محسن داوړ: په قبايلو کې د پاکستان عملياتو ترهګرۍ ته زمينه برابره کړې

0 722

د پاکستان د قومي اسمبلۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی محسن داوړ وايي، په قبايلي سيمو کې د پاکستان پوځي عمليات په دې سيمه کې د ترهګرۍ د پراختيا لامل شوي دي.

نوموړی وايي، د نامعلومه وسله والو له لوري د پښتنو په نښه کول دوام لري او که پاکستاني رياست د دې مخه ونه نيسي خلک به جدي غبرګون ښودو ته اړ شي.

داوړ د قومي اسمبلۍ عمومي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، په تېرو دوو ورځو کې دوه قومي مشران او يو محصل د مخپټو وسله والو له لوري په نښه شوي دي او زموږ له اعتراضونو سره، سره د هدفي وژنو مخه نه نیول کېږي.

نوموړي د پوښتنې په ډول وويل، پاکستاني رياست بايد ځواب ووايي، چې په قبايلي سيمو کې په پوځي عملیاتو د پریمانه پيسو تر لګولو او خلکو ته د مالي او ځاني زيانونو تر اړولو هاخوا دې عملياتو څه ګټه کړې ده؟ دې عملیاتو هدفي وژنو، ترهګرو ته د قبايلي سيمو تر سپارلو او خلکو ته تر زيانونو اړولو پرته بل هېڅ نه دي کړي.

د پاکستان له جوړېدو قبايلي سيمې د ترهګرو د سېف زون يا خوندي پټنځايونو او روزنځايونو لپاره له امنیتي او انکشافي پلانونو لرې ساتل شوې دي او دغلته روزل شوي ټول توليدات د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply