د طالبانو خپلمنځي شخړې او پر امارت یې اغیز

عبدالمنان توحیدیار

0 552

قیوم ذاکر په لیک کې د طالبانو سیاسي دفتر ته خبرداری ورکړی و چې له امریکا سره د شوې هوکړې ضمیمه شوي جزیات دې ډاګیز کړي او وروستي تغیرات چې په رهبرۍ او تشکیل کې راغلي، بیرته دې لغوه شي.

د طالبانو د مشهور قومندان ملا عبدالقیوم ذاکر وروسته اوس د لوی پکتیا طالبانو ملاهیبت الله ډلې ته خبرداری ورکړی، که خپلسرې پریکړې وکړي او له جنګي ډلو سره مشوره و نه شي، ژر ترې خپلې لارې جلا کړي.

قیوم ذاکر خبرداری ورکړی و، که د قطر دفتر مشران یې خپله پریکړه بیرته وا نه خلي، دوی د سولې له پروسې سره نه یو ځای کیږي او جګړې ته به دوام ورکړي.

له قیوم ذاکر وروسته د سویل ختیځې حوزې هغه لیک په ډاګه شوی چې د لوی پکتیا طالبانو له ملا هیبت الله غوښتي چې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب دې د نظامي مسوول په توګه نه ټاکي او که بیرته له دندې لیرې نه شي، دوی به خپلې لارې جلا کړي.

د سویل ختیځې حوزې د طالبانو مهاذ په یو لیک کې لیکلي چې دوی د دې حوزې د مشر حاجي خلیفه تر مشرۍ لاندې جګړه کوي او د لوی پکتیا اړوند ولایتونو کې ډیرې لاس ته راوړنې لري او قربانۍ یې ورکړي دي.

دوی اعتراض دا دی چې د ملا عمر زوی نظامي مسوول ټاکل شوی، خو د دوی له مشر او قومندانانو سره پرې مشوره نه ده شوې.

لیک کې خبرداری ورکول شوی چې د سویل ختیځې حوزې طالبانو مشران په لویو پریکړو کې نه دی دخیل شوي او دا د ټولو طالبانو د زړه بدوالي سبب ګرځيدلی چې ګنې مشران یې قربانیو ته پام نه کوي.

د سویل خیتځي حوزې نظامي مسوول عمري د ملا عمر د زوی په ټاکنه سخت خواشینی دی او ټولو وسله والو باندې یې غږ کړی چې دوی په مشورو بوخت دي چې څه پریکړه وکړي.

دوی په یو لیک کې په ښکاره ډول ویلي چې د حاجي خلیفه پرته د هیچا مشري نه مني او نه یې د اوامرو اطاعت کوي.

لیک کې ښکاره خبرداری ورکړل شوی چې که د سویل ختیځ زون د طالبانو مشران په مشورو او پریکړو کې دخیل نه شي، دوی به خپلې لارې جلا کړي او د ملا هیبت الله په مشرۍ د طالبانو د ډلې هیڅ امر او لارښوونه به پر ځای نه کړي.

دا اندیښنه له ټولو سره وه چې کله طالبان سولې ته داخلیږي، ځينې ډلې به په یوه او بله پلمه لارې جلا کوي او د سولې له پروسې سره به یو ځای نه شي.

دا چې طالبان د بندیانو پروسه ځنډوي، مخامخ خبرو ته پلمې لټوي، لامل یې همدا دی چې د طالبانو منځ کې د پاشل کیدو ویره ده او هڅه کیږي چې ټول طالبان سره منسجم کړي.

خو داسې ښکاري چې د طالبانو د جنګي قومندانانو ګټې په جګړه کې دي او نه غواړي چې د سولې پروسې سره یو ځای شي.

ReplyReply allForward

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply