د مرګ قطعې شل کسیز ګروپ په لومړي ځل پکتیا کې عملیات ترسره کړل

0 1,607

د ځانګړو عملیاتو قول اردو د “مرګ” قطعې د لومړي ځل لپاره وړمه شپه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو په یو ستر مرکز یرغلیز عملیات ترسره کړل.

د معلوماتو له مخې دغه عملیات د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د مرګ قطعې لخوا ترسره شوي دي، چې له امله یې طالبانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

امنیتي سرچینې وایي، یادو عملیاتو کې ۱۷طالبان ځای پر ځای وژل شوي دي، ۶ ټپیان دي چې ټپیان هم یادې قطعې له ځانه سره بېولي دي.

د سرچینې په خبره، دې عملیاتو کې همدا راز د طالبانو زیات شمېر پوځي مراکز، ټریننګ سنټرونه او تر څنګ یې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

د مالوماتو پر اساس، د مرګ قطعې په دې تازه او لومړنیو عملیاتو کې ملکي وګړیو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.

د یادولو وړ ده چې د افغان حکومت د مرګ قطعه چې شاوخوا ۷۰ غړي لري، دوه اوونۍ مخکې له سختو روزنو وروسته فارغه شوه.

دغه قطعه کې هغه کسان راټول شوي دي چې د زرو تنو سرتېرو له منځه يې امتحان ورکړی وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply