له امریکا سره تر هوکړې وروسته د ځینو طالب قومندانانو درک

سید عبدالله پاچا

0 601

له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته د طالبانو د جګړې پلمه ختمه شوه، طالبانو د اشغال په پلمه سلګونه زره خلک ووژل، وطن یې لسګونه کلونه شاته پاتې کړ او زیات عامه ځایونه یې ونړول، عامه شتمنۍ یې تخریب کړې.

اوس چې له اشغالګرو سره طالبانو هوکړه لاسلیک کړه، تمه وه چې جګړه به پای ته ورسیږي، خو طالبانو د جګړې شدت تر پخوا څو چنده زیات کړ.

د طالبانو جنګي ځینې قومندانان او وسله وال چې درک یې نسبت ښه و، له امریکا سره تر هوکړې وروسته جګړې ورته پوښتنې پيدا کړې چې ولې د افغانانو ترمنځ جګړه دوام پيدا کړي او بهرنیان خوندي وي.

طالبانو هیڅکله خپلو پلویانو ته نه و ویلي چې ګنې د واک لپاره جګړه کوي، طالبانو هرکله خپلو وسله والو ته ویلي چې هدف له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي او که بهرنیان ووتل، نو جګړه به پای ته رسیږي.

هسې هم له لومړي سره ډير په دې پوه و چې دا جګړه د پاکستان استخبارات رهبري کوي او خپلو ګټو لپاره افغانان خپلو منځو کې سره وژني.

اوس ښکاره شوه، بیخي لکه په اسمان ستوري، لمر او سپوږمۍ چې د طالبانو جګړه د پردیو ګټو لپاره ده او  اسلام يې د دې جګړې د شدت او تاوتریخوالي لپاره وسیله کړی دی.

له همدې کبله تیرو دوه میاشتو کې کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، هرات، بادغیس، زابل، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې زیات شمېر طالب قومندانانو او وسله والو وسله ایښې او ځایي امنیتي مسوولینو او د سولې شورا دفترونو ته یې خبر ورکړی چې دوی نور جګړه نه کوي.

دا ډله کسان چې تازه یې له جګړې لاس اخیستی، شمېر یې ۶۰۰ کسانو ته رسیږي او دا یې درک کړې چې تر دې وروسته د افغانستان جګړه ورور وژنه ده او نباید د پردیو ګټو لپاره استعمال شي.

له طالبانو جلا شوې او سولې پروسې سره یو ځای شویو کسانو له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دوی اوس بیخي درک کړه چې دا جګړه د پاکستان د ګټو لپاره ده او هغه څه چې د پاکستان استخبارات یې ووایي، همغه ډول کیږي.

دوی د جګړې لیکو کې لیدلي چې د ای ایس ای متقاعد او برحاله جنرالانو د جګړې رهبري کوله او د افغانستان د ویجاړۍ او افغان وژني پلانونه یې پر طالبانو تطبیق کول، طالبان مجبور و چې دا پلانونه یې تطبیق کړی وی، ځکه دوی د طالبانو قومندانانو ته پراخ امکانات ورکوي او ځینې خو یې ان له پاکستان سره ګرو دي.

سولې پروسې سره یو ځای شویو طالبانو په خپلو خبرو کې ویلي چې د ځانګړو تکتیکونو د لپاره به ځانګړي کسان له ډيورنډ کرښې هاغاړې وړل کیدل او تر څو میاشتني زده کړو وروسته به بیرته افغانستان ته راوړل کیدل او دلته به یې پرې چریکي او ځانمرګي بریدونه کول.

د ملا بشیر او داکتر نعمت په نوم د طالبانو دوه قومندانان چې له خپلو کسانو سره یې له جګړې لاس اخیستی ویلي چې د طالبانو شعار اسلام او جهاد دی، خو عمل کې هیڅ انسانیت نه لري او هر هغه کار کوي چې په خلکو کې ویره خپره کړي.

طالب وسله والو او قومندانانو کې دا درک وروسته له هغې پيدا شو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره افغان حکومت ښه نیت وښود، نږدې پنځه زره طالب زندانیان یې له زندان ازاد کړل، خو طالبانو د  دې په بدل کې جګړې ته شدت ورکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply