د پاکستان پوځ اسلام اباد ته د زلمي خليلزاد د وروستي سفر پر مهال هغه ته وړانديز کړی چې د افغانستان د ملي امنيت له لوري نيول شوی داعش پاکستانی مشر اسلم فاروقي له مارک فريرچز سره تبادله کړي.
مارک فريرچز هغه امريکايي انجينر دی چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې د حقاني شبکې له لوري په افغانستان کې ونيول شو.
د پاکستان پوځ زلمي خليلزاد ته ويلي، چې په افغان حکومت د اسلم فاروقي (عبدالله اورکزی) د خوشې کولو لپاره فشار راوړي او دوی به طالبان د امريکايي انجينر خوشې کولو ته راضي کړي.
يوې امنيتي سرچينې سيحون ته وويل، کابل ته د جنرال باجوه تر سفر يوه ورځ وروسته د زلمي خليلزاد د سفر د بحث يو جز همدا و، خو د هغه دې غوښتنې ته ولسمشر په غوسه شوی دی.
ولسمشر غني خليلزاد ته د پېغور په ډول ويلي: «د اسلم فاروقي قضيه له ټولو بحثونو جلا موضوع ده او د سولې په روانو بحثونو کې د هغه په اړه خبرې نشو کولی.»
تر دې وړاندې ولسمشر غني او د هغه لومړي مرستيال د پاکستان له لوري د اسلم فاروقي د خوشې کولو غوښتنې په غبرګون کې ويلي و، چې هغه په افغانستان کې ګڼ جنايتونه ترسره کړي او د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو له پرېکړو سره سم به محاکمه کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320