عبدالله: د والیانو په معرفي کولو کې ولسمشر غني راسره مشوره نه ده کړې

0 578

د پنځو ولایتونو لپاره تازه د ولسمشر غني له لوري نوي والیان مقرر شول او دې مقرریو یو ځل بیا د عبدالله عبدالله غږ پورته کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ډله وایي، د ولسمشر غني له لوري د والیانو ګمارنې حیران کړم او په دې برخه کې له ما سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکه اداره بیا وایي، د والیانو د مقررۍ واک او صلاحیت د ولسمشر غني دی او یوازې هغه ورته لارښوونه کوي: «د قانون پر اساس د والیانو د مقررۍ صلاحیت یوازې د ارګ دی او موږ یوازې له هغه ځایه هدایت اخلو.»

اتلانتیک شورا ته په وینا کې ولسمشر غني وویل، د سیاسي مصلحت او د سولې پروسې پرمخ وړو اړتیا دا وه چې عبدالله عبدالله ته په حکومت کې برخه ورکړو، خو هغه د ملي وحدت حکومت په څېر په چارو کې د مداخلې حق نه لري: «د سولې د ملي اجماع لپاره نه یوازې ښاغلی عبدالله، بلکې ټول سیاسي جهتونه یو ځای کول مهم وو او ما په حکومت کې ټولو ته برخه ورکړه، خو رهبري به یوه وي، ځکه که داسې نه وي د سولې خبرې ګډوډېږي.»

دغه رازولسمشر غني وړاندې ویلي، عبدالله ته یوازې په کابینه کې پنځوس سلنه برخه ورکړل شوې او په نورو برخو کې کار نه لري، خو د عبدالله عبدالله تازه غبرګون ته تر اوسه ارګ څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply