د شاه و عروس بند درېدلې چارې بیا پیل شوې

0 577

شاه و عروس بند چې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري او له څه مود‌ې راهیسې یې چارې د حقوقي، تخنیکي، استملاک او مالی ستونزو له امله په ټپه ولاړې وې، بیا پیل شوې.

  په سیمه کې یی د انجینرانو او متخصیصینو د نه شتون له امله یې چارې ځنډېدلې وې  له نېکمرغه د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې په هڅو یې چارې د بیا ځل لپاره پيل شوې.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل وايي، په راتلوونکي کې که په دغه برخه کې هر ډول ستونزه پيښيږي د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې له لوري به ژر تر ژره حل کيږي.

هغه زیاته کړې، تر اوسه پورې د دغه بند 88 سلنه چارې بشپړې شوي چې د پلان مطابق به یې ان شاءالله د روان کال تر پای پورې ټولې  چارې بشپړې شي.

د يادونې وړ ده چې د دغه پروژې د بشپړېدو وروسته د دوو توربينونو په لرلو سره د شاه و عروس بند 1.2 مېګاواته بريښنا، 5 میليونه متر مکعبه د څکلو اوبه او 30 ميليونه متر مکعبه اوبه به په کال کې تنظيموي.

همدارنګه د دغه بند د جوړولو سره به د موسمي سيلابونو مخه نيول کيږي او 3500 هکټاره کرنيزه ځمکه به خړوبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply