د اعدام له کړۍ تیښته

عبدالرووف لیوال

0 808

د کال۱۹۹۵دآګست د میاشتې دریمه ورځ وه ، چې د طالبانو د هوایی ځواک (میک۲۱) جت الوتکې ، لکه ښکاری باښه روسی الوشن II-76TD ترانسپورتی الوتکه په آسمان کې ترخپلو ګواښونو لاندې ونیوه ، او په پای کې یې هغه دې ته اړویسته چې د کندهار د هوایی ډګر په ځغاست لیکه راکوزه شی .

الوشن الوتکه او باریې :

دا الوشن ۷۶الوتکه چې د روس تاتارستان Airstan چې دRus  Trans  Avia  Exportلویې کمپنۍ سره یې چې څانګه یې د اماراتو په شارجه ښارکې وه ، تړاو درلود- له البانیا څخه یې د شمال ټلوالې (ربانی) حکومت ، کابل ته   ۳۰ټنه وسلې رالیږدولې ، د الوتکې د عملې قومندان (ولادیمیرشرپاتوف – کپتان Gazinur Khairullinاوپنځه تنه نوره عمله وه .

په دې الوتکه کې ۱۳۰۰جعبې د ۷.۶۲ملی متری سپکو وسلوګولۍ ځای پرځای شوې وې .

د الوتکې قومندان شارپاتوف ، یو له هغوباتجربه پیلوټانونه ووچې کلونه ، کلونه یې په ترانسپورتی الوتکوکې دنړۍ ګوټ ،ګوټ ته له پوځی توکو سره الوت کړی وو.

طالبانو د االوتکه د تلاشی په موخه راکوزه کړه ، دالوتکې عملیې هڅه کوله ترڅ و فضا کې په یوه ناڅاپی (شیرغلت) دمیک۲۱ له څار او ګواښ نه ځان خلاص کړي خو(میک) کولای شول چې په آسانۍ سره یې رانسکوره کړی .

روسان په دې پوهیدل چې ، د دوی دا الوت د نړیوالو معیارونو له مخې ،قانونی دی.

وروسته له دې چې الوتکه د کندهارپه هوایی ډګر کیناسته ، په لومړی سرکې د الوتکې عملیې ته اجازه نه وه چې بهر ته راووځی – دوهمه شپه یې هم له الوتکې نه بهر په هوایی ډګر کې ترشنه آسمان لاندې تیره کړه .

د الوتکې پیټئ د نړیوالوهوایی سازمانونوپه اسټندردبرابر،چې کارتوس د مهماتو په شمیر کې راتلل نه د وسلو په کتار کې – سره له دې چې د تلاشی پرمهال طالبانو د الوتکې د کارتوسو د صندوقونو په مینځ کې د لوی ( کالیبر) وسله چې منعه وه ، وموندله – څوک وایی چې دا وسله خپله طالبانو د کارتوسو منځ ته ورټیل وهلې وه ، تر څو د الوتکې عمله بندی او الوتکه هم ایساره کړی.

سمدستی پیلوټان ونیول شول اود افغانستان په داخلی چاروکې د لاس وهنې په توراودشمالی ټلوالې په مسلح کیدو تورن وبلل شول ، چې وسله والوپیره دارانو۲۴ساعته هغوی باندې پیره کوله ، طالبانو نور د دافع هوااوزغره والې شوبلې هم څیرمه ځای کې ورته څارو کړې .

ناڅرګند برخلیک :

له زغم نه وتلې توده هوا، ولږه ، روانی فشار، پرله پسې ګواښونه ، یو کال دوام وموند ، د څو میاشتو اوږد ناهیلې اسارت نه هغوی وپتیله چې ۳۷۸ورځې په تودوخه ، ناوړه جامو ، دڅښاک لپاره لږې اوبه او دخوار ځواکی او نا مناسب روغتیایی چاپیریال له امله د هغوی ډیری کسان ناروغ کړل چې په پایله کې شارپاتوف د معدې په زخم اوزیړی اخته شو.

پیلوټان پوهیدل چې هره شیبه دا امکان شته چې هغوی اعدام شی ، طالبانو هغوی د شریعیت د قانون په اساس په محاکمې ګواښلی ول ، وسلوال او سیمه ایز وګړی به راټول شول او له هغوی نه یې د (شوروی ) نه د غچ اخیستلو ، ګونګوسې هم ارویدلې.

د اعدام ځنډ ولې ؟

سره له دې چې امریکایی سناتورHank Brownدطالبانواوروسیې منځ ګړ توب ته ټټرډبولی وو، خو دوخت د ضایع کولو ننداره یې هم مخ ته بیوله – بلخوا طالبانو هم دې ته زړه ښه کړای وو چې ګواکې کوم وخت به دغوړې مړۍ په تو ګه دا عمله د طالبانوداسیرانوپه تبادلې کې په کار شی .

د الوشن۷۶الوتکې قومندان ویل : (موږنه پوهیدوچې سبا ته به څه پیښیږی ، موږ یوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ وو، داسارت له بدواوکرغیړنوشپونه هم یوه هم هغه شپه وه چې له خوب نه  یې راپاڅولو اوپه یوه بس کې یې سپاره کړو، موږفکر کاوه چې اعدام ته مو بیایی – خو وروسته رامعلومه شوه چې هغوی موږ کوم پټنځای ته وړی ، ددې په خاطرچې روسی رسنیو رپوټ ورکړی وو، چې روسیه زموږ دخلاصون لپاره عملیات په لار اچوی،سره له دې چې د دوی دالوت توافق له روسیې سره نه ووشوی، خوپنځه ورځې وروسته زموږ له بندی کیدونه ، یو پلاوی له تاتارستان نه قندهار ته راغی او د بهرنیوچارو وزارت استازی څو ځلې دلته راغلل ـ طالبانود باروړونکو کاماز موټرو، د چورلکو د فالتو پُرزو په غوښتنې سره ، وپتیله چې موږ خوشې کړي ، هغوی غرامت اونورې بشردوستانه مرستې هم غوښتې ، له پیلوټانوسره د مرستې په خاطریې د سعودی عربستان او پاکستان مشرتابه اود ملګروملتونو د امنیت شوراته درخواست ورکړ خواسیران (موږ) خوشې نه شولو ـ ځکه د طالبانو شرایط ورځ په ورځ بدلون مونده ، په لومړی سر کې د هغوی خواست دا وو چې څوزره کسان چې دافغان –شوروی دجګړې پر مهال په روسیه کې بندی شوی راخوشې کړای سی ، بیاوروسته یې د کابل چارواکو (ربانی خیلو) سره دنه ملاتړاو هغوی سره یې د اړیکو پریکون غوښته- خو د خلاصون لپاره له زوره کار اخیستل منتفی ول ، ځکه په ډیر احتمال روسان دخلاصون دعملیاتوپرمهال ټول ستلی اووژل کیدل.)

زړوره تیښته :

یواځې یوه لارپاتې وه – تیښته ، هغه هم په خپله الوتکه کې ، پیلوټانو ، طالبانو ته څرګنده کړې وه ، چې ددې الوتکې مدرن سیستم باید په منظمه توګه ترکتنې لاندې وی تر څوخوندی پاتې شی – غیر له دې نه دالوتکې موتورونه له کار لویږی ، طالبانو هم دخپل فنی پیلوټ له   لارې د روسی الوشن الوتکې په هکله معلومات پیدا کړی وپه دې خاطر یې منلې وچې د الوتکې عملیې ته اجازه ورکړی ترڅو الوتکې ته ننوځی او له سیستم نه یې باخبری اوساتنه وکړی ، په لومړی سرکې په ډله ایزه توګه ، خو کله چې اعتباری شول ، هغوی ټولو کولای شول الوتکې ته ننوځی .

دې پیلوټانو دهوایی ډګر په هکله معلومات لاس ته راوړل چې جنګی (جت) کوم ځای کې ودریږی او له الوشن څخه څومره واټن لری ، آن تردې چې سنجش یې کړی چې طالبان په څومره وخت کې جت الوزولای شی ، هغوی اټکل وکړ چې (میک ۲۱) یواځې له ۱۵ وتر۲۰دقیقووروسته الوشن الوتکې ته ایله ځان ورسوی او په دې هم پوه وو چې داجنګی الوتکې یواځې د۴۰دقیقولپاره دسون مواد درلودل ، مانا داچې هغوی نشی کولای په ډیر واټن کې تښتیدلې الوتکه تعقیب کړی.

دتیښتې نیټه په اټکلی ډول وړاندیز شوه ، دکال۱۹۹۶دآګست په ۱۶ مه، پیلوټان هوایی ډګرته راوستل شول ، هغوی دالوتکې هغه څرخ چې خرابه شوی و، بدل اومرمت کړ ، له دې فرصت نه په ګټه پورته کولوسره یې بیا ځلې انجینونه چک کړل ، هغوی وایی [وروسته تم شولوچې ټول ساتونکی دجمعې لمانځه ته ولاړ شی، عملیې د الوتکې موتورونه چالان کړل او د ځغاست لیکې خواته یې حرکت وکړ، د څو دقیقو لپاره د هوایی ډګرپاتې درې ساتونکو دا حرکت بابیزه وګاڼه ، لږ شانته چې اندیښمن شول – د ډګر د اطفایې په موټر کې یې د الوتکې په لورد سوریدو تکل وکړ- د استندرد له مخې الوشن مناسبه ځغاسته نه درلوده – خو یواځې په ساعت کې د۲۳۰کیلو مترو په سرعت سره د ځغاست لیکې له آخر نه له ځمکې جلا او پورته شوه ، نږدې و چې د هوایی ډګر له دیوال سره ونښلی د الوتکې ساتونکی له پخوا نه غوړول شویو پړیو په دام کې ونښتل.

د جمعې د ورځې له رخصتی سره ، تښتیدونکو داسې لوبه سر ته ورسوله چې حتی د (جت) الوتکې پیلوټان هم ښار ته تللی وو.

الوشن د دې لپاره چې د دافع هواله برید نه یې ځان ژغورلی وی ، په ډیره لږ ارتفاع بې له دې چې کوم هوایی سرویس سره اړیکه ولری ، د افغانستان آسمان کې د الوت کورس ونیو – الوشن۷۶ لومړی ایران او بیا خلیج (عربی اماراتو) ته ولاړه .

پیلوټان وایی (( مازیګر مهال هلته راکوز شولو- اوموږ یې خپل میشت ځایونو ته په داسې حال کې ولیږدولو چې له مور نه بیا زیږدلی وو مانا دا چې بیاځلې مو ژوند تر لاسه کړ او جشن مو جوړ کړ))

بوریس ایلسن د روسیې ولسمشر د میړانې او اتلوالی له امله د الوتکې قومندان شارپاتوف او کوپیلوټGazinur Khairullinته د روسیې د اتلانو لقب او ویاړ ورکړ، او پنځو نورې عملیې ته یې د زړورتیا مډالونه ورکړل .

عبدالرووف لیوال.

سرچینه : ریا نوویستی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply