محسن داوړ په وسله وال برید کې ټپي شوی

186

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د خېبرپښتونخوا په مرامشا کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ټپي شوی دی.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې نن شنبه فبرورۍ لسمه راپور ورکړی چې محسن داوړ یاده سیمه کې له رسنیو سره پر خبرو بوخت و چې وسله‌وال برید شوی او د نوموړي ترڅنګ یو‌شمېر نور کسان هم ټپیان شوې دي.

محسن داوړ له خپلو پلویانو سره د ټاکنو پایلو اعلان لپاره دې سیمه کې پرلت کړی او د پوځ د یوه مرکز مخې ته ورټول شوې دي.

ځینو پاکستاني رسنیو بیا د محسن داوړ او د هغه د ملګرو له قوله ویلي چې برید سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري شوی، خو پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

محسن داوړ له برید وړاندې پر اېکس‌پاڼه د ټاکنو کمېسیون پر چارواکو تور پورې کړی و چې ټاکنو کې درغلي کوي او په وینا یې، دې سیمه کې یې ډېرې رایې ګټلي، خو د کمېسیون چارواکي د ټاکنو پایلې نه‌اعلانوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.