کابل کې پولیسو د یوې جنایتکارې ډلې کلیدي مشر ونیوه

0 715

کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پولیسو د دویمې ناحیې اړوند بهارستان سیمه کې د یوې جنایتکارې ډلې کلیدي مشر چې له ډېرې مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې و، ونیوه.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبین وایي، بهارستان سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوې جنایتکارې ډلې یو مهم ډلمشر عبیدالله چې په “بچه قباد” مشهور و او تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د تر څار لاندې تورنو په نوملړ کې شامل و، نیولی دی.

یاد جنایتکار او ډله یې په کابل ښار کې د قتل، وسله والو غلاوو، د عامه امن او نظم د اخلال او همدارنګه د خلکو د ځورونې په ګڼو قضیو کې لاس لري.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل ښار کې د جنایي جرمونو د زیاتېدا له وجې د خلکو شکایتونه زیات شوي او له پولیسو د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply