محسن داوړ: پاکستان د طالبانو ملاتړ دی؛ افغانستان سره دې د دوستي ادعا نه کوي

694

د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، چې قریشي په خپله وروستۍ مرکه کې له طالبانو په بشپړ ډول دفاع کړې او داسې فکر کېده، لکه دی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وي.
نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ مرکې ته په اشارې ویلي، چې قریشي په حقایقو سترګې پټې کړې او یواځې د مرکې د وخت پوره کېدوه هڅه یې وکړه.
داوړ دغه راز زیاته کړې، چې پاکستان اوس مهال له طالبانو سره بشپړه همکاري کوي، یادې ډلې ته پټنځایونه ورکوي؛ خو بیا هم له افغانستان سره د ریښیتنې همکاري دعوې کوي، چې دا یوه حیرانونکې خبره ده.
باید یاده شي، چې د افغانستان له داخلي ټلویزوني شبکې سره د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلې مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې یو ټول منلی حکومت غواړي او له هغه نظام څخه ملاتړ کوي، چې د ټولو په خوښه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.