چې یوازې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړو کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي چې ډېر مسوولیت یې وسله والو طالبانو ته پر غاړه اچول شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply