له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو اختلاف

سید عبدالله پاچا

0 668

قطر کې د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د طالبانو د رهبري په کچه اختلافات راپورته شوي او د دې اختلافاتو له کبله اندیښنې شته چې دا ډله په څو ډلو وویشل شي.

د طالبانو تش په نوم والیان او نظامي مسوولین تبدیل شوي، ځینې له یوې سیمې بلې ته او ځینې بیخي له واک ویستل شوي چې شدید خفګان لامل شوي دي.

له پخوا راهیسې هره سیمه کې به چې طالبانو فعالیت کو، د همغې سیمې مخور کس به د طالبانو تش په نوم ولسوال، والي او یا قومندان و.

طالبانو دا کار د دې لپاره کو چې د سیمې خلک کولی شي په اسانۍ د شپې ځای، ډوډۍ او پټنځای پيدا کړي، دغه راز ځایي خلکو کولی شول په اسانۍ سره د خلکو له مجبوریت ګټه پورته کړي، د عشر یا زکات په نوم ترې باج واخلي او یا یې خپلو لیکو ته جذب کړي.

خو اوس د طالبانو رهبري شورا پریکړه کړې چې زیاتو برخو کې بدلونونه راولي او زیات طالب قومندانان یې حاشیې ته کړي چې د وسله والو ترمنځ یې سخت اختلافات راپورته شوي دي.

تازه په فراه ولایت کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ملا نعمت الله معصوم چې د اسحق زي قوم سره یې تعلق درلود، د فراه ولایت څخه لیرې شوی او پر ځای یې د فاضل اسحاق زي پر نوم بل کس مقرر شوی دی.

ملا نعمت الله معصوم د فرا لپاره د طالبانو والي هم و چې له ایران سره یې نږدې او مستقیمې اړیکې درلودلې او فراه ولایت کې به یې د ایران د ګټو لپاره جګړه کوله.

له دې تبدیلۍ او ګمارنې وروسته په فراه ولایت کې د طالبانو د وسله والو ډلو ترمنځ سخت اختلافات راپورته شوی دي، ځینې نه غواړي چې د نوي ګمارل شوي تش په نوم والي ملا فاضل تر امر لاندې جګړه وکړي.

ځکه دا ډلې د ملا نعمت په مشرۍ راټولې شوي او رهبري شوي دي چې تر ډیره د هغه اوامرو ته پایبند دي او نه غواړي چې له نور چا سره کار وکړي.

طالبانو تراوسه د افغانستان جګړه د جهاد په نوم کوله، هر څه به افغان حکومت او کشفي ارګانونو خلکو ته ویل چې دا ډله د واک وږې ده او هیڅ ډول جهاد نشته، خو بیا به هم خلکو جګړه کوله او خپل افغانان به یې وژل.

اوس ورو ورو د طالبانو اصلي څېره په ډاګه کیږي او دا په اثبات رسیږي چې دا ډله د واک او پيسو لپاره جنګیدله او پردي اولادونه یې جګړه کې ووژل او ټپیان کړي.

که د طالبانو جګړه جهاد وی نو بیا یې ولې امریکا سره هوکړه کې ذکر کړي چې تاوتریخوالی به کموي او بالاخره به سوله کوي.

ښکاره خبره ده چې طالبانو تیر نولس کاله تاوتریخوالی وکړ، د خپلو شخصي او بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره یې وطن وران کړ، له پرمختګ یې پاتې کړ، خلک یې ووژل، ټپيان یې کړل، معلول یې کړل، ښځې یې کونډې کړلې، میندې یې بورې کړلې، ماشومان یې یتیمان کړل.

دا هر څه طالبانو د اسلام او جهاد ترنامه لاندې وکړل، خو له امریکا سره تر هوکړې وروسته مالومه شوه چې دا هر څه تاوتریخوالی و چې هر طالب مشر پکې ځان سرمایداره کړ او پردي اولادونه یې قرباني کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply