تعمیر جوړ شو؛ جمیعت ړنګ شو

0 777

له هندوانو څخه په غصب شوې ځمکه د جمعيت ګوند مفشن تعمير جوړ شو، خو د داخلی کشمکش له وجې يې تشکيل ړنګ شو

د پنجشېر او بدخشان په جګړه کې راګير جمعيت د ځانځانۍ په يوې بلې لانجې کې هم ګیر دی، چې

کلونه يې سيوری د جمعيت په داخلي تشکيل خور و، خو بالاخره رسوا شو.

د برهان الدين رباني تر مرګ وروسته جمعيت د همدې داخلي اختلافاتو له وجې منتخب رئيس ونشوای ټاکلی. د سرپرستۍ په انتخابي شورا يې په دوو ټاکنو کې د جمعيت په نوم امتيازات ترلاسه کړل، مګر په دريم ځل ټاکنو کې په ورکړل شوې برخې قانع نه دي او ځکه خو ظاهراً صلاح الدين رباني له عبدالله لار جلا کړې ده. صلاح الدين رباني د خپل پلار چوکۍ خپل ميراثي حق بولي، خو عطامحمد نور هغه بې تجربې سياسي تنکی لوبغاړي بولي او ورته غاړه ايښودل خپل توهین ګڼي. هاخوا اسمعيل خان د مشرولۍ په لحاظ دغه چوکۍ خپل حق حسابوي او په دې منځ کې يې په حکومت کې عملاً په استازيتوب ټول امتياز عبدالله عبدالله ته حساب شوی دی.

له عبدالله عبدالله سره د نور ټاکنيز جنجالونه او د عبدالله عبدالله او صلاح الدين رباني د کورني مقامونو توپير دغه جنجالونه ژور کړي دي. هاخوا د مسعود کورنۍ د خپلې قربانۍ تر ټولو ښه امتياز د دې ګوند مشرۍ بولي او په حکومت کې د عبدالله له لوري د دې امتياز په انحصار سخت ناراضه دي.

عبدالله چې د بن له کنفرانس وروسته تر ننه د جمعيت په نوم د حکومت په اډانه کې داخل دی د دې ټولو امتيازاتو ښه بديل خپل ځان او شاوخوا راټوله حلقه ګڼي.

د سياسي پاشلتيا په وروستۍ پوله ولاړ جمعيت د شخصي عقدو او امتياز طلبۍ په تلک ناست دی. نه پرې پاتې کېدای شي او نه ترې ټوپ وهلي شي. ډېر يې د عبدالله توطئه بولي چې غواړي خپل ګوندي داخلي رقيبان په يو بل ووهي او له اوسني ادرسه وکولای شي ان په راتلونکو ټاکنو کې هم په حکومت کې خپله لوړه چوکۍ تضمين کړي.

خو يوه خبره روښانه ده، چې په يوې دغسې حلقه کې راګير ګونديان څه ډول کولی شي د افغانستان د سرنوشت ټاکلو داعیه پرمخ يوسي؟ څومره يې په عمل کې ثابتولی شي؟ او څومره په واقعيت کې توانېدلي دي؟ د بدخشان او پنجشېر په ميراث اوښتی ګوند څومره د نورو قومونو ځايولو وړتيا لري؟ ځوابونه يې واصخ دي، خو تر هغه مهم بحث دا دی چې حکومت له دغسې پاشلو ادرسونو سره څنګه معامله کوي؟ له نورو سياسي ادرسونو سره د جمعيت توپیر همدا دی چې هر ښاخ يې له حکومت خپل امتياز اخلي. دوی په يوه وخت هم حکومت دی او هم اپوزيسون، هم د پخلا برخه خوري او هم د مرور، د دوی ټولې لوبې نه قومي دي، نه ګوندي او نه سمتي، خو د دوی له دایرې وتلی بل هر حرکت د خپل سياسي حذف برنامه بولي او لاس يې تر هر چا له ډيورنډ هم ښه اوښتی شي او واشنګټن ته هم ښه رسېدای شي. دوی هم غازيان دي او هم شهيدان؛ خو د دوی له دایرې بهر مړه او پړه دواړه!

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply