د کرونا له امله د بېوزلۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده

0 1,423

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.

د یاد سازمان د راپور له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۵۵ سلنې ۶۸ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه راز ویل شوي دي چې د کرونا له امله د افغانستان اقتصاد ته هم لوی زیان اوښتی دی.

تر دې وړاندې نړیوال بانک ویلي و، چې د کرونا له وجې د ټولې نړۍ اقتصادي حالت ته زیان اوښتی او بېرته پخواني حالت ته راتلل به پنځه کاله وخت ونیسي.

دغه راز ولسمشر غني د کرونا د منفي اغېزو په اړه ویلي و چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply