ترهګر ولې پر جوماتونو او دیني عالمانو بریدونه کوي؟

عبدالمنان توحیدیار

0 613

ترهګرو خو په انسانانو هر ځای ژوند سور تنور کړی، وروستیو کې ترې جوماتونه هم امن نه دي او بریدونه یې پرې جاري ساتلي دي.

ترهګر په هیڅ مذهب او دین نه دي، نه مسلماني خو څه کوې، ان انسانیت په کې نشته او پر ماشوم، ملا او ښځو باندې هم رحم نه کوي.

دیني عالمان د پیغمبر وارثین دي او الله پاک په قران کریم کې ویلي چې العلماو ورثة الانبیا، خو ترهګر ان د انبیاوو وارثینو باندې هم ایسار نه دي.

تازه یې یو جید عالم مولوي ایاز نیازی د سه شنبې ماښام په یوه چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.

دا چاودنه د وزیراکبر خان ۱۴م سړک د وزیراکبرخان جامع جومات کې وشوه چې د مولوي ایاز نیازي تر څنګ یې یو بل لمونځ کوونکی هم شهید کړی او دوه نور لمونځ کوونکي ټپيآن دي.

دا نه لومړی ځل دی او نه به وروستۍ ځل وي چې ترهګر په مسجدونو باندې بریدونه کوي، دیني علماء او لمونځ کوونکي په شهادت رسوي.

دا چې د ترهګرو د دې ډول بریدونو ترشا کوم هدف دی، مالومه نه ده، خو یو څه مالوم دي چې ترهګر تر سرو کفارو هم بدتر دي او باید رسوا او له منځه یوړل شي.

مولوي ایاز نیازی په افغانستان کې یو منل شوی جید عالم و چې له اسلام او وطن سره یې بې کچې مینه درلودله.

ترهګر هغه کس له مخې پورته کوي چې له دې وطن او خپل دین سره یې مینه وي او د دین او وطن لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار وي.

تاسو ولیدل چې یو کال وړاندې یې مولوي سمیع الله ریحان په یو مسجد کې په شهادت ورسو، مولوي ریحان هم لکه د مولوي ایاز نیازي په څېر په وطن او خپل دین باندې مین و او په همدې مبارکه لار کې شهید شو.

تاسو ولیدل چې ترهګرو د روژې میاشت کې په لوګر، خوست او پروان ولایتونو کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، یو شمېر یې شهیدان او یو شمېر نور يې ټپيان کړل.

جومات هغه ځای دی چې خدای ورته د امن کور ویلی، او ټول په دې باور مسجد ته ځي چې د خدای کور خوندي دی او په ډاډه زړه په کې عبادت کوي.

خو ترهګر له دې فرصت ګټه اخلي او بې وسلې او د امنیت له کبله ډاډمن ځای کې خلک په نښه کوي، هغه خلک چې خدای ته په سجده پراته وي او خدای یادوي، خو ترهګر له اسلام منکر پر لمونځ کوونکو باندې برید کوي.

ترهګرو لپاره ځکه جومات کې برید اسانه دی، چې جومات کې خلک ځّانونه ډاډمن احساسوي او فکر کوي چې دومره ناانسانه او نامسلمانه ترهګر به نه وي چې ان جومات کې خلک په نښه کړي.

د ترهګرو پروړاندې سرتاسري پاڅون ته اړتیا ده، افغانستان کې ترهګر په هیڅ قوم، ژبې، سمت، مذهب او دین سره تړاو نه لري، ترهګر هغه بد بوټی دی چې انسان باندې یې دې دنیا کې ژوند اور ګرځولی دی او ټولې خوشحالیانې یې ترې اخیستې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply