د طالبانو تحریک د مولوي خالص له آنده

عبدالواحد رضوانزی

0 675

د جولای نولسمه د مرحوم مولوي محمد یونس خالص د مړېنې نېټه ده، د هغه د مړینې د ورځ په مناسب مې وغوښتل په داسې یوه موضوع چې د هغه په اړه تراوسه پټه پاتې شوې یو څو کرښې تورې کړم.

مرحوم مولوي محمد یونس خالص د جهادي تنظیمونو له رهبرانو څخه وو، هغه نسبت نورو جهادي لېډرانو ته هوښیار، ځېرک، له سیاسي وضعیت آګاه، متدین، وطن پرست او ملنګ مزاجه لېډر او یو غښتلی دیني عالم، تکړه شاعر او لیکوال وو.

مولوي خالص سره د دې چې یو پیاوړی او قوي جهادي تنظیم یې درلود؛ بیا یې هم په کورنیو جګړو کې برخه وانخېسته او نه یې هم د کومې بلې جهادي تنظیمي ډلې ملاتړ وکړ؛ بلکې نهایت زیات کوښښونه یې وکړل چې د خونخوارو جهادي ډلو ترمنځ سوله وکړي او افغانستان ته د جهادي داړه مارانو له شر او وحشت څخه نجات ورکړي.

مولوي خالص د ډېر ژور لرلېد خاوند وو، کله چې روسان له افغانستان ووتل او بیا کابل مجاهدینو ونیولو نو ښاغلي خالص خپلو یو څو محدودو قومندانانو ته وویل چې روسان مات شول او دې چارې زه اندېښمن کړی یم، د کندهار ولایت یو قومندان یې ورته وویل: مولوي صیب زموږ دې پرې بېړه غرقه کړه او ته یې په ماتې خفه یې، هغه یې ځواب کې وویل: ځکه چې د نړۍ توازن خراب شو، مشرقي قطب مات شو او غربي قطب په راپورته کېدو دی، داسې وخت را روان دی چې غربیان به مو له پښو نیسي او له څمڅو به مو بهر راکاږي. مولوي خالص د خپل سیاسي درایت او بصیرت له مخې د ولي خان هغه بیان چې د افغانستان جکړه د روس او امریکا جګړه ده رد نکړ؛ ځکه هغه له دې تریخ حقیقت خبر او آګاه وو.

چې خبره اوږده نشې راځو اصل موضوع ته، د طالبانو د تحریک د ظهور او پرمختګ سره مولوي محمد یونس خالص له اصله او له پیله مخالف وو، کله چې د ملا عمر په مشرۍ د طالب لښکر سر راپورته کړ او کندهار کې یې ځینې سیمې ونیولې نو مولوي خالص کندهار ته ولاړ، ملا عمر نه یې وپوښتل چې تا دا جګړه په کومو امکاناتو او وسایلو روانه کړې ده او څوک دې ملاتړ کوي، ملا عمر چې له حالاتو ناخبره یو ساده، کلیوال او بېسواده سړی وو؛ مولوي خالص ته یې ځواب ورکړ چې؛ دا جکړه مو په چندو، عشر او زکات روانه کړې ده او هېڅ ډول ملاتړي نلرو، مولوي خالص ورغبرګه کړه چې؛ کله موږ د روس خلاف جګړه کوله نو امریکا، پاکستان او عربي هېوادونو مو ملاتړ کوه، جګړه په چندو او زکاتونو نه کېږي دا د بل چا جګړه ده، د اسلام په نوم یې تحمیل کړې ده او که دوام یې وکړ نو اسلام ته به داسې ضربه او نقضان ورکړې چې بیا به څوک پرې د نړۍ یو کونج کې هم باور نه کوي او له اسلام څخه به داسې سکروټه جوړه کړې چې بیا به یې خپله مسلمان هم لاس کې نشې نېولی، بدبختانه چې د سیپټمبر د نهمې له پېښو وروسته همداسې وشول، چا به ږېرور شیخ الوتکه او هوایې ډګر کې نه پرېښوده، ملا عمر ونه منله او جګړې ته یې دوام ورکړ.

مولوي خالص د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې واقع خپل خټین کور کې اوسېده چې؛ طالبان تر جلال آباده ورسېدل، معلم اول ګل چې د مولوي خالص یو پیاوړی او د هغه نږدې قومندان وو هغه ته وویل چې طالبان جلال آباد ته راغلل څه وکړو؟ مولوي خالص ځواب ورکړ چې ورسره وجنګېږئ، معلم اول ګل ورته وویل چې هغوی راغلي او لېوا کې ناست دي، مولوي خالص په تنده لهجه ور ته وویل چې (دلته مولوي خالص له ډېر قهره داسې جمله کارولې چې لیکل یې مناسب نه ګڼم) په لېوا کې کښینولي اوس ما ته وایې چې څه وکړو، ور اضافه یې کړه که تا جنګ نه کولو مهمات او لېوا به دې حضرت علي ته چې د مولوي خالص قومندان او د طالبانو سرسخت مخالف وو سپارلي وو. طالبانو په داسې حال کې ننګرهار ونیو چې مولوي خالص پرې خوښ نه وو. مولوي خالص په دې پوهېده چې د طالب تحریک د یو څو بېسواده او نادانه ملایانو تحریک دی چې د پنجابیانو له لورې د امریکا راتګ ته د زمینه سازۍ لپاره ایجاد شوی دی، مولوي خالص د طالب د حکومت تر پایه خپل ځای کې پاتې شو او هېڅ ډول مسوولیت یې د طالب په تحریک کې ونه مانه.

کله چې امریکایانو په افغانستان برید وکړ، مولوي خالص پرته له دې چې د طالبي امارت تر سیوري لاندې د امریکا خلاف د جګړې اعلان وکړي، له خپل موقف او دریځ څخه یې د امریکا په خلاف جکړه اعلان کړه او تر مرګه پخپل موقف او دریځ ودرېد. دا چې اوس مولوي خالص ته ځان منسوبوونکي او د هغه تش په نوم مریدان او پیروان د مولوي خالص له ادرسه د طالب جګړه توجیه کوي درواغ وای او د هغه په حق کې خیانت کوي، هغه د طالبي تحریک مخالف ملا وو او دا تحریک یې د دې وطن په خیر او ښېګڼه نه ګاڼه.

 هغه نړۍ یې ګل او ګلزار اوسه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply