سیګار: له بین الافغاني مذاکراتو وروسته د سولې مغلقه برخه ټولنې سره د پخوانیو جنګیالیو مدغم کول دي

0 550

سیګار: له بین الافغاني مذاکراتو وروسته د سولې مغلقه برخه ټولنې سره د پخوانیو جنګیالیو مدغم کول دي

 

په دې راپور کې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وړاندې د دې پروسې په مغلقو اړخونو رڼا اچول شوې ده.

د سیګار راپور یادونه کړې، چې دا پروسه خپلې پېچلتیاوې لري، خو امریکا په افغانستان کې له خپلو پخوانیو تجربو څخه کافي درسونه اخیستي دي: «د امریکا او طالبانو د خبرو په نتیجه کې امریکا له افغانستان څخه وځي او بین افغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل کېږي.»

دا راپور ټینګار کوي، چې که د سولې خبرې بریالۍ هم شي تر هغه وروسته یوه بله لویه ستونزه په افغان ټولنه کې د زرګونه پخوانیو جنګیالیو مدغم کول دي.

دا راپور ټینګار کوي، چې امریکا باید بېړه ونه کړي او پالیسۍ جوړونکي یې دې ټولو ټکو ته پام وکړي او دا د اندېښنې وړ موضوع ده.

دوی په افغانستان کې فساد، ناوړه ګټه اخیستنه او دوکه ورکول نورې ستونزې وبللې او امریکا یې ورته متوجه کړې ده.

په دې راپور کې په افغانستان کې له پخوانیو امریکایي نظامي او ملکي چارواکو سره مرکې شوې دي او د هغوی له تجربو څخه په استفادې ټول څه نښه شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply