باجوه له افغان حکومت د نيول شوي داعش مشر اسلم فاروقي د سپارلو غوښتنه کړې

0 996

کابل ته د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه او د ای اس ای رییس د سفر پر مهال دغه هېواد يو ځل بيا د افغانستان له حکومت ځينې غوښتنې کړي چې همغه غونډه کې له سختو غبرګونو سره مخ شوې دي.

په دغو غوښتنو کې يوه افشا شوې هغه د افغانستان حکومت څخه په کندهار کې د داعش د نيول شوي مشر اسلم فاروقي د ورسپارلو وه.

د مالوماتو پر اساس، باجوه له ولسمشر غني سره کتنه کې غوښتنه کړې چې اسلم فاروقي دې پاکستان ته وسپارل شي، خو ولسمشر ورته په ځواب کې ويلي: «فاروقي يو ترهګر دی او په افغان خاوره کې نيول شوی، دلته يې ګڼ جنايتونه کړي، زموږ د ماشومانو او ښځو په وينې تويولو کې لاس لري. د افغانستان د عدلي او جزايي قوانينو پر اساس به ورسره چلند کوو

په دې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او د هېواد د څارګرې ادارې مشر احمد ضیاء سراج هم د پاکستان دغه غوښتنه له عيني واقعيتونه لرې بللې او توند غبرګون يې ښودلې دی.

 له امنيتي مسوولينو معلومات ترلاسه شوي معلومات چې په دې غونډه کې محب وويل: «که موږ له پاکستان څخه د فاروقي د همپوړي ترهګر د سپارلو غوښتنه وکړو ستاسو غبرګون به يې څه وي؟ موږ له پاکستان سره د بنديانو د استرداد کومه هوکړه نه لرو او فاروقي به دلته محاکمه کېږي، ځکه هغه یو لوی ترهګر او د افغانستان ملي امنیت ته ستر ګواښ و او دی‌»

د پاکستان د پوځ مشر ويلي، د اسلم فاروقي د خوشې کولو په بدل کې به موږ يو شمېر افغان بنديان خوشې کړو، خو حکومت ورته ويلي، د پاکستاني ځواکونو لوري نيول شوي ډېری افغانان ملکيان او‌ عادي کډوال دي چې د بشري قوانينو پر اساس بايد له قيد و شرط پرته پرېښودل شي او دغه هېواد باید د کډوالو مسایل په سیاست او د ترهګرو موضوعاتو کې شامل نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply