محسن داوړ: ترڅو چې پاکستان د طالبانو ملاتړ وي سوله نه راځي

1,278

د پاکستان د قومي اسمبلی  او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محس داوړ وايي، چې پاکستان د طالبانو ملاتړی دی او تر هغې په افغانستان کې سوله نشي راتلی؛ ترڅو پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس وانخلي.
نوموړي د پاکستان پارلمان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته ویلي، چې پاکستان له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي؛ خو طالبانو ته یې په کوېټه او پېښور کې نظامي شوراګانې پرانیستي، چې دا په ښکار ډول ددې څرګندونه کوي، چې پاکستان افغانستان کې د جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ ترڅو، چې پاکستان په خپله پالیسي کې بدلون رانه ولي، ترهغې د افغان سولې پروسه کې ریښتینی رول نه شي لوبولای.

باید یاده شي، چې محسن داوړ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله د پاکستان پر حکومت توندې نېوکې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.