افغانانو پر وړاندې د طالبانو جهاد لاهم دوام لري

سید عبدالله پاچا

0 592

سلیم مومند تېره اونۍ افغانستان ته د تاوتریخوالي د شدت له پلوه په نولس کلنه جګړه کې بېسارې وه. افغان حکومت ویلي، چې دې اونۍ کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت خپل بریدونه زیات کړي وو. د دوی د ارقامو له مخې طالبانو تېره اونۍ ۴۲۲ وسله وال فعالیتونه کړي، چې ۲۹۱ ملي ځواکونه پکې شهیدان او ۵۵۰ نور ټپيان شوي

دا ارقام یو ځل نه دي اعلان شوي؛ تر دې مخکې هره ورځ مختلفو رسنیو د هېواد له مختلفو سیمو د افغان ځواکونو پر مرکزونو د طالبانو د پراخو بریدونو خبرونه خپاره کړي. سره له دې، چې په مختلفو سیمو کې بیرته تر افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د زیاتو تلفاتو خبر ورکړل شوی، خو دغه وضعیت د سولې خبرو له نیږدې کیدو سره د اندیښنې او پوښتنې وړ دی.

  د دغه وضعیت عمومي تحلیل داسې کیدای شي : – طالبان فکر کوي چې که بریدونه زیات کړي هم به د سولې کیدونکو خبرو کې امتیاز واخلي او هم به د جنګ لپاره د اوړي په مناسب موسم کې سمه استفاده وکړي . – د طالبانو یو کوشش دا دی، چې داسې بریدونو سره د خپلو جنګیالیو ځپل شوی مورال بیرته ورغوي.

 دغه مورال ویل کیږي چې امریکا سره د طالبانو د سولې تړون لاسلیک نه وروسته سخت زیانمن شوی . – طالبان په داسې بریدونو خپلو جنګیالیو ته داسې احساس ورکوي ، چې که سبا د سولې په نوم امریکا سره د دوی روانه معامله کومه نتیجه ورکوي دلیل به یې دغه زیات شوي بریدونه وي . – طالبان د پخوا برعکس د خپلو زیاتو بریدونو مسولیت نه اخلي او حتا ورباندې منکریږي.

 د دې وجه دا ده، چې دغه ډله نور د جنګ او تشدد د دوام باوجود د افغانانو او دنیا په ذهن کې د خپل تصویر بدلولو کوشش کوي . دا کار ډېر خطرناک پیغامونه لري، منجمله دا چې که سبا د دې ډلې یوه برخه سوله کوي او نورې برخې جګړه غځوي، دوی به ورسره د خپل پریکون تمثیل وار د مخه کړی وي .

 د طالبانو او امریکا د سولې توافق نه د افغان حکومت څنډې ته ساتل کیدو ښه نتیجه نه ده ورکړې او زیات شوی تشدد یې څرګند مثال دی . دغه تشدد څرګندوي چې د افغان حکومت په واقعي رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې مخته وړل به دغسې ناکام وي لکه چې دی .

 طالب مشران په څو ګوني چلند سره هم غواړي چې د سولې هڅو د ماتیدو په صورت کې د جنګ میدان وګټي او هم د سولې تمثیل وکړي . په دواړو حالتونو کې ټولو نه زیات تاوان بیا هم د دوی عادي جنګیالي ویني، دوی استعمالیږي، وژل کیږي او قطر مېشتي استازي یې د سیاسي معاملې امتیاز ته ناست دي . څه باید وشي ؟
د امریکا او طالبانو د سولې مرموزه او مبهمه معامله چې د افغانستان د حکومت له حضور پرته شوې ناکامه شوې، دا معامله یا د سولې تړون زر د افغان حکومت مشارکت ته اړتیا لري څو بشپړ او عملي کیدو ته یې زمینه برابره شي .

 د تشدد د واقعي کمیدو لپاره باید د افغان حکومت، طالبانو، ملګرو ملتونو او ناټو یا امریکا ګډ څارونکی پلاوی جوړ شي، چې هرڅه له نیږدې وڅاري، همغږي وکړي او د سولې لپاره د باور فضا جوړه شي .

د جنګ ښکېل طرفونه باید د سولې د فضا او باور جوړولو لپاره لاس په کارشي ، کنه د سولې دا ظاهري فرصت به د تشدد زیاتیدوله اونۍ او قضیو سره ضایع او وضعیت نور هم خطرناک طرف ته ځي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply