د طالبانو جنسي محرومیت او پر نجونو جنسي تیري

نوید احمد څرک

0 682

طالبان چې ځانونه د شریعت لاروي بولي، د خلکو په منځ او شاوخوا کې ځانونه ډير نیک انسانان ښيي، خو د پردې تر شا یې چې هر ډول ظلم له واک وشي، کوي یې.

لواطت او زنا په طالبانو کې نوي خبره نه ده، دا د دوی په خټه کې لړل شوې، خو ډیر کله د دوی دا ناوره کارونه رسنیز کیږي چې بیا یې په یوه او بله پلمه توجیه کوي.

په کلیو کې هغه خبره مشهوره ده چې :

طالب یوه ورځ یو عام کس له خرې سره لیدلی و چې جنسي اړیکه یې ورسره نیولې وه، طالب دا کس کافر او مفسق ګڼلی و او سخت یې وهلی وی.

بله ورځ همدا عام کس ګوري چې طالب له خرې سره جنسي اړیکه نیولې ده، عام کس ورته وویل چې تاسو خو هم کافر او مفسق شوی، طالب ورته ویلي و چې ما یې پښې اوبو ته کړي دي.

طالب همداسې یوه ډله ده چې خپله هر کار کوي، توجیه ورته لټوي، خو نور خلک چې سم کارونه کوي، طالب یې په یوه او بله ټاپه باندې کافر کوي او په سزا یې رسوي.

طالب ته لواطت او د هلکانو ساتل روا دي، خو عام خلک په ږیره کمولو باندې فاسق کوي او تر دورو لاندې یې اچوي.

طالب لواطت ښکاره کوي، که یې ښکاره نه کوي، لغړ زنی هلک خو ښکاره ګرځوي، د څه لپاره یې ګرځوي، خو جنسي اړیکې ورسره نیسي او لواطت ورسره کوی.

تازه د سلام وطندار راډیو یو خبر مې لوست چې تخار کې د طالبانو یو ځایي قومندان یوې ۱۴ کلنې نجلۍ باندې جنسي تیری کړی دی.

دا په تیره یوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده چې د طالبانو له لوري د جنسي تیري رسنیزه کیږی، داسې هره ورځ پېښې کیږي، خو دا چې طالب د سیمې واکدار دی، څوک نه شي کولی د طالب پرضد غږ پورته کړي او د ظلم کیسه یې له رسنیو سره شریکه کړي.

طالب سره څوک په خپله خوښه جنسي اړیکه نه نیسي، بلکې طالب د خلکو په کور دننه کیږي او د خلکو عزت لوټ کوي.

تر ټولو بده دا چې له طالبانو سره پنجابیان او نور بهرني ترهګر وي چې کورنۍ یې افغانستان کې نه وي او د جنسي غریضي د سړولو لپاره طالبان ورته مردګاوي کوي.

د تخار پېښه داسې وه چې څلور طالبان له وسلو سره د شپې د «خدای‌نور ملنګ» په نوم د یوه کس کيږدۍ ته ورغلي او پر لور یې جنسي تېری کړی دی. دا پېښه د چهارشنبې په شپه د خواجه‌غار ولسوالي د مینګ‌چُقر سیمې په شهروان کلي کې شوې ده.

د خواجه‌غار ولسوال محمدعمر د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، طالبانو د خدای‌نور ۲۰ افغانۍ هم پټې کړې دي.

هغه زیاتوي، د سیمې اوسېدونکو په بېل او کولنګ سه د طالبانو پر وړاندې اعتراض کړی، خو دا ډله هڅه کوي چې د معترضانو احساسات کنټرول او دا موضوع پټه کړي.

طالبانو تېر کال هم په خواجه‌غار ولسوالي کې د ښوونځي پر یوې ۸ کلنې زده‌کوونکې ډله‌يیز جنسي تېری کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply